روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له زلزله ځپلو سره ۱۳ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

شریعت: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون د پکتیکا، خوست او پکتیا له وروستۍ زلزله ځپلو سره ۱۲میلیونه ۵۴۳ زره ۸۴۵ افغانۍ مرسته وکړه.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند په پکتیکا، خوست او پکتیا کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو روح د دعا او د دغه سترناتار له مصیبت ځپلو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل، چې ٣٢میلیونه افغانۍ د سوداګرو، صرافانو او د دغې خونې د پلاوی له خوا له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر راټولې شوی چې پرون یې نږدې ١٣میلیونه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت معین او له مصیبت ځپلو سره د مرستې د کمیټې رییس ته وسپارل شوې.

له بله پلوه د دې غونډې وینا والو په خپلو خبرو کې د دغې زلزلې له امله اوښتی زیانونه زیات وبلل او زیاته یې کړه چې سوداګر، پانګه وال او د سوداګرۍ خونې غړو ډېرې هڅې کړی چې د دغې زلزلې له مصیبت ځپلو هېوادولو سره په بشردوستانه مرستو سره  خپل اسلامی او انسانی مسوولیت او وجیبه ادا کړی.

هغوى څرګنده کړه چې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې بهیر به د دې خونې د مشرتابه پلاوی په همغږۍ د خیر غوښتونکو سوداګرو له خوا دوام وکړی.

په همدې حال کې د پیښو د څیړنې په چارو کې د دولت وزارت معین مولوی شرف الدین مسلم د سوداګرو، صرافانواو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له نغدی، خوراکی او غیر خوراکی مرستو څخه مننه وکړه او ویی ویل، چې په دغه شان پیښو کې د ملت چلند او خواخوږی ښه جوتیږی.

مسلم زیاته کړه، چې له خلکو سره خواخوږی حد او حدود نه لری او د دولتی، خصوصی سکتور، مشرانو او د رضاکارانو بنسټونو رول او همغږی له مصیبت ځپلو سره د مرستې رسولو په لاره کې د افغانستان د اسلامی امارت قوت او مدیریت څرګندوی.

نوموړی ډاډ ورکړی چې دغه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول په زلزله ځپلو وویشل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید