روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لغوه شویو ادارو  کارکوونکی پر دندو ګومارل کیږی

د ا.ا  کابینې د نوی کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب کړه او د چارو ادارې ته یې دنده وسپارله چې د لغوه شویو ادارو بې برخلیکه کارکوونکی وزارتونو ته وروپېژنی تر څو پر دندو وګومارل شی. د چارو ادارې د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هغو معتادینو ته لومړیتوب ورکړی چې راټول کړل شوی دی. سرچینې لیکلی چې د نوی کابل نقشې د بیاکتنې طرحه تصویب او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پلې کېدو لپاره یې پر وخت اصولی کړنې ترسره کړی. په خبرپاڼه کې د نوی کابل په اړه جزییات نه دی ورکړل شوی، خو ټاکل شوې چې د کابل نوی ښار د کابل په شمال ختیځ، په ده سبز او باریکاب کې جوړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید