روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قومی تعصب داعیان د جهالت لارویان دی!

د رپوټونو له قراره ویل کیږی چې ځینو بهر مېشتو افغانانو د ملګرو ملتو ادارې ته شکایت کړی چې افغانستان کې د موجوده حکومت له خوا ځینو قومونو سره ظلم و زیاتی روان بلکې قومی تصفیه یې کیږی! طبیعی ده چې ددغسې نارو سورو والا خلک حتماً لوستی او پوهنتونی فاضلان دی چې له ډېره بده مرغه خورا ناوړه او غلطه لاریې خپله کړې ده. ځکه لومړی خو قطعاً دلته هیڅ داسې کومه پېښه منځ ته نه ده راغلې چې یو کس یو خاص قوم ته د نسبت له کبله وژل شوی یا وهل شوی وی. مطلب دغه دعوا مطلقاً دروغ او له حقیقته خورا لیرې ده. ځکه خو دا هم د دوی لپاره ډېر لوی شرم او پېغور دی چې تر دې  اندازې وچ دروغ د قلم په ژبه لیکی او تر نړیوالې ادارې یې رسوی.

معلومه ده چې د دروغو منزل لنډ او بالآخره یې جوړونکی له شرمندګۍ سره مخ کیږی. له بلې خوا دوی چې ځانونه لوړ علمی اشخاص هم بولی، باید اوس په دې هم وپوهیږی چې نوریې دور ختم شوی او پرته له شکه نور به ګرده نړۍ کې د مصرف شویو موادو په سترګه ور کتل کیږی او هیڅوک به یې پخوانی نازونه وانخلی. نور د نړۍ حالات بدل او لاهم بدلېدونکی دی. البته تر دې لا زیاته بله مهمه خبره داده چې په یوه مسلمانه ټولنه کې پرته له کوم موجه دلیل او ښکاره واقعیتونو په قومی شعارونو سره د خلکو را پارول او بیا په داسې باطله لار کې د عوامو په استعمالولو د پرنګی له درباره ځیره خوړل، انتهایی ستر خیانت، خپلو سره لویه جفا او بې له شکه د مسلمان امت له دایرې د وتلو او بغاوت په معنا هم دی. تر دې چې یو مسلمان شخص باید باوری او د خپل ستر پېغمبر دا لارښوونه په سر سترګو ومنی چې وایی: هغه کس زموږ له ډلی وتلی چې د قومی تعصب لپاره جنګیږی، یاورته بلنه او پارونه کوی او یا په همدې لار کې وژل کیږی داوخت لازمه ده ټول هېوادوال له دې حقیقته سترګې پټې نه کړی چې دلته شل کلن اشغال خورا ناوړه نښې پریښی او لا هم دښمن لګیادی، تر خپلې وسې د نویو دسیسو لپاره پلانونه جوړوی، نو یقینی ده چې د بهرنیانو د شلو کلو شاګردان او نور پاتې شونی به خامخا د افغانستان د هغه نظام پر وړاندې مخالفت کوی چې د پردیو اشغال یې له منځه وړی او د هغوی پر غلامانو یې بهرنی رشوتونه قطع کړی دی. ښکاره ده چې دا ډول کسان به نا خوښه او څه نا څه ښکاره مقاوت هم کوی. خو دا هم واضحه ده چې د حکومت امنیتی ادارې به یې هم حتماً تعقیبوی، لاس به یې نیسی او که نه سمیږی خامخا به په سزا رسیږی، البته دانو هیڅوک هم نه شی ثابتولی چې په دې چاره کې به قومی حساسیت شتون لری، په دې مانا چې د امنیت  اخلاللونکی چې هر څوک او هر قوم سره تړاو لری، په سزا به محکومیږی او هیڅکله به یې قومیت ونه پوښتل شی. مثلاً ایا څوک ویلی شی چې په ننګرهار، کونړ، کندهار او نورو ولایاتو کې لس ګونو پښتنو داعشیانوته د پښتون ولۍ سزا ورکړی شوه؟! همدغه شان بدخشان، بغلان، پنجشیر او نورو سیمو کې هر څوک چې د برېښنا ستنې تخریبوی یا څه نوره ګډوډی جوړوی، هیڅکله به یې دا پوښتنه ونه شی چې یا د اخلالګر اوزبک، هزاره، تاجک او که پښتانه دی، بلکې ټول به په هر صورت د قانون منګولوته سپارل کیږی. بنا پردې نور باید هیڅ افغان د هغو غرضی او مرضی اشخاصو په ناروا او دروغجنو تبلیغاتو و نه غولیږی چې یوازنۍ موخه یې خپل جیبونه ډکول او دعوامو له احساساتو ناجایزه استفاه کول دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید