روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د رئیس الوزراء اداری مرستیال:اسلامی امارت ځوانانو ته د ورزش په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړی

شریعت: په خوست کې د( زرغون افغانستان) د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د اسلامی امارت د رئیس الوزراء اداری مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنیفی، خوست والی ښاغلی مولوی محمد نبی عمری، د قطر سیاسی دفتر غړی انس حقانی، د کرکټ بورډ عمومی رئیس میرویس اشرف، اجرائیه رئیس نصیب خان، ملی راډیو تلویزیون عمومی رئیس احمد الله وثیق، امنیه قوماندان مولوی محبوب شاه قانت، د رابطې عمومی مسؤل حاجی جمیل، له کابل څخه د راغلی پلاوی غړو او د کرکټ مسؤلینو ګډون کړی وو.

د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنیفی پخپلو خبرو کې وویل، د افغان کرکټ ورزشکارانو تل هیواد او ولسونو ته ویاړونه او خوښی راوړې ده.

ښاغلی حنیفی زیاته کړه، چې اسلامی امارت په هیواد کې د ټولو ورزشکارانو لپاره په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړی او د دوی د هڅونې او روزنې په برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشی.

مولوی حنیفی وویل، زمونږ د هر ډګر ورزشکارانو نړۍ ته د سولې، مینې او یووالی پیغام ورکړی او دا یې ثابته کړې، چې افغانان د سولې او مینې خلک دی، دوی له جګړې کرکه کوی.

خوست والی مولوی محمد نبی عمری د رئیس الوزرا اداری مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنیفی ، د کرکټ بورډ عمومی رئیس او نورو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغان کرکټ ملی، نولس کلنو او نویو ځوانانو لوبې او اتلولۍ یې وستایلې.

د ولایت والی د کرکټ بورډ له مسؤلینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان یو ورځینیو لوبو لپاره یې خوست انتخاب کړ، تر څو د خوست ولسونه خپل ملی اتلان او د دوی لوبې له نېږدې وګوری.

ښاغلی عمری وویل، د افغانستان کرکټ لوبغاړو تل د خپل هیواد نوم لوړ ساتلی او پخپلو زحمتونو یې هیواد ته ویاړونه راوړی او ولس یې خوشاله ساتلی.

مولوی عمری په خپل پیغام کې له ځوانانو وغوښتل، چې د قلم او ورزش له لارې نړۍ ته د افغانانو د یووالی، مینې او سولې پیغام ورسوی، همدا شان د هر ډول تبعیض پرته یو بل ته د هیواد جوړونې په برخه کې لاس ورکړی.

نوموړی وویل، چې خوست کې ورزشکارانو ټولو غوښتنو او پیشنهاداتو ته پر وخت رسیدګی شوې، د اسلامی امارت په راتګ سره دوی ته ځانګړې توجه شوې.

د قطر سیاسی دفتر غړی انس حقانی په خپلو خبرو کې وویل ورزش د یوالی سمبول او په دې واسطه زموږ کلی، ولایتونه او ځوانان سره تړلی چې د خپل هېواد نوم په نړیواله کچه روښانه وی.

هغه وویل اوس زموږ هېواد امن دی او ټول ځوانان او قشرونه د امن په فضا کې له یو او بل سره ژوند کوی.

د کرکټ بورډ عمومی رئیس میرویس اشرف پخپلو خبرو کې د خوست والی او امنیتی مسؤلینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان لوبو په ښه ترتیباتو او امنیت برخه کې ډېره همکاری وکړه.

نوموړی وویل، د خوستیو ولسونو د کرکټ سره د ډېرې مینې له امله د کرکټ بورډ ادارې د زرغون خوست سیالۍ په خوست کې پېل کړې، تر څو خوستی ولسونه خپل اتلان او د دوی لوبې له نیږدې وګوری.

ښاغلی اشرف زیاته کړه، چې کرکټ بورډ تل پدې هڅه کې دی چې داخلی کرکټ پیاوړی کړی، تر څو لدې لارې وړ لوبغاړی پیدا کړو او په نړیواله سطحه د افغانستان ښه نمایندګی وکړی.

کرکټ بورډ اجرایوی رئیس نصیب خان وویل د داخلی کرکټ د ودې او پرمختیا لپاره کرکټ بورډ اداره منظم پلان لری،ګ او نیږدې راتلونکی کې به د ملی لوبغاړو په ګډون څلور ورځینۍ سیالۍ هم پیل شی.

د یادو لوبو په لړ کې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډ لوبډلې پای لوبې ته وتلې وې، چې د باران له امله لوبه ۳۳ اورونو ته راښکته شوه، پامیر لیجنډ لوبډلې په ۳۳ اورونو کې ۲۰۴ منډې هدف هندوکش سټرایکرز ته ورکړ، هندوکش سټرایکرز لوبډلې یاد هدف د لوبې په اخیری اور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو پخپله ګټه پای ته ورسوله او د یادو لوبو جام یې په خپل نوم کړ.

وروسته د هیواد رئیس الوزرا مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنیفی، خوست والی ښاغلی مولوی محمد نبی عمری، ښاغلی انس حقانی، ملی تلویزیون عمومی رئیس احمد وثیق، خوست امنیه قوماندان مولوی محبوب شاه قانت، کرکټ عمومی رئیس میرویس اشرف او اجرایوی رئیس نصیب خان له لورې غوره لوبغاړو ته جایزې او ګټونکی لوبډلې ته د سیالیو اتلوالۍ جام ورکړل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید