روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سرپل سیمه ییز چارواکی: په سرپل کې امنیت تامین دی او خلک عادی ژوند کوِی

شریعت: د اسلامی امارت امنیتی ځواکونو د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د باغیانو له شتون څخه پاکه کړل.

د سرپل والی محمد یعقوب عبدالرحمن اکه په داسې حال کې چې د الفتح قول اردو د څلورمې لوا قوماندان مفتی محمد مقتصد او د دغه ولایت د استخباراتو رئیس مفتی فضل هادی فاروق ورسره و د امنیتی پوستو د کتنې په وخت کې وویل، یو شمېر باغیان او وسله وال مخالفین چې د دغې ولسوالۍ د خلکو د ځورونې سبب کېدل د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو له خوا وځپل شول.

د سرپل والی د بلخاب ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د سولې او امنیت په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړی او د افغانستان اسلامی امارت ځواکونه د خلکو د سر، مال او ناموس ساتنه کوی.

په همدې حال کې د بلخاب ولسوالۍ یو دینی عالم سید هاشم جوادی بلخابی هغه نا امنۍ چې د یو شمېر باغیانو له خوا په دغه ولسوالۍ کې رامنځته شوې وې د اسلامی امارت د مسوولینو په هڅو او تدبیر سره حل شوې او خلک خپل عادی ژوند ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید