روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سړکونو رغاونه د پرمختګ پر لور مهم ګام!

تیره میاشت افغانان د یو بل ښه زیری شاهدان وو چې هغه د اسلامی امارت له لوری د۳۰ کیلومټره په اوږدوالی د سالنګ لویې لارې اساسی رغاونه وه چې  ۱۰ کیلومټره به د کانکریټ په بڼه او ۲۰ کیلومټره نوره هغه په اساسی ډول قیر شی. تر دې مخکې د کابل ــــــ هرات لویې لارې د رغاونې چارې هم پیل شوی چې اوسمهال د کندهار ـــ زابل په اوږدو کې په چټکۍ سره روانې دی.

د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شلو کلونو کې چې هېواد د امریکا په مشرۍ د ټانو سازمان غړیو هېوادونو لهخوا اشغال شوی وو، د څلورو میلیارده ډالرو په لګښت ۲۴۰۰۰ کیلومټره سړکونه ورغاول شول خو په بهرنیو قراردادیانو او داخلی کړیو کې د پراخ اداری فساد، د رغاونې له ټېټ کیفیتلرونکو توکیو څخه استفادې، د حفظ او مراقبت نشتوالی  او د لوړ توناژ لرونکو باروړونکو لاریو د تګ راتګ له امله په بشپړ او یا هم په نسبی ډول تخریب شول. د معلوماتو له مخې د ۲.۷ کیلومټره اوږدوالی سره  دسالنګ تونل په تېرو شلو کلونو کې څلور ځله تخریب او بیاځلی ورغاول شو چې د وروستی ځل قیر یې حتی د ۷ میاشتو په ترڅ کې بېرته تخریب شو  او  اوس په داسې وضعیت کې دی چې باروړونکی لارۍ او مساپر وړونکی موټر په سختۍ سره ورباندې تګ راتګ کوی. 

که څه هم امریکا په تېرو دوو لسیزو کې د رغاونې تر کاذب شعار لاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې  د کابو ۱.۲ ترلیون ډالر ولګولو ادعا کوی چې ورځنی لګښت یې ۳۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، خو تر پایه یې هیڅ داسې بیخبنسټیزه پروژه پلې نهکړه چې افغانانو ته د پایښتوړ ګټه ورسوی چې له امله یې کله چې تېر کال اسلامی امارت بیاځلی پر هېواد حاکم شو، د نورو  بیخبنسټیزو ویجاړیو تر څنګ داسې یو هېواد ور پاتې شو چې د ۳۴۷۸۲  کیلومټره سړکونو څخه ۸۰ سلنه یې ویجاړ وو چې رغاونه یې کابو ۸ میلیارده ډالر لګښت غواړی. 

په داسې یو وضعیت کې چې د عادی بودجې په شمول د هېواد ټولې چارې پر بهرنیو مرستو تړلې وې او د کورنیو عوایدو ډېره برخه د پراخ فساد له امله شخصی جیبونو ته لویده، د بهرنیو مرستو بندیدو او د بانکونو شتمنیو لوټ او تالان، اسلامی امارت له یو ډېر ستونزمن وضعیت سره مخ کړی وو چې کابو کول یې تر ډېره ناممکنه ښکاریده او  ځینې په دې باور وو چې په دغسې وضعیت کې به حتی د ژوند عادی چارې هم سمبالې نهشی کړی.

 خو د مالی او اقتصادی برخې مسوولانو په مدبرانه سیاست او هلو ځلو سره د فساد په مخنیوی او عایداتی سرچینو مدیریت سره نه یوازې دا چې عادی بودجه له خپلو عوایدو تنظیم شوه، بلکې په پراختیایی برخه کې یې هم د اوبو مدیریت، د کانونو استخراج، لویو لارو رغاونې، ترانزیت او نورو بیخبنسټیزو پروژو د تطبیق چارې پیل کړې چې په دومره کمه موده کې دغه چارې تر ډېره ناشونې ښکاریدې او د هېواد د پېژندل شوی شهید مجیبالرحمن انصاری په وینا دغه لاستهراوړنې معجزه بلل کېږی.

دغه سړکونه په داسې حال کې د افغانستان له کورنیو عوایدو څخه په استفادې سره رغاول کېږی چې تر دې مخکې د سړکونو په شمول د افغانستان ډېری لویې ملی پروژې د بهرنیو هېوادونو په مرسته رغاول شوی چې دې کار له یوېخوا د بهرنیو هېوادونو مغرضانه لاسوهنو او اداری فساد ته زمینه برابره کړې وه او له بلې خوا یې په افغانانو کې د خپلواکۍ او ځان بسیاینې حس مړاوی کړی وو او داسی ګڼل کیده چې ګواکی افغانستان هیڅ کورنی عواید نهلری او پر بهرنیو مرستو متکی هېواد دی چې په بندیدو سره به یې ټولې هېوادنۍ چارې له خنډ سره مخ شی. 

له دې سربېره د کورنیو عوایدو څخه په استفادې د بیخبنسټیزو  پروژو تطبیق نه یوازې دا چې په هېوادوالو کې د مالکیت حس پیاوړی کړی، بلکې هغوی به په خپل وخت د مالیاتو او نورو محصولاتو ورکړې ته هم وهڅول شی، ځکه چې پوهېږی دغه عواید شخصی جېبونو ته نه بلکې د بیتالمال خزانې ته ځی او بېرته په داسې چارو لګول کېږی چې په غیرمستقیم ډول یې پر ژوند مثبت اغېز لری.

همدارنګه به د سړکونو د بیارغاونې تر څنګ د ځانګړې بودجې له لارې د هغو حفظ او مراقبت ته هم پام اړول کېږی او د لوړ تناژ لرونکو لاریو د مخنیوی تر څنګ به سړکونه وخت په وخت ترمیمېږی او په دې توګه به د دغو پروژو بقاء تضمین شی.

همداشان  له کورنیو عوایدو څخه په استفادې او د چارواکو تر مستقیمې څارنې لاندې د پروژو تطبیق سره د هغوی کیفیت ته هم جدی پاملرنه کېږی. د ټولګټو چارو وزارت د چارواکو په وینا د سالنګ تونل به د قیر پر ځای په داسې معیار سره کانکریټ شی چې د هوا یخنۍ سره مقاومت ولری چې د کلونو لهپاره به دوام وکړی او د پاتې برخې د قیر کیفیت به یې هم د نړۍ له سټنډرونو سره برابر وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید