روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د عدلیې وزارت اداری او مالی مرستیال معرفی شو

مولوی عبدالغنی فایق د عالیقدر امیرالمومنین  شیخ هبه الله آخوندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د اسلامی امارت د عدلیې وزارت مالی او اداری مرستیال په توګه له معرفی کېدو  وروسته، د یو لړ رسمی مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د ملی دفاع وزارت لوی درستیز قاری فصیح الدین فطرت په تېرو ۲۰ کلنو کې د مجاهدینو سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې اوس ۹۵ سلنه امنیت تامین شوی او د ۱۰۰ سلنه امنیت د تامین لپاره هڅې روانې دی.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت نوی اداری او مالی مرستیال مولوی عبدالغنی فایق د امیرالمومنین حفظه الله له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خلکو د خدمت په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید