روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لوګر روغتیایی مرکزونو په لسګونو بېلابېلو طبی وسایلو سمبال شول

شریعت: د لوګر ولایت روغتیایی مرکزونو ته طبی او غیر طبی وسایل او توکی ولیږل شول

د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) او یونیسف اداری په مالی ملاتړ د تطبیق کوونکی کف موسسی له لوری د صحت‌مندی پروژی له بودیجی څخه د څه باندی اته نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲۰ قلمه طبی او غیر‌طبی وسایلو او توکو دوهمه جوپه لوګر ته راورسیده‌.

د لوګر د عامی روغتیا رئیس داکتر قدرت‌الله عادل وایی: په یاده کڅوړه کی مخلتف النوع ماشینونه، د عملیات‌خانی اړوند وسایل، د ولادت میزونه، فزیوتراپی وسایل، د لومړنیو بیړنیو مرستو بستی، درمل، برقی توکی، د بستر لپاره چپرکټونه، د واکسین برخی یخچالونه، دفتری وسایل، کمپلی او نور اړین توکی او وسایل شامل دی چی د لوګر ۵۶ روغتیایی مرکزونو ته د استفادی او ګټی اخیستی په موخه لیږل کیږی.

د یادو وسایلو د سپارلو په مراسمو کی د لوګر والی الحاج مولوی عنایت‌الله شجاع د همکاره موسسو له مسٶولینو او استازو څخه د مننی ترڅنګ مسٶولینو او روغتیایی کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چی یاد وسایل په موثره توګه استفاده کړی او په ساتنه او مراقبت کی یی بشپړه پاملرنه وکړی.

د یادونی وړ ده چی څه موده وړاندی هم د ورته وسایلو او توکو یوه جوپه د نایب امین‌الله خان لوګری ولایتی روغتون ته د ګټی اخیستی لپاره سپارل شوی وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید