روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قرآن عجایب او د فطرت قوانین

لیکوال:مولاناشهاب الدین ندوی

ژباړه:مولوی فاروق غلجی

په دې هکله یو اعتراض دا کېدای شی چې انسانی علوم او تجربې خو پر له پسې ترقی او پرمختګ کوی او بدلون مومی نو په دې به څنګه استدلال کول سهی وی. نو لکه چې موږ خپلو نورو لیکنو کې هم په دې موضوع تفصیلی بحثونه کړی، دلته یو ځل بیا دا خبره کوو چې په عصری علومو کې یوازې هغه څه بدلون مومی چې اټکلی شیان وی او ثابت شوی حقایق نه وی. مثلاً د ساینس نړۍ کې خو ځینې اټکلی نظریات داسې هم وی چې په تجربه او مشاهده نه وی ثابت بلکې صرف د بحث او خبرو  اترو په توګه اټکل شوې وی یا د تخمین او ګومان په حیث څه اندازه لومړنی نظریات بلل کېدای شی نو په داسې نظریاتو او مفروضاتو کې خامخا تغییرات راځی. نو بل لورته هغه حقایق چې په مشاهده او تجربه ثابت شوی، هیڅکله نه بدلیږی. داسې شیان زیاتره د فطرت د قوانینو له جملې وی او د تکراری تجربو په نتیجه کې یې هماغه یوه نتیجه ورکړې وی نو ځکه لازمه ده چې زموږ د مطلوب بحث بنسټ د همدې ډول فطری قوانینو پر اساس اېښودل شوی وی. له دې سره سره دې حقیقت ته مو هم باید پام وی چې انسانی علم او تجربو سره له دې چې بیا بیایې تغییر او بدلون موندلی خو بیایې هم تر ننه پورې هیڅ قرآنی دعوا، بیان او مفکوره غلطه نه ده ثابته کړې او نه به تر قیامته څوک داسې وکړای شی. او که فرضاً کوم نوی مفسر د قرآن حکیم د کوم آیت څه داسې مفهوم بیان کړی چې بیا راتلونکی وخت کې غلط ثابت شی نو بیا هم د قرآن مجید صحت کې څه اعتراض نه راځی بلکې د هماغه مفسر خپل قصور به ګڼل کیږی. لکه چې خپله د کومې ساینسی نظریې بدلېدو سره یو لرغونی څېړونکی په دې ګرم نه ګڼل کیږی چې هغه د کایناتو په حقیقت نه دی پوهېدلی یا یې قصداً غلطه خبره کړې ده. په دې توګه اصلی خبره داده چې د قرآنی الفاظو منصوصی معنا او مفهوم چې عقلاً او منطقاً ثابت وی، کله هم نه بدلیږی. څو بې دلیله د هغه یو داسې تأویل نه وی شوس چې په څرګنده یې له الفاظو څخه نه ثابتیږی بلکې هغه مفهوم او تأویل د مفسر خپل ذهنی مفهوم وی چې په شعوری یا غیر شعوری ډول یې په خدایی الفاظو کې دور اچولو او ګډولو هڅه شوې وی. مطلب دا چې د قرآن مجید له منصوص (په لفظی ډول ثابته شوی) مفهوم سره مطابق کشفیات او نظریات بې له شکه سهی دی او هغو کې به څه بدلون نه راځی او که څه بل شانته مفهوم څوک راوباسی نو هماغه مفسر به په بې دلیله تأویل کولو خپله ګرم بلل کیږی. نو له دې اصولو سره سم ګرد سره نوی کشفیات د قرآن مجید د بیاناتو او دعوا ؤ تأیید او تصدیق کوی او معنا ګانو کې یې نوښت او تازګی پیدا کوی. همدا رنګه د قرآن الفاظو نوی اړخونه روښانه کیږی چې ددې حکمتونو والا کلام یو عجیب و غریب اعجاز دی لکه چې په یو حدیث کې راغلی وایی د قرآن مجید عجایب کله هم نه ختمیږی. لنډه دا چې نوی کشفیات په هره زمانه کې د  الهی کلام تصدیق او تأیید کوی او د تل لپاره خپل ارزښت او اهمیت ثابتوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید