روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فرهنګ او هنر معین: بابر بڼ دې په نړېوالو میراثونو کې شامل کړل شی

باختر آژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزی د افغانستان لپاره د یونیسکو له نوی کلتوری مسؤل برینډن کاسار سره په کتنه کې ویلی چې بابر بڼ په ټولو تاریخی، فرهنګی او نړیوالو نورمونو برابر دی او باید په نړېوالو میراثونو کې شامل کړل شی.

په دې کتنه کې د فرهنګ او هنر معین د افغانستان لپاره د یونیسکو نړېوال سازمان د مسؤل دنده او کاری برخې مهمې بللی او زیاته کړې یې ده چې له ۴۳ کلونو وروسته افغانستان د داسې دولت خاوند شوی، چې پر مرکز سربېره پر ټولو ولایتونو او سرحدونو بشپړ تسلط لری او د دې فرصت برابر دی، چې له هر ډول توپیر پرته افغان ولس ته بشپړ او هر اړخیز خدمتونه وشی.

عزیزی د یونیسکو کلتوری مسؤل ته په عمومی ډول د ټول هېواد پر کچه د تاریخی او لرغونو سیمو د حالت، اړتیاوو او پرمختیاوو په باب معلومات ورکړی. هغه د یونیسکو له نوی مسؤل څخه غوښتی، چې د یونیسکو سازمان دې د منار جام او ورته مهمو تاریخی اثارو او سیمو د ساتنې په برخه کې همکاری وکړی.

ښاغلی عزیزی د نړیوالو تاریخی میراثونو په ردیف کې د بابر بڼ پر شاملېدو ټینګارکړی او ویلی یې دی چې نور دې یاد بڼ چې په ټولو تاریخی، فرهنګی او نړیوالو نورمونو برابر دی په نړېوالو میراثونو کې شامل کړل شی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د یونیسکو نوی مسؤل ته ډاډ ورکړی چې په بامیانو کې د بودا د لویې مجسمې مخې ته د نوی ښار د جوړېدو په برخه کې به د نړیوال  سازمان مشورې او نظرونه په پام کې نیسی او له هغه وروسته به په بامیانو کې د تاریخی بازار عملی کار پیلېږی.

د یادونې وړ ده چې په کتنه کې د افغانستان د لرغونو او فرهنګی اثارو او ابداتو د ساتنې، تحکیم او رغونې په اړه د یوه څېړنیز او معلوماتی کنفرانس د جوړېدو په لارو چارو هم خبرې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید