روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سالنګونو لویې لارې د اساسی رغولو کار پیل شو

شریعت: د ټولګټو وزارت، د سالنګ د شمالی او جنوبی برخو د لویې لارې د ٣٠ کیلومتره سړک د اساسی رغولو پروژې کار پرون پیل کړ.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې، د ټولګټو وزارت تخنیکی معین مولوی عبدالکریم فاتح او د دغه وزارت ویاند مولوی حمیدالله مصباح، د افغانستان اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمی او یو شمېر سیمه ییزو مسؤولینو او قومی مشرانو ګډون کړی ؤ.

د غونډې په پیل کې، د ټولګټو وزارت تخنیکی معین مولوی عبدالکریم فاتح، د سالنګونو لویې لارې پر اقتصادی ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامی امارت په راتګ سره، د دغې مهمې ټرانزیټی لارې جوړولو ته د مشرانو پاملرنه ډېره شوې ده.

فاتح د یادې پروژې د کار د پیل د ځنډ دلیل، د تخینکی وسایلو او بودجې نه شتون وباله او څرګنده یې کړه چې د ټولګټو وزارت د مسئولینو په هڅو، په سالنګونو کې د خلکو او موټر چلوونکو د ستونزو د لرې کولو لپاره، د یادې پروژې بودجه د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا مقام له خوا ورکول کېږی.

هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې د یاد سړک په جوړولو کې کیفیت او معیار په جدی توګه پام کې نیول کېږی او په نږدې راتلونکی کې یې د دویم تونل د رغولو چارو د پیل خبر هم ورکړ.

وروسته، د افغانستان اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمی وویل: د سالنګونو لویه لاره د هیواد لپاره تر ټولو ستره او حیاتی لار ده چې د هېواد شمال له جنوب سره نښلوی.

کریمی ډاډ ورکړ چې د اسلامی امارت مشران هڅې کوی چې په ټول هېواد کې ټولګټې او عمرانی پروژې عملی شی او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د پروژو په عملی کولو کې دې له اړوندو ادارو سره همکاری وکړی.

دغه راز، د ټولګټو وزارت ویاند مولوی حمیدالله مصباح، د یادې پروژې د تخنیکی موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې پروژه کې د ۳۰ کیلومتره سړک اساسی جوړول شامل دی، چې ۱۰ کیلومتره به یې کانکرېټ او ۲۰ کیلومتره نور یې قیر شی.

په همدې حال کې، د سالنګونو د څارنې او ساتنې لوی رئیس حافظ محمد یعقوب د سالنګونو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د پروژو په پلی کولو کې همکاری وکړی او د شریرو کړیو په خبرو چې د هېواد آبادۍ نه غواړی، باور و نکړی.

د غونډې په دوام، د جنوبی سالنګ ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب قاری رحیم الله او د شمالی سالنګ ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب مولوی فضل الرحمن هم په خپلو خبرو کې، د افغانستان اسلامی امارت د پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ وکړ او د سالنګونو لویې لارې پر اساسی او معیاری جوړولو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د سالنګونو لویه لاره یوه تجارتی او ټرانزیټی لاره ده چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لری. دغه لاره چې د هېواد د شمال ۹ ولایتونه له مرکز او یوشمېر ولایتونو سره نښلوی؛ په وروستیو څو کلونو کې د لوړ تناژ باروونکو موټرو د تګ راتګ له امله ډېره خرابه شوې او ځایی اوسېدونکی او مسافر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید