روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د علماوو پر غونډه؛او د امیر په وینا یو لنډ مکث!

لیکوال: استاد زمان مزمل / دریمه او اخری برخه

نن د طالب په واکمنۍ کې موږ له دې چوپ یو چې خیر دی قربان! څو ولسوالۍ خو مخالفینو ته هم ورکړئ او یا هغو مخالفینو ته چې د خپلو ډلو په ځای نن طالبانو ته په حرمت او احترام قایل دی.

یوه چې شیخ صاحب یې باید هېره نکړی هغه دا چې هغه نن د ازادۍ د دویم سهار وروسته که د ټولو مسلمانانو نه وی نو د ټولو افغانانو امیرالافغانین ده هغه باید هر افغان خپل هېوادوال او د ملک سړی وګڼی او هاغسې یې مخاطب کړی لکه د یوویشتمې پېړۍ نور نړیوال مشران چې خپل ولسونه مخاطب کوی.

په نننۍ دنیا کې چې مشران انتخابات وګټی مشران پکې په اوله نعره کې غږ کړی چې زه د ټولو رئیس جمهور یم.

دویمه دا چې شیخ صاحب یې باید ډېره ژوره تر نظر لاندې ونیسی هغه همدا ده چې شیخ صاحب نه پرونی پاچا، نه پرونی رئیس جمهور او نه د پېښور پرونی امیر ،مشر ،رهبر دا یؤ هم ندی هغه په یؤ سوچه او ستانه عنوان او لقب امیرالمؤمنین دی.

په همدې حساب یې خپله وینا واوروله ،خلک له هغه همدغسې څه غواړی چې ولس یې له تېرو سره پرتله کړی او له زړه پوه شی چې واقعا دا نو امیرالمؤمنین دی، نه پاچا، نه رئیس جمهور،نه پېښور امیر.

ځکه دا لقب د د څوارلس سوه کالو مخکې یوې مقدسې بوخچې نه را ایستل شوی او ددې سره ځان عیارول پکار دی.

منم چې جلسې ته د امیرالمؤمنین راتګ واقعاً بې غوغا او بې تشریفاتو وه او دا هغه څه دی چې موږ ورسره عادت نه و او واقعا یؤ اوچت سلوک وه او بیا موږ ته چې د مافیا ډلو مخکښانو پرون پکې خپل دفتر د کاروان موټرو په تېرېدو حامله ښځې په لارو کې په نامناسب مقدر واړولې او د جعلی وزیرانو لپاره به واټنونه او سرکونه ساعت ساعت قلف او کیلی وه تا به ویل یؤ ناپلیون افغانستان ته را روان دی.

ولې امیرالمؤمنین دا هم باید د زړه په غوږو واوری چې افغانستان کې لا یؤ معترف بهِ حکومت ندی راغلی.

لوږه یې، بېکاری یې، بې سرپرسته کورنۍ یې، بې کوره او مهاجرین یې هر یؤ یې په دنیا کې ریکارډ ماتوی.

بیاهم په پرونیو چوکیو ناست خلک آن تر شیخ صاحب پورې، نه د خلکو د لیدو اسانی لری او   نه د عرض او داد بې پیرداره خلاص دربار.

پرون موږ هغه پېښوری رهبرانو ته د سهار په پېښه کې کولای شول چې مازدیګر ځان ورسوو، ولې د شیخ صاحب په امارت اسلامی کې د رئیسانو لیدل شل واسطې او مخکې له مخکې بلا تیلیفونی وعدې غواړی د وزیرانو او خپله د امیرالمؤمنین لیدل خو افسانو ته ورته ده.

حال دا چې زموږ د مخکې تاریخ امیرالمؤمنین نه دربار درلوده او نه درجن درجن بارډیګاردان. خلک له امیرالمؤمنین نه هیله کوی چې د سېکولرو د vip تشریفاتو پرنډ کَور د وزارتونو او ریاستونو له دروازو پورته کړی.

په شورا او جلسه؛ یؤ مکث:

راغلې شورا ملت شموله نه وه هماغه د زاړه حکومتی روتین په حساب حکومتی چارواکو انتخاب کړې وه.

منم چې ډېر عزیز او قابل قدر مشران پکې حاضر وه ولې هومره چې حاضر وه دوه برابره پکې نور نه لیدل کېدل او هغه پکې نه لیدل کېدل چې هغوی خبره درلودله او د ملک وحدت پرې تأمینېده او د ډېرو فتنو او مخالفو خولو اواز پرې چوپ کېده، هغوی چې خبره درلودله د ملت په مسایلو یې د خبرو جرأت درلوده له هغوی ډېر پکې ناسوب وه.

هغه چې پکې حاضر وه هغوی ته یې حضور یوه فتحه وه.

د شورا غړو پرته له څو ویناوالو ټول او یا زیات یا د هماغه انتخاب د احسان لاندې وه او یا د هماغه پنځوس زره افغانیو پاکټ د احسان لاندې وه، ته وااا مخکې چا خبر کړی وه.

امارت او شریعت چې توضیح او تطبیق یې د امارت د مشرانو په واک کې ده هغه ددې مانا نه ورکوی چې په هېواد کې او د بحران ځپلی هېواد په اوچته کچه شوراګانو کې یا دومره چوپ او بې اندېښنې کسان راټول شی، چې نه په بیرغ وغږېږی، نه په پارلمان، نه د قومونو په منځ کې د قدرت د توزیع او نه د واک په انتقال ،نه پر وږو او نه پر بېکارو.

محترم شیخ صاحب! موږ په افغانستان کې په عادی حالاتو کې ژوند نه لرو چې د طالب د مشرانو په حساب راغلی حالت کَور کړو او فتنې راویښې نکړو فتنې لا ویدې ندی د ځواکمنو دولتونو د محاصرې فتنه ، د لوږې فتنه، د بېکارۍ فتنه او د پخلاینې په دروازه د حیران ملت او پرګنو فتنه.

بیاهم په جلسه کې د ځینو مشرانو ویناوې ستنډرډ ویناوې وې.

د هېواد محترم دفاع وزیر وینا که څه هم لنډه وه رښتیا هم چې د یوه مشر وینا وه مخکې له دې هم چې کله ملا یعقوب صاحب خلک مخاطب کړی د وخت تقاضا او د خلکو زخمی شعور یې پکې پوره مراعت کړی.

د خلیفه سراج الدین صاحب وینا تر ډېره د تحول د نهایې کولو وینا وه.

ډاکټر صاحب فاروق اعظم که څه هم مختصر وغږېد او د هغه لپاره پکار وه چې تر دې هم باید سپین وغږېږی ځکه چې د پېښور د مشرانو نه یواځې فاروق اعظم صاحب پکې چانس پیدا کړی وه خو بیاهم وینا یې د ملی اجنډا او د ملت د ګټو وینا وه.

د عقل دړ؛

او د امیرالمؤمنین د درنو خبرو وزن:

مخکې مې وویل چې کاشکې دا وینا موږ په پنځمه لسیزه یا شپږمه لسیزه کې اورېدلې وه او که مې رښتیا پوښتې د امیرالمؤمنین وینا د هماغو کلونو په حساب د یوه پاک او باایمانه مسلمان وینا وه.

د مسلمانۍ پکې نور څه پاتې نه وه او د هغو کورنیو لپاره چې د امریکا پر ضد یې عزیزان قربانی کړی د هغوی لپاره د کاپور مرهم واا.

امریکا او غرب ته چې په نړۍ کې یې د فتنو او  جګړو کروندې جوړې کړی همداسې وینا مناسبه وه.

ولې د بده مرغه چې زموږ محترم شیخ صاحب د یوه محتاج او بېوسی ددنیا همکاریو او دنیا سره روغې جوړې او همکاریو ته محتاج ملک مشر دی.

ددغسې ملت تمثیل مشرۍ له شیخ صاحب غوښتل چې خپله غوصه او د ایمان خبره تر دې یؤ قوی پړاو ته مؤقتاً په خپل ګوګل کې ریزرف وساتی.

دغسې امارت چې دنیا ورسره د مقاطعو او سیاسی جګړو په ژۍ ولاړه ده دا هغه وخت دی چې باید موږ دنیا سره د ملګرۍ ،تفاهم او همکارۍ خبره وکړو.

دنیا چې زیاته برخه یې د افغانستان سره   همکاریو پوروړې هم ده خدای خبر چې دا کاوبای امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې نه وه چې په پاتې پلانو کې به یې سیاسی نخرو څه محشرونه جوړ کړی وای.

افغانی مشران باید په جرأت خپل ګاونډیان ،لرې ګاونډیان او ټوله نړۍ د افغانستان سره د همکاریو په غږ مخاطبه کړی او د اسلام په نمایندګۍ د دنیا سره د تللو او همکارۍ غږ پورته کړی ځکه اسلام او امریکا همدا تفاوت لری.

دنیا د امیرالمؤمنین له عنوان نه هغه څه فهموی او هومره ورسره حساسیت لری چې د افغانستان لومړنی عزیز امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد صاحب رحمه الله یې په فتنو او دسیسو کې یؤ باثباته افغانستان ته د رسېدو لپاره پرېنښود.

افغانانو؛ ته یوه وړه مشوره:

پنځوس کاله وشول چې موږ پکې د ډلو او رهبرانو احترام د پرستش حد ته پورته کړ او بیا په دې هېواد کې باضمیرو خلکو او د ملت هوښیارو او ویښو خلکو دا ډلې او رهبران خپل حجم ته راښکته کړل بلکې د صفر همسایه یې هم کړل او که طالبان د امریکا د ماتې پرته بله کارنامه لری هغه همدا ده چې په افغانستان کې یې د داخلی جګړو ټغر ورټول کړ.

یؤ څه چې پکې باید ووایو هغه دا چې د رهبرانو د اول او دویم نمبر رهبرانو پرته دا نور افغانان به کله د یؤ معیاری ملت تهذیب او روحیه بشپړوی.

همدغه شورا چې پرون یې وروستۍ ورځ وه دا واقعاً په افغانستان کې د قابل ملاحظه عدد محترمو علماوو، قومی مشرانو او داسې کم سیاسی مشرانو په حضور کې جوړه شورا وه.

مګر په درې ورځنی بحث کې که ددوی ویناوې، ددوی جرأت او د خپل هېواد په اړه د اماناتو او د هېواد د ملی ګټو خبره چې معمولاً ددغه غونډې اجنډا وه په دې اړه هېچا مسایل جدی مطرح نکړل او نه هېچا جدی واورېدل.

که د شپږو میاشتو په تېرېدو په افغانستان کې وضعیت بدل نشی تاسې راته ووایئ چې د امارت د علماوو شورا او جرګه به له تېرو وړو او لویو جرګو سره څه تفاوت ولری؟

د تېرو جرګو خلک شرمېږی چې په خپلو سوانحو کې ددغو جرګو د غړیتوب خبره ولیکی.

د خدای په خاطر جرګو ته مسؤلانه راځئ او په ایماندارۍ ترې وځئ.

او ددغې جرګې نه د ولس طمعه دا وه چې کم له کمه د نجونو د مکتبونو له دروازو قلف او تنبې لرې کړی او یا د نیمګړی پخلاینې بلکې د راتلونکې تر دې قوی جرګې وعده ملت ته ورکړی چې اساسی مسایل به پکې د حل لاره پیدا کړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید