روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لیونۍ ارمان پوره شو

لیکوال: سلطان محمود « سالمزی »

افغان مسلمان او مؤمن ملت همیش په اسلام اوله اسلام سره په لیونۍ مینه غولیدلی  اوله دغه مینې احساس اوجذبې څخه یې د هیواد، اسلام او ملت د ښمنانو ناوړه ګټه پورته کړی له چنګیز، مقدونی سکند و او انګریزی استعمار راواخله ان تر شرقی او غربی ښګیلا کګرو چې دا څلورلسیزې یې شاهدان یو زموږ جهادی او اسلامی رهبرانو څه ونګړل دروسې د سرولښکرو په مقابل کې دافغان مؤمین او مسلمان ملت مسلح جهاد یوبې انډوله او نا برابره سپڅلې جنګ او معرکه وه چې مظلومو افغانی مجاهدینو د ټانکونو په مخ کې خپلې سینې سپر کړی او د الله (ج) په ځانګړی نصرت دلس کلن اوږده جهاد په پایله کې د روسی ځواکونو د غرور ښکرونه ورماته کړل که څه هم پدغه جهاد کې زموږ تریو نیم میلیون زیات افغانان شهیدان تر دری لکو زیات ټپیان او معیوب شول ښځې کوندې او بچې یې ایتمان شول کلی او کورونه په کنډوالو بدل شول، د ښوونې او روزنې اساسی بنسټونه په دیره بې رحمۍ راونړیدل  اقتصاد به ټپه و دریده خو د سرونو په نذرانه کولو سره مود آزادۍ ناوې راخپله کړه او دالوی افتخار مو تر لاسه کړخو د هغه هدف لپاره چې مو جهاد پیل کړی ؤ چې عبارت له اسلامې نظام څخه ؤ ترلاسه نکړی شو د اقتدار په سر جنګونو د کابل دښکلی او تاریخی ښاربڼه هم بدله کړه دارالامان مانۍ او بالاحیصار هم په امن کې پاتی نشول لکه چې یو شاعریې په  اړه داسی ویلی! چې پری سر هر میکنا ټن دوخت خوړلی!

دا هغه بالاحصار د دی لکه ؤ

اوس خپلی اصلی موضوع ته راګرځم او هغه داچې زموږ قهرمان اواتل ملت خو په هره برخه کې قربانې ورکړه خو زموږ مفسدو خاینو او پر دی پالو مشرانو د ملت په ککریو لا اوس هم دغه کرغیړنې لوبې ته دوام ورکوی کله د مقاومت په نوم جبهی پرانیزی کله په یونوم او کله په بل نوم نور زموږ ملت د هیواد، دین او ملت د دښمنانو په پوچوا و بیځایه تبلیغاتو نه غولیزی دلته د اسلامی نظام د حاکمیت لپاره په میلیونو انسانانو قربانې ورکړی د طالبانو په مقابله کې کفرې نړۍ ماته خوړلې تیرو ترخو تجربونه په عبرت اخستنې سره به هیچا ته اجازه ورنګړو چې زموږ په کورنیو چاروکې لاس وهنه وکړی او یا زموږ د نظام په لارکې خنډونه پیدا کړی کافران د افغانانو دښمنان نه بلکه د اسلامی نظام د ښمنان دی ځکه خو امریکا او ملګری یې غواړی  په یوه اوبله بهانه د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو په لارکې ستونزی زیږوی.

هغوی چې د ملت په وینو بهو لویی مزې چرچې کولی او د شهیدانو، کوڼدو او ایتمانو سره یې خیانت کړی ملت وپیژندل دوی دې نور هغه خیال او تصور له ‌‌ذهن نه وباسی چې بیا به د هیواد په داخل او خارج کې بلند منزلی څلورښځې بې شماره موتړی او د ډالرو ډک بیکونه له ځان سره بهرته د خپل عیش و عشرت پخاطر ولیزدوی بیا به په هر نظام مکمله او نیمایې برخه ترلاسه کړی تاسی خپل شهیدان، مجاهدین،  کونډی او  ایتمان هیرکړل او هغوی نن تاسی هیرکړی یاست لکه چې پښتولنډی ده! د لیونۍ ارمان پوره شو!

په لاروځی په کاڼوولی زیادتونه

 

ممکن است شما دوست داشته باشید