روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال د پروان ولایت امنیتی وضعیت وارزاوه

شریعت: د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر پرون په سپیدار ماڼۍ کې د پروان له امنیه قومندان مولوی عزیز الله سره وکتل.

د پروان امنیه قومندان مولوی عزیز الله د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال سره په کتنه کې د پروان امنیتی وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پروان وګړی د اسلامی نظام څخه خوښ دی او په امنه فضا کې ژوند کوی.

په پای کې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال نوموړی ته  د چارو د لا ښه والی لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې
وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید