روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طارق ستړې لپې…!

لیکوال: سید ابوالحسن ندوی /  ژباړه: محمدصادق طارق

کله چې ځوان سپه سالار طارق بن زیاد د عربی مسلمان فوځ په ملتیا د اسپانیا پر ځمکه او د اروپا په دروازه کې لنګر واچاوه؛ امر یې وکړ چې د اسلامی فوځ ټولو بیړیو ته اور واچوئ تر څو د بیا ستنیدو لپاره لار پاتې نه شی، وروسته یې خپل سرتیرو ته وویل:

«وروڼو! د بیا ستنیدو او تیښتې لپاره لار نشته شا ته مو سیند او مخې ته مو دښمن موقعیت لری زما دې په خداى قسم وی چې د زغم او رښتینولى پرته نور څه درپاتې نه دی» دا خبرو یې د سرتیرو مړاوۍ واک را ژوندى کړ نو ځکه یې لومړۍ پر الله تعالى او وروسته یې پر خپلو تورو او مټو باندې اعتماد وکړ.

طارق خپل لښکر د دښمن په وړاندې منظم کړ خو کله چې یې د خپل لښکر ارزونه پیل کړه ورته جوته شوه چې د ده سرتیری هم د شمیر او هم د جنګی تجهیزاتو له اړخه د اسپانیا تر لښکر کمزوری دی، له بل پلوه دښمن په خپل مرکز او ښار کې موقعیت لری خو اسلامی فوځ د خپل مرکز څخه زښته زیات واټن لری، هیڅ رنګ مرستى او جنګی مهماتو ته لاس رسى نه شی پیدا کولاى، هغه پوره ډاډمن و چې که یو ځل د قسمت یاری په بله شوه ټول به د حیواناتو خوراک شی او هیڅ څوک به د خلاصون لار پیدا نه کړی. دا ټولو لاملونو طارق اړ ایستى چې حل لاره پیدا کړى خو له دى پرته چې په خپل لښکر کې قوی روحیه او نه ماتیدونکې اوسپنیزه اراده ژوندی کړی بل تدبیر یې ذهن ته نه راتلو، دغه غښتلى روحیه د الهی واک او ارادې پرته بل څه نه وه چې طارق به د یقین له مخې تل تکیه پرې کول، ولى د الله تعالى په مرسته ډاډمن نه وی؟ مګر دا لښکر د الله تعالى د دین سرتیری نه دی؟ آیا د همدې لپاره بهر شوی نه دی چې انسانان د بندګانو له بندګۍ څخه خلاص کړی او د یوه خداى بندګى ته یې راوبولی؟ آیا د همدې لپاره بهر شوی نه دی چې بشریت د دنیا له مضیقې څخه مخ پر پراختیا؛ او د ادیانو له جور څخه یې د اسلام وه عدالت ته راوباسی؟ او خداى تعالى مګر نه دی ویلی چې لښکر یې تل بریالى دى؟

له همدې کبله د اسلامی فوځ سپه سالار د خپل خداى سره مناجات ته غبرګی لپې پورته کړى او له هغه څخه مرسته غواړی، له شک پرته چې طارق بن زیاد په خپل دغه کار کې د اسلام له لومړی فوځی اتل او پیغمبر محمد (صلى الله علیه و سلم) څخه تقلید کوی، کټ مټ هغه انځور په ذهن کې ژوندى کیږی چې رسول الله صلى علیه و سلّم خپل لښکر د دښمن په وړاندې منظم کوی، وروسته د دعا او تضرع لپاره خپل ځانګړی ځاى ته تشریف وړی او په داسې حال کې چې اوښکى یې پر سپین مبارک باړخوګانو باندې روانې دی وایې:

«خدایه! که نن دغه وړه ډله له میانځه لاړه شی هیڅ کله به د ځمکی پر مخ ستا عبادت و نه شی» طارق هم د رسول الله صلى الله علیه و سلم له یاد کار څخه په الهام اخیستلو سره د دعا وه عجیب سنګر ته مخ کړ، داسې دعا یې وکړه چې ډیر فوځی مشران ور څخه بې خبره دی او حتى په ذهن کې یې هم نه را ګرځی، اقبال دغه دعا د شعر په چوکاټ کې رانغښتى ده او په اغیزه کې یې خورا زیاتوب راوړى ده.

طارق وایې: «خدایه! دا مجاهد ځوانان چې ستا د رضایت تر لاسه کولو په موخه راوتلی دی، د اسلام هغه نوم ورکی اتلان دی چې له تا پرته یې هیڅ څوک په پټو اسرارو خبر نه دی، یوازې تا ورته لوړ همتونه او غرونه غرونه حوصلې بخښلى دی، له همدې امله یې هوډ کړى چې د دنیا رهبری او سیادت په لاس کې واخلی، او ستا د رضایت سره سم به د اسلامی حکومت په چوکاټ کې ستا حکمونه پر نړۍ وچلوی، دا د دوى هیله ده او په بل هیڅ شی به خوښ نه شی. دومره زړه ور اتلان دی چې سیندونه یې له هیبته چوی او غرونه یې له واکه حرکت کوی، د ایمان او مینی خوند دوى له مادی نړۍ څخه بیزاره کړى دی او دنیا ته هیڅ رنګ ارزښت نه ورکوی، هوکى؛ هر کله چې مینه د زړه پر پاڼه ځاى ونیسی دنده یې هم دا وی، له شهادت پرته چې د هر مٶمن هیله ده بل کار نلری؛ د غنیمت مال، هیواد پراخولو او پاچهې کولو ته هیڅ تلوسه نلری، نړۍ د ناخوالو او ستونزو پر څنډه ولاړه ده او پرته له دى چې عرب په شجاعت او سخاوت له خپل وینو تیر شی بل هیڅ څیز خلاصون نه شی ورکولى، ځکه نړۍ سوچه عربی وینی ته اړتیا لری او تنده یې په بل څه نه خړوبیږی، د ځنګلونو ونې او ګلان له اوږدو مودو را په دې خوا انتظار باسی چې ځانونه په همدغه خونی جامو سمبال کړی نن موږ راغلو یو چې په دغه پرته سیمه کې خپل بدنونه وکرو او په خپلو وینو یې خړوب کړو تر څو د انسانیت خاوره له قحطیو او وچیدو وروسته یو ځل بیا شنه شی او پسرلى له اوږده او غمجن ژمی وروسته بیا را ژوندى شی.

خدایه! تا وه صحرایې بدویانو (عرب ملت) ته ځانګړی نعمتونه ور په برخه کړى دی، هغوى ته دې نوى علم، نوى ایمان او نوى شعار ور کړى دى. په داسې حال کې چې نور ملتونه د صحیح علم، غښتلی ایمان، سالم ذوق او توحید څخه خالی لاسې وه عرب ملت پوره نړۍ د خپل صحیح علم، قوی ایمان او سالم فطرت په وړاندې حیرانه کړه، آذان یې د نړۍ سکوت مات کړ او تیارې یې په رڼاوو بدلى کړى، ژوند له ډیر وخته خپل سوز او حرارت له لاسه ورکړى و خو د بل ځل لپاره یې خپل موخه د عربو په زړونو کې چې د ایمان او عشق په ښائست سمبال وه ومونده.

خدایه! دا تر ځان تیر شوی ځوانان مرګ ته د هلاکت په سترګو نه ګوری بلکې هغه د ابدی ژوندون او فتحو پیلامه ګڼی. خدایه! یو ځل بیا د دغه مٶمنانو په زړونو کې ایمانی حرارت او هغسې د کفارو څخه کرکه ژوندی کړى چې د نوح علیه السلام په دعا کې موندل کیدله تر څو دا فوځ د کفر او فساد په وړاندې اسمانی تالنده شی، اوسپنیزه اراده او داسې هیبت ور عنایت کړى چې سترګى یې د تورو په څیر دښمن په ملا مات کړی.

الله تعالى د همدې مٶمن او مخلص سپه سالار طارق بن زیاد دعا اجابت کړه، اسلامی لښکر ته یې د مجهز فوځی دښمن په وړاندې بریا ور په برخه کړه او مسیحی اروپایی اسپانیا یې په اسلامی عربی اندلس بدله کړه. یو داسې واکمن اسلامی حکومت د اندلس په خاوره کې قائم شو چې کلونه او پیړى یې ژوند وکړ. خو کله چې د طارق او پلویانو روحیه یې مړه شوه، هغه رسالت چې یاد لښکر یې د جزیره العرب څخه مخ پر اسپانیا بهر کړى و هیر شو او هغه ایمان چې طارق یې د نورو فوځی قومندانانو او فاتحینو په شمیر کې ممتاز کړى و د خواهشاتو او کورنیو جګړو له امله کمزورى شو نو دا حکومت هم ړنګ شو. هوکى؛ د الله تعالى نه بدلیدونکى سنت د مخکېنیو په اړه هم دغه
رنګ و.

ممکن است شما دوست داشته باشید