روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سرې میاشتې تاریخی ګام؛ په یوه میاشت کې ۲۵۰۰۰ کورنیو سره مرسته

عبدالقدیر سباوون

که څه هم په هغه کچه به نه وی لکه څومره چې نړۍ نارې وهی، چې افغانان له لوږې مری، خو دا یو حقیقت دی چې د افغانستان اقتصاد له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا د نړۍ سیال ندی او ډېری وګړی یې په غُربت کې ژوند تېروی. که څه هم افغانان په غُربت کې له ژوند تېرولو سره عادی شوی، خو کله کله طبیعی پېښې او یا د نظام اوښتون هم ددې لامل شوی وی، چې د افغانانو عادی اقتصادی ژوند ټکنی کړی. د تېر فاسد نظام له سقوط وروسته افغانان له یو غیر متوقع حالت سره مخ شول، ځکه له یو لوری د نظام چارواکو له ځانونو سره ملی شتمنۍ وتښتولې او له بل لوری کفری نړۍ پر افغانستان هر ډول بندیزونه ولګول او د افغانستان خپله شتمنی یې کنګل کړه. دې دوه کارونو د افغانانو عادی روان اقتصادی حالت ته جټکه ورکړه او نسبی غُربت خپور شو. له دغسې یو حالت څخه د افغانانو ایستل د حکومت مسوولیت وی، چې له نیکه مرغه حکومت په دې برخه کې له توقع هم ډېر ګړندی او لاس په کار دی او لکه څنګه چې نړۍ اټکل کړې وه، چې هره ورځ به سلګونه افغانان له غُربت ومری؛ لله الحمد تر اوسه هیڅ افغان له غُربته ونه مړ. د حکومت تر څنګ سره میاشت هم لاس تر زنې پاتې نشوه، بلکې تر پخوا څو چنده زیاتې هڅې یې پیل کړې، چې د هېواد په لر او بر کې د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرستې وویشی او خپل هېوادوال له غُربته وژغوری.

سرې میاشتې په تېرو پېنځو میاشتو کې د هېواد په نېږدې ټولو ولایتونو کې له شاوخوا ۴۶ زره کورنیو سره د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرسته کړې. تر کومه چې مونږ وینو دوی هره ورځ له بلې ورځې مرستې ډېروی او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامی هېوادونو دروازې ور ټکوی. زمونږ د ادعا ستر دلیل دادی، چې سرې میاشتې یوازې په جنوری میاشت کې له ۲۵ کورنیو سره د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرسته کړې، چې دا شمېر له بل هر نړیوال خیریه بنسټ څخه په څو څو ځل ډېر دی او د سرې میاشتې په ټول تاریخ کې بې بېلګې لیدل کېږی. زه د سرې میاشتې فعالیتونه څارم دا مهال په کابل، غزنی، کونړ، نورستان، وردګ، ننګرهار، هرات، بدخشان، دایکندی، تخار، سرپل، کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د سرې میاشتې مرستې روانې دی. سره میاشت دې الله سبحانه و تعالی همداسې لاس په کار لری، چې د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو لاسنیوی ته همداسې چټک او پراخ دوام ورکړی. د سرې میاشتې فعالیت دا مهار تر بل هر اُرګان بریالی او پر ځای دی، ځکه که په بادغیس کې زلزلې سلګونه کورنۍ بې کوره کړې، نو سره میاشت لومړی ارګان و، چې کور په کور وګرځېده او بې کوره شویو کورنیو ته یې خیمې او د اړتیا وړ توکی ور ورسول، که په زابل کې بارانونو د خلکو کورونه را ونړول، نو سرې میاشتې ګام واخیست او لاسنیوی یې وکړ، که په بدخشان او نورستان کې واورو خلک په کورونو کې حصار کړل، نو سرې میاشتې خوراکی مرستې ور ورسولې، که په پنحشېر کې جګړو خلک بې کاره کړی وو، نو سرې میاشتې زرګونو کورنیو ته خوراکی مرسته ور ورسوله، که کابل ته خلک را کډوال شوی وو، نو یوازې سره میاشت ده، چې هره ورځ سلګونو اړمنو کورنیو ته پرلپسې مرستې ویشی. زه پر دې باور یم، چې په وروستیو میاشتو کې د سرې میاشتې دومره ګړندی حرکت او ژوندی ګامونه اخیستل د سرې میاشتې د نوې کارنده او بااستعداده رهبرۍ له امله دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید