روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست الوزراء اداری مرستیال د ۲۱۷ عمری قول اردو د مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې واورېدې

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء اداری مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفی د ۲۱۷ عمری قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله اکاء او د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د کنډک قومندان ملا بشیر احمد او مل مجاهدینو سره پخپل کاری دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې محترم ملا رحمت الله اکاء د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د امنیتی او ټولنیز وضعیت د راپور تر څنګ یې د اړوندو ولایتونو د مجاهدینو او ولسونو ستونزې د ریاست الوزراء اداری مرستیال سره شریکې او د یادو ستونزو د حل په اړه یې د رهبری د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء  اداری مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفی د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د اسلامی امارت نظام د افغانستان ملت د بې درېغه قربانیانو په پایله کې ترلاسه شوی چې د اسلامی نظام حفاظت او د ملت او مجاهدینو د ستونزو حلول د افغانستان اسلامی امارت د ټولو مسئولینو مسئولیت دی او دې برخې ته به پاملرنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید