روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شوال شپږ روژې!

محمد نذیر ذبیح

پداسې حال کې چې په دنیا کې ډېر خلک داسې دی چې رمضان او روژه نه پېژنې او ډېر داسې خلک دی چې پېژنی یې خو په اهمیت یې نه پوهیږې ، او ډېر خلک داسې دی چې رمضان او روژه پېژنی په فرضیت یې هم خبر دی او له فضیلت یې هم خبر دی خو روژه پکې نه نیسی نو د الله (جل جلاله) لک لک شکر چې مونږ ته یې هدایت کړی دی او د رمضان د مبارکې ، فرضی روژې د نیولو توفیق یې راپه برخه کړو الله تعالی د د ټولو مسلمانانو عبادتونه قبول کړی .

د رمضان د فرضی روژې نه وروسته د شوال (وړوکی اختر) په میاشت کې شپږ نورې روژې نیول سنت دی ، غوره عبادت دی او د ټول عمر د روژې ثواب لری حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

(ترجمه یې ده) چا چې د رمضان روژه ونیوله او بیا یې شپږ ورځې نورې د شوال ورپسې کړې دا داسې ده لکه ده چې ټول عمر روژه نیولې وی . صحیح مسلم

په یو بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې وضاحت کوی چې په شوال کې دا شپږ روژې د ټول عمر د روژو سره ولې برابرې دی فرمایی :

(ترجمه) الله (جل جلاله) یوه نیکی په لس چنده قبلوی (په لس چنده ثواب یې ورکوی) نو یوه میاشت لس میاشتې شوې (یعنی الله جل جلاله د دریو ورځو روژې ثواب د یوې میاشتې د روژې په اندازه ورکوی) نو چې ورپسې شپږ ورځې نورې هم ونیول شی نو دا دولس میاشتې شوې (او ١٢ میاشتې پوره کال وی) . سنن ابن ماجه

نو معنی دا چې ټول کال یې روژه ونیوله داسې چې کوم بختور هر کال تر وړوکی اختر وروسته په ټوله میاشت کې شپږ ورځې روژه ونیسی نو داسې شی لکه ټول عمر یې چې روژه نیولې وی .

فایدې:

لوی عالم امام ابن رجب رحمه الله ددې شپږو روژو فایدې داسې را ټولې کړی دی :

(۱) دا شپږ روژې نیول د ټول عمر د روژې برابر ثواب لری (حدیث یې پورته تېر شو) .

(۲) د شوال شپږ روژې داسې دی لکه د فرض مانخه نه وروسته سنت نو که په تېر فرضی عبادت کې څه کمی راغلی وی وروستنی سنت عبادت یې پوره کوی .

(۳) چاته چې الله جل جلاله د شوال د شپږو روژو د نیولو توفیق ورکړی ددې یوه نښه ده چې د رمضان روژې یې قبولې شوې دی ځکه چې د کوم بنده نېک عمل قبول شی الله جل جلاله ورته د بل عبادت توفیق ورکوی .

(۴) هغه کسان چې د رمضان روژه په سمه توګه ونیسی الله جل جلاله ورته د ا ختر په ورځ بښنه کوی او د اختر په ورځ د ټولو عبادتونو ثوابونه ورکوی نو د اختر نه وروسته بیا ددې شپږو روژو نیول د بښنې او ثوابونو د لویو نعمتونو شکر دی .

مسئلې :

١. کله چې ا خترتېر شی چې څه مشکل نه وی نو دا روژې زر ورپسې نیول مستحب دی ځکه الله جل جلاله فرمایی چې د نیکی په کار کې جلدی کوئ الله جل جلاله فرمایی :

ترجمه : او په چټکۍ سره لاړ شى (لوری د) مغفرت ته له رب ستاسې نه او جنت ته چې د هغې فراخوالى لکه د اسمانونو او زمکې دومره دى تیار کړل شوى دى د متقیانو لپاره . سوره آل عمران

٢. د روژې نیوونکی خوښه ده که یې په یو ځاى نیسی او که د شوال په میاشت کې یې بیلې بیلې پوره کوی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف ویلی دی چې چا د رمضان روژې ونیولې او بیا یې د شوال په میاشت کې هم شپږ روژې ورپسې ونیولې نو دا د اسې ده لکه د ټول عمر روژه او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه دی ویلی چې دا روژې باید سره بیلې بیلې وی او که په یو ځاى وی .

٣. هغه څوک چې په یو کال کې دا روژې ونیسی په هغه باندې لازمه نه ده چې باید په بل کال کې یې هم ونیسی لکن مستحب ده چې هر کال یې ونیسی .

۴. که چا پدې شپږو روژو کې یو څو ونیولې او نورې یې بیا نشواى نیولى نو څه زور ورباندې نشته ا و نه ورباندې څه ګناه شته چې ده شپږ روژې ولې پوره نه کړی!

لکن د ټول عمر د روژې ثواب په هغه صورت کې دی چې انسان شپږ روژې پوره کړی .

البته چې په کومه ورځ کې په روژه کې شروع وشی او بیا یې خوښه شوه چې ماته یې کړی او یاورته څه عذر شو ماته یې کړه ددې ورځې روژه په ده باندې شوه قضایی به یې را ګرځوی په نفلی عبادت کې چې شروع وشی ددې مکمل کول لازمیږی .

۵. په چا باندې چې د رمضان د روژی څه قضایی پاتې وی نو غوره خبره ده چې اول هغه پوره کړی ځکه هغه په ده فرض دی او دا شپږ روژې دده لپاره نفل دی لکن که بیا هم دا شپږ روژې نیسی او نفلی وروسته کوی نو روا ده .

دا چې مونږ د رمضان روژې ونیولی شوای نو هېڅ مشکله نه ده چې تر اختر وروسته د وړوکی اختر په میاشت یعنی شوال کې شپږ نورې روژې هم ونیسو د ټول عمر د روژې ثواب لری الله جل جلاله د ماته او زما لوستونکی ته توفیق ورکړی چې دا ثواب مو په برخه شی او له اوس نه دا نېک کار ته ذهناً تیار اوسو .

ټولو لوستونکو ، دوستانو او ملګرو ته او په ټول هیواد بیا په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د یوه ښکلی او د خوشحالیو نه د ډک اختر په هیله .

ممکن است شما دوست داشته باشید