روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال: د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره د خپلو امکاناتو ترکچې لاس په کار شی

شریعت: د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملی ادارې له رئیس حافظ عزیز الرحمن او د ملی راډیو ټلویزیون مرستیال ضیاء الحق حقمل سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.

د ریاست الوزراء سیاسی   مرستیال مولوی عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملی ادارې او د ملی راډیو ټلویزیون ادارې د ښو خدمتونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ژمی موسم کې د کابل ښار د ککړتیا په مخنیوی کې کوټلی ګامونه واخلی.

مولوی عبدالکبیر زیاته کړه: د هوا د ککړتیا مخنیوی او چاپیریال ته مو لومړیتوب دی او د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دغه ادارې د له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره د خپلو امکاناتو ترکچې لاس په کار شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید