روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قرآنی آیتونو ځلاندې وړانګې

لیکوال:مولانا شهاب الدین ندوی

ژباړه:مولوی فاروق غلجی

دلته بیا یو اعتراض دا هم کېدای شی چې دې صورت کې به نو د تل لپاره هره زمانه کې د قرآنی الفاظو مفهوم بدلون مومې؟ دا په اصل کې یوه ډېره ستره غلط فهمی ده چې ښایی د قرآنی آیتونو او کلماتو مفهوم په هر پېرکې بدلیږی رابدلیږی او په دې ډول به له خپلو اسلافو سره زموږ اړیکې غوڅې شی خو، هیڅکله داسې نه ده بلکی اصلاً په قرآنی کلماتو کې خامخا دومره وسعت او پراخی شته چې موږیې کوم پخوانی مفهوم بدلولو یا غلط ثابتولو نه پرته صرف دیو نوی اړخ او نوې وړانګې په ډول بیان کړو. مثلاً قرآن مجید کې وایی: ژباړه:« او موږ له اوبونه هر ژوندی شی پیدا کړی دی، نو آیا دوی به (زموږ په قدرت) ایمان نه راوړی؟(انبیا‌ء:۳۰)

په دې آیت کې له اوبونه د هر ژوندی موجود جوړول څه معنا لری؟ دې لړکې زموږ پخوانیو مفسرینو یو شمېر مطالب بیان کړی چې دادی:

۱- د دې مطلب دادی چې الله تعالی ټول حیوانات له اوبو پیدا کړی لکه علامه زمخشری چې وایی او په تأیید کې یې بیا دغه آیت هم راوړی: ژباړه«الله تعالی هر ژوی له اوبو پیدا کړی دی.» (نور:۴۵) تفسیر کشاف-۲-۵۷۰- تهران چاپ)

۲- همدارنګه نوموړی علامه یو بل مطلب دا هم بیان کړی چې وایی: ژوندی حیوانات د اوبو محتاج وی نو ځکه یې ویلی چې له اوبو جوړ شوی دی. یعنی د هر ډول ژوندی موجود د فطری ضرورت په اساس دا خبره شوې او د ابن جوزی(رح) د وینا په اساس همدا د زیاترو مفسرینو قول هم دی.(وجعلنا الما‌ء سببا لحیاه کل حیء قاله الاکثرون)«زاد المسیر فی علم التفسیر- ابن جوزی-۵-۳۴۸-دمشق» (فالمعنی اناصیر ناکل شیء حی بسبب من الماء لابدله منه- مطب دا چې موږ هر ژوندی شی د اوبو په سبب پیدا کړی دی چې دا ورته ضروری دی.(تفسیر غرائب القرآن ورغائب الفرقان نظام الدین نیشاپوری- حاشیه تفسیر ابن جریر-۱۷-۱۹-مصر-۱۳۲۸هـ)

۳- له اوبونه د جوړېدو مطلب دادی چې له نطفې (منی) یې پیدا کړی. دلته د منی څانکی ته مجازاً اوبه ویل شوی.(تفسیر ابن جوزی-۵-۲۴۸-وتفسیردر منثور سیوطی-۴/۳۱۸)

۴- دامام رازی له بیان سره سم د ځینو مفسرینو په نظر ژوندیو موجوداتو کې شنیلی هم شامل دی ځکه د هغوی وده او بقاء هم د اوبو په ذریعه وی او د اوبو په واسطه هغه ژوندی پاییږی  او همدغه معنا امام رازی(رح) د مقصودی معنا په لحاظ غوره هم ګڼلې(وهذا لقول الیق بالمعنی المقصود)(تفسیر کبیر-۲۲-۱۶۴- تهران)

۵- خو د واقعیت په اعتبار تر ټولو غوره تفسیر هغه دی کوم چې وایی: د هر ژوی اصل اوبه دی. دا تفسیر له عصری څېړنو سره هم اړخ لګوی لکه چې ابن کثیر وایی:

(ای اصل کل الاحیاء- یعنی د هر ژوندی موجود اصل اوبه دی. خوسکاکی(رح) ددې خبرې نور وضاحت هم کړی:  ای جعلنا مبداء کل حی من هذا الجنس الذی هو جنس الماء. یعنی د هر ژوی اصل له هغه جنسه دی چې د اوبوله جنسه دی.

د دې نور تأیید بیا دا لاندینی دوه روایات چې یویې له حضرت ابوهریره(رض) نه په دې ډول منقول دی:«عن ابی هریره(رض) قال قلت یا رسول الله انی اذا رایتک طابت نفسی و قرت عینی فانبنی عن کل شیء قال کل شی ء خلق من الماء. ابوهریره(رض) وایی ما عرض وکړ یا رسول الله(صلعم) کله چې تاوینم نو طبیعت مې خوشاله او سترګې مې یخې شی نو خبر مې کړه چې له هر شی نه مراد څه دی؟ ویلې هر شی له اوبو پیدادی.(تفسیر در منثور-۴-۳۱۷- ابن کثیر۳-۱۷۷) دویم روایت علامه ابن جریر(رض) طبری له حضرت قتاده(رض) نه په همدې معنا داسې روایت کړی: قال کل شیء حی خلق من الماء. وایی هر ژوندی له اوبو پیدا شوی دی. (تفسیر ابن جریر۱۷-۱۶) لنډه داچې ګرد ژوندی شیان له اوبو پیدا کړی شوی چې نباتات هم پکې شامل دی خو خبره داده چې نباتاتو باندې به دا خبره څنګه صادقه راشی؟ نو باید ووایو چې که څه هم دا حقیقت به تر اوسنۍ زمانې د خلکو له سترګو پټ ؤ، خو نوی ساینس دا حقیقت پوره ډول سره څرګند او رابر سېره کړ چې ټول نباتات نه یوازې دا چې ژوندی شیان دی چې د نورو حیواناتو په شان خوراک، څښاک، تنفس، احساس، کورواله او زېږون کوی او همدارنګه بنیادی جوړښت یې هم له اوبو منځ ته راغلی یعنې د هغوی په اجسامو کې چې کوم (خلیات کې د ننه) سرېښناک مواد شته دی او اصطلاحاً هغو ته پروټو پلازم ویل کیږی، د هغو(۷۵) سلنه اوبه وی. یعنی د خلیاتو داخلی ماده(پروټو پلازم) بېلابېلو حیواناتو او شنېلیو کې مختلف وی چې هغه کې د اوبو اندازه دا اټکل له مخې(۷۵) سلنه وی. دلته نوی ساینس دوه حقیقتونه ثابت کړی دی.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید