روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د غزنی او کندز پوهنتونونو د اعتبار ورکولوسندونه ترلاسه کړل

د لوړو زده کړو د کیفیت او اعتبار ورکولو د تضمین رییس شاکرالله  وحیدی په مشری د کیفیت او اعتبارورکولو د تضمین بورد غونډه جوړه شوه .

د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې لومړۍ د کیفیت او اعتبار ورکولود تضمین رییس د غزنی او کندزد پوهنتونونو د بیا کتنې او اعتبار ورکولو د بشپړېدو پرمخ خبرې وکړې او د مشرتابه هیئت ، د دغو پوهنتونونود استادانو او کارکوونکو له هلوځلوڅخه مننه وکړه او دوی ته د دغو لاس  ته راوړنو مبارکی وویله.

د کیفیت او اعتبار ورکولود تضمین رییس وویل چې دغه ریاست د کیفیت د لوړولو او د تحصیلی بنسټونود معیارولوپه موخه هراړخیزې هلې ځلې کوی او تحصیلی بنسټونه هم مسوولیت لری چې د کیفیت د اعتبار ورکولو د تضمین د معیارونو پرتطبیق ژمن وی چې د ټولنې د اړتیا په مطابق متخصصین او مسلکی کادرونه وروزی.

دغه راز پوهنوال ډاکتر امان الله فقیری د دغوپوهنتونونو د هلوځلوپه اړوند د کیفیت او اعتبارورکولو د تضمین بورد په استازیتوب خبرې وکړې.

وروسته ، د غزنی پوهنتون رییس پوهنمل محمود همت او د کندز پوهنتون سرپرست او علمی مرستیال پوهنمل روح الله رویین د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبارورکولو د بورد د غړو له هڅواو  زخمتونوڅخه قدردانی وکړه.

غونډه د دوو پوهنتونونود مشرتابه هیئتونو په ګډون د اعتبارورکولود سندونوپه وېشلوسره پای ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید