روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لزوم دید له مخې یو شمېر چارواکی بدل او پر نویو دندو، وګمارل شول

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه د تازه فرمان پر اساس د پوهنې د وزیر او پنجشیر د والی په شمول یوشمیر چارواکی تغیر او تبدیل شوی دی.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه لیکلی چې د امیرالمؤنین حفظه الله د حکم په اساس لاندې ټاکنې ترسره شوی دی.

۱. د کندهار ولایت د علماوو شوری مخکنی رئیس مولوی حبیب الله آغا د پوهنی وزارت د سرپرست په توګه.

۲. د پوهنی وزارت مخکنی سرپرست شیخ مولوی نور الله منیر د مرکزی دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه.

۳. د مرکزی دار الافتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ مولوی ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه.

۴. د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مخکنی معین مولوی فیض الله جمال د یاد وزارت د تامیناتی چارو د معین په توګه.

۵. د کورنیو چارو وزارت د تامیناتی چارو مخکنی معین مولوی محمد محسن هاشمی د پنجشیر ولایت د والی په توګه.

۶. د پنجشیر ولایت مخکنی والی ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والی په توګه.

۷. د لوګر ولایت مخکنی والی مولوی عنایت الله شجاع د همدې ولایت د مرستیال په توګه.

۸. د سیاسی دفتر مخکنی غړی مولوی ضیاء الرحمن مدنی؛ د تخار ولایت د والی په توګه.

۹. د تخار ولایت مخکنی والی قاری محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۰. د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوی فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال په توګه.

۱۱. مخدوم عالم د غزنی ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۲. مولوی نجیب الله بدخشی د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۱۳. د کندهار ښار د اوومی امنیتی حوزې مخکنی آمر مولوی نور الباقی احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه وټاکل شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی

ممکن است شما دوست داشته باشید