روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوی

د راپورونو له مخې، د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوی دی.

دغه نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرپوله له تېرو څو ورځو راهیسې روانې وې، چې تر جمعې پر ورځ یې هم دوام درلود.

پرون د قرغیزستان د عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، د دغه هېواد ۲۴ کسان وژل شوی دی.

تر دې مخکې له تاجکستانه ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوی وو، چې درې کسان هلته وژل شوی دی.

سورصلیب وایی، د جګړې له سیمې شاوخوا شل زره کسان تښتیدلی او د لویې جګړې د ګواښ پیښیدو ویره شته.

د قرغیزستان پوله ساتو ځواکونو پر تاجکستان پوله ساتو ځواکونو تور پورې کړی، چې په هغه سیمه کې یې سنګرونه جوړ کړل، چې پوله پکې څرګنده نه ده، خو د تاجکستان پوله ساتی ځواکونه بیا وایی، لومړی پر د قرغیزستان ځواکونو برید وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید