روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
باختر آژانس: افغانۍ سرې میاشتې د سوری زړه په ناروغۍ اخته نهه ماشومان پرون د درملنې په موخه پاکستان ته ولېږدول.
په پاکستان کې د الخدمت خیریه بنسټ له لوری د سوری زړه د ناروغانو د درملنې هوکړه لیک د روان کال د شعبان پر ۳مه د افغانی سرې میاشتې د رییس مولوی مطیع الحق خالص او د الخدمت خیریه بنسټ د مشر پروفیسور حفیظ الرحمن ترمنځ لاسلیک شوی و.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د الخدمت خیریه بنسټ د پاکستان په پرمختللو روغتونونو کې د سوری زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه کوی.
د یادو روغتونونو د کیفیت او کمیت په اړه د افغانی سرې میاشتې د روغتیا د کارکوونکو یو لوړ پوړی پلاوی تېره میاشت پاکستان ته تللی و.
یاد هوکړه لیک د افغانی سرې میاشتې له لوری په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو د تخفیف، سهولت او کیفیت له پلوه غوره هوکړه لیک دی، چې پر بنسټ به یې په پرلپسې ډول د سوری زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه کېږی.
تر دا مهاله افغانی سرې میاشتې له ۱۳۰۰۰ د زیاتو د سوری زړه په ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه کړې او له ۷۰۰۰ زیات ناروغان دا مهال له افغانی سرې میاشتې سره ثبت دی.
د افغانی سرې میاشتې چارواکی وایی، چې هڅه کوی د یادو ناروغانو په اړه په هېواد کې دننه له څو سترو روغتونونو سره هم ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړی.