روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سیاست پیژندنه

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری

سیاست چی په لغت کی د حکومت، حکومتولۍ او د رعیت د اصلاح په معنی سره راځی په اصطلاح کی ښې حکومتولۍ او مصلحت پیژندنی ته ویل کیږی چی اوس یې ډېری خلګ د حکومتی چارو په پوهنه کی هم استعمالوی او هغه چا ته سیاسی وایی چی د حکومتی چارو کارپوه وی. خو د اصل مادې او مصداق په لحاظ سیاسی هغه چا ته ویل کیږی چی په ټولنه کی مثبت مصلحتونه پیژنی، سم حاکمیت کولای سی او تر خپل واک لاندی رعیت په صحی توګه کنټرول کولای سی. د سیاست همدغه تعبیر ته په کتو سره موږ ویلای سو چی یو علم سیاست دی یو خپله سیاست دی؛ علم سیاست چی محتوی یې مصلحت او حاکمیت پیژندنه ده ممکن د ډېرو خلګو سره وی؛ ځکه همیشه په نړۍ کی داسی کسان سته چی د خپلی ټولنی په مصلحت او حاکمیت باندی علم لری او هغه شیان پیژنی چی په مټ یې په خلګو کی اصلاح او سمون راتلای سی. خو خپله سیاست بیا یواځی د هغه چا لپاره ثابتېدلای سی چی حاکمیت او واک ولری لکه أبی الوفاء بن عقیل الحنبلی چی ویلی دی: سیاست هغه دی چی په کارونو کی راځی، خلګ اصلاح ته نژدې کوی او د فساد څخه یې لیری کوی خو پدې شرط چی د شرعی حکم سره به یې صراحتا ټکر نه وی. همدا راز ابن نجیم حنفی رحمه الله فرمایی: سیاست د حاکم لخوا د هغه کارونو کول دی چی د خلګو لپاره مصلحت پکښې وی. خو کله چی د سیاست د توری څخه کفارو او منحرفو انسانانو هم کار واخیست؛ خپلو ډېرو غلطو کارونو ته یې سیاست وویل او خپل ډېر منحرف انسانان یې په سیاسیونو باندی ونومول نو د مسلمانانو لخوا د سیاست سره د «شرعی» توری مختاړی ورسره یو ځای سو چی مطلق سیاست په شرعی سیاست باندی تبدیل سو او مخکی ټول تعبیرونه او تعریفونه چی راغلی دی هغه د شرعی سیاست لپاره دی نه د مطلق عرفی سیاست لپاره ځکه په کومه معنی چی کفار او منحرف انسانان د سیاست تفسیر کوی په هغه معنی په سیاست کی هیڅه ځانګړتیا او ګټه د بشریت لپاره نسته بلکی سر تر پایه بدبختی او تباهی ده ځکه په کفری او منحرف سیاست کی د عدل او آمانتدارۍ په نوم هیڅ شی نسته تر څو د بشریت لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ تضمین وکړی. نو داسی ویلای سو چی یو عادل سیاست دی چی هغه ته موږ شرعی سیاست وایو او بل ظالم سیاست دی چی هغه ته کفری یا منحرف سیاست وایو.

د اصلی سیاست سره ځکه موږ د شرعی لفظ ایږدو چی اصلی سیاست د شریعت څخه بېل نه بلکی د شریعت نه جلا کېدونکی جزء دی او بېله سیاسته اسلام کامل کېدلای نسی؛ ځکه شریعت باید د انسان د ژوند پر ټولو برخو حاکم وی او حاکمیت بېله سیاسته هیڅه معنی نلری له همدې امله موږ وینو چی په اسلام کی حاکمیت او حاکم ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی لکه عثمان رضی الله عنه چی فرمایی: إن الله لیزع بالسلطان ما لا یزع بالقرآن.[شرح سنن أبی داود لعبدالمحسن العباد] یعنی: الله پاک په باچا باندی داسی شیان دفع کوی چی په قرآن باندی یې نه دفع کوی. یعنی مسلمان باچا دومره مهم دی چی ډېری جرائم او تخلفات دده په ذریعه باندی د ټولنی څخه ختمیږی هغه چی په قرآن باندی نه ختمیږی ځکه ډېر خلګ قرآن لولی او تلاوت یې کوی خو هیڅ ورڅخه نه متأثره کیږی سره ددې چی په قرآن کی د ګناه کوونکو او مجرمینو لپاره ډېری سزاګانی هم راغلی دی خو د مسلمان باچا له وېری ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلی دا ځکه چی مسلمان باچا مجرمینو ته عملا مجازات ورکوی له همدې امله په اسلامی نظام کی د جرمونو کچه ډېره ټیټه وی.

 اصلی سیاسی څوک دی؟

اصلی سیاسی هغه څوک دی چی مسلمان وی، ښکاره ثابت موقف ولری، د انسانی ټولنی په مصلحتونو او واقعی ښېرازیو باندی خبر وی، په رښتینی حاکمیت باندی علم ولری، د سیاسی فکر منبع یې شریعت او نبوی سیرت وی، پر اسلامی عدل او آمانتدارۍ باور ولری او د اسلامی حاکمیت عملی کوونکی او غوښتونکی وی.

 منحرف سیاسی څوک دی؟

منحرف سیاسی هغه څوک دی چی د اصلی سیاست څخه یې فاصله نیولې وی او سیاست د دین څخه بېل بولی چی په معاصر فرهنګ کی ورته سیکولار وایی، سیکولرستان هغه خلګ دی چی د اصلی سیاست څخه منحرف سویدی او دین د سیاست څخه  بېل شی بولی له همدې امله په سیکولر نظام کی ډېر کارونه د اسلامی اصولو پر خلاف وی او دینی لارښوونی او محدودیتونه پکښې د پامه غورځول سویوی.

 په مسلمانانو کی د سیاسی انحراف پیل:

د کوم وخته څخه چی په مسلمانانو کی دینی پوهاوی کم سوی او اسلامی حاکمیت له منځه تللی د هماغه وخت څخه په مسلمانانو کی سیاسی انحراف هم پیدا سوی. په همدې سبب موږ وینو چی په اسلامی نړۍ کی ګڼی منحرفی ډلی پیدا سویدی او د سیکولرانو په شمول داسی غلط فکرونه پیدا سویدی چی د مسلمانانو د عقایدو او اعمالو خرابول یې لوی هدف دی چی تر ټولو لوی مصیبت د مسلمانانو د ذهن څخه د اسلامی حاکمیت لوېدل دی ځکه په دنیوی ژوند کی د مسلمانانو پوره ښیرازی د یوه قوی اسلامی حاکمیت سره تړلې ده نو چی اسلامی حاکمیت له منځه ولاړی د مسلمانانو ښیرازی هم ورسره ختمه سوه.

 د سیاسی انحراف تاوانونه:

۱ –  سیاسی انحراف ددې سبب جوړیږی چی انسان دی درواغ ووایی، خپل اصلی د انسانی فطرت هویت دی پټ کړی، د خیر څخه دی محروم سی او د شر لوری ته دی کش کړل سی.

۲ –  سیاسی انحراف د دوست څخه دښمن او د دښمن څخه بادار جوړوی، سیاسی خپلواکی د انسان څخه تښتوی او د غلامۍ په محدودیت کی یې بندی کوی.

۳ –  سیاسی انحراف د انسان هوښیاری او عقلانیت ورانوی او حیوانی نفس د انسان پر زړه باندی حاکم کوی.

۴ –  سیاسی انحراف انسانی طبیعت وحشی کوی او په انسانانو کی د حیوانانو بې بندوباره نظام را مینځ ته کوی.

۵ –  سیاسی انحراف د حاکمانو څخه وقار او ترحم پورته کوی او دوی په شیطانی عاداتو او فرعونی صفاتو باندی متصف کوی.

۶ –  سیاسی انحراف ددې لامل جوړیږی چی انسان دی د هغه ذات څخه چی قادر مطلق دی لیری سی او نیمګړو بشری قدرتونو ته دی متمایل سی.

۷ – سیاسی انحراف عموما د انسان څخه منفی ګرا جوړوی چی په نتیجه کی پر هیڅ مثبت باندی باور نلری او حقایق نه وینی.

ممکن است شما دوست داشته باشید