روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روان کال غوره لیکوالان، فرهنګیان او هنرمندان ستایل کېږی

باختر آژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت چارواکی وایی، چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګی ډګر کې مسؤلیت لری چې د هېواد له کلتوری، دینی او ملی ارزښتونو ساتنه وکړی.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزی د ۱۴۰۱ کال د هنری او فرهنګی جایزو لپاره د ارزونې پلاوی د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عزیزی وویل، چې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګی ډګر کې مسوولیت لری چې د نورو برخو ترڅنګ د هېواد له کلتوری، دینی او ملی ارزښتونو څخه ساتنه وکړی.

د فرهنګ او هنر معین وویل، چې د فرهنګی او هنری جایزو د وېش له لارې به وکولای شی چې غوره فرهنګیان، هنرمندان، لیکوالان او د فن خاوندان وستایل شی.

هغه د قضاوت له پلاوی هیله وکړه چې اسلامی او ملی ارزښتونو په کتو سره عادلانه او منصفانه قضاوت وکړی.

ټاکل شوې چې د فرهنګی او هنری جایزو سیالۍ د مقررې پر بنسټ به دغه سیالی د زمری د ۲۸ مې په ویاړ جوړه شی.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې راهیسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ ریاست  آثار راټول پیل کړی او دغه غونډه د فرهنګی او هنری برخې ( د هېواد کلتور، ادبیات، راډیو تلوېزیون، فلم، تیاتر، ترنم او ترانې، انځوریز هنرونه او ژورنالیزم) برخو د قضاوت پلاوی همغږۍ لپاره جوړه شوې وه.

په غونډه کې د هرې برخې قضاوت پلاوی او داوران وټاکل شول او هغوی د قضاوت په څرنګوالی باندې بحثونه هم وکړل.

په غونډه کې د خلکو فرهنګ ریاست د راټول شویو آثارو په اړه معلومات ورکړل چې په ټوله کې تر اوسه په ټولو برخو کې ۱۸۸ فرهنګی-هنری آثار له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید