روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د عوایدو او ګمرکونو معین د ترکیې سفارت له جنرال قونسل سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین مولوی رحمت الحق فضیل په کابل کې د ترکیې سفارت له جنرال قونسل سنن الحان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی، فرهنګی او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان او ترکیه تاریخی اړیکې او مشترکات لری او د افغانستان اسلامی امارت هم د دوستۍ او ورورګلوۍ په فضا کې د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی. دغه راز د ترکیې سفارت جنرال قونسل هم ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو او نوی حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه چې ترکیه په کابل کې د دینی کتابونو د چاپ لپاره د یوې سترې مطبعې د جوړولو هلې ځلې کوی. د غونډې په پای کې د ترکیې سفارت د شخصی موټرو د محصول لپاره چې د هرات په ګمرک کې ایسار دی، د آسانتیاوو پر رامنځته کولو او نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید