روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شمال زون خبریالانو لپار د ګوزڼ ناروغۍ په هکله روزنیز ورکشاپ ترسره شو

یاد سیمینار چې د دوه ورځو لپاره، په مزارشریف ښار کې دایر شوی ؤ، د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو، د آزادو او دولتی رسنیو خبریالانو ګډون درلود.

په پیل کې د یونیسف دفتر نماینده کمال شاه سعید خبرې ؤکړې او د ورکشاف موخه او ګوزڼ”پولیو” ناروغۍ په هکله یې تفصیلی معلومات وړاندې کړل.

 ورپسې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی ذبیح الله نورانی د سیمینار ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له یونیسف دفتر څخه یې مننه وکړه چې د شمال ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو او خبریالانو لپاره یې زمینه برابره کړه، تر څو یو او بل سره تعارف پیدا کړی او د ناروغیو د انتقال په مخنیوی کې خپل رسالت په سمه او منظمه توګه اداکړی .

ښاغلی نورانی د ګوزڼ ناروغۍ او د هغه د مخنیوی په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د رسنیو رول یې د یادې ناروغۍ پر وړاندې د عامه پوهاوی په برخه کې مهم وباله.

ښاغلی نورانی زیاته کړه چې زموږ رسنۍ او خبریالان د عامو خلکو د پوهاوی لپاره رسالت لری، چې تر خپلې وسې صادقانه کار وکړی او خپل ولس پر وخت د ناروغیو څخه د ساتنی په پاره خبر کړی او عامه پوهاوی ترسره کړی.

نوموړی همدراز درسنیو په مکلفیت، مسؤلیت او دا چې ولس او حکومت ته په  اسلامی، قانونی، او د هیواد د علیا ګټو په پام کې نیولو  سره خپل رسالت او مسؤلیت ادا کړی تفصیلی وینا وکړه، او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې رسنی دی د نظام ټولو قوانینو او اصولو ته درناوی ولری او د هغې په رڼا کې دی پوره او چټک خدمات وړاندی کړی

تر هغې وروسته د ورکشاپ په اساسی موضوع بحث پیل شو او دوه ورځو لپاره د ګوزڼ او نورو ویروسی او ساری نارغیو په مورد کې بحث وشو او د ګډونوالو مباحثه او برخه اخیستنی ادامه درلوده.

د یادونې وړ ده، چې یاد رورنیز ورکشاپ د دوو ورځو لپاره ؤ، چې د کابو ۸۰ کسانو خبریالانو، اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسئولینو په کې ګډون درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید