روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو بریدونو ته په پام ښایی د ځواکونو د وتلو سرعت کې کموالی راشی

د امریکا دفاع وزارت وایی چې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په پام سره ښایی له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په سرعت کې کموالی راشی.
د پنټاګون ویاند جان کربی یوې خبری غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی، خو هغه زیاته یې کړه چې د پوځی ځواکونو د وتلو سرعت، وضعیت ته په پام سره د انعطاف وړ دی.
ښاغلی کربی زیاته کړه: “که د سرتېرو د وتلو د سرعت، څرنګوالی یا کچې په ټاکلې ورځ یا اوونۍ کې بدلون ته اړتیا ولیدل شی، نو موږ غواړو چې په دې برخه کې انعطاف ته ځای پرېږدو.”
د پنټاګون ویاند دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان په شمال کې نژدې لس ولسوالۍ په دوو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.
ښاغلی کربی زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی، د ولسوالیو پر مرکزونو حملې کوی او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې پوځی چارواکی روان وضعیت په منظم ډول څاری او له افغانستانه د وتلو په برخه کې پرېکړې به روانو جریاناتو ته په پام سره کېږی.
د پنټاګون چارواکو تېره اوونۍ ویلی و چې شااوخوا دوه نیم زره امریکایی سرتېری او شپاړلس زره قراردادیان چې ډېری امریکایی وګړی دی اوس مهال په افغانستان کې دېره دی. د امریکا پوځ په تېره یوه میاشت کې څو مهمې اډې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.
د پنتاګون ویاند زیاته کړه چې امریکایی ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان پوځ ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړی چې په افغانستان کې امکانات لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید