روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د دښمن هوایی بریدونو پروړاندې زموږ مکلفیت څه دی؟

سره له دې چې افغانان له تېرو څلورنیمو لسیزو راهیسې د بېلابېلو یرغلګرو له خوا تر سختو ځمکنیو او هوایی بریدونو لاندې راغلی او ښه پکې روږ دی او پاخه شوی، خو تېره یکشنبه د امریکایی بې پیلوټه الوتکې برید ځکه یوځل بیا ټول ملت ته ټکان ورکړ، چې دا د ځمکنی اشغال ترخاتمې وروسته په ړومبی ځل تجربه شو. له همدې امله نن هر افغان په دې فکر کې ډوب دی چې اوس نو د دغسې بریدونو پروړاندې باید څه وشی؟ په دې اړه هر سړی خپل، خپل تحلیل او جلا جلا نظر لری: مثلاً څوک وایی دا د پاکستان کارونه دی، ځکه یایې د ننه خپل هېواد کې امریکایانوته هړه یا د فضا د استعمال اجازه ورکړې، نو باید چې لومړی پاکستان سره حساب وشی، ځکه تېره شل کلنه اشغالی دوره کې هم له صلیبی یرغلګرو سره مل ؤاو دادی اوس بیاهم له امریکایانو څخه د یوڅو پیسو ترلاسه کولو لپاره هغوی ته لارې ورښیی اولارې ورکوی. همدارنګه ځینې بیا وایی چې لازمه ده په تخنیک او عصری زده کړو ځان سمبال او داوړتیا ترلاسه کړو چې د هریرغلګر د هوایی اوځمکنی برید مخه ونیولی شو.

خو بل لورته بیا زیاتره تجربه کار او منطقی اشخاص فکر کوی چې نه، پاکستان سره هم مستقیماً ځان ښکېلول مناسب نه دی، ځکه افغانان تر اوسه لا خورا ناوړه وضعیت او سختې بې وسۍ کې راګیر دی چې  له یوې خوا مو درې، څلور میلیونه مهاجر هلته دېره دی اوله بلې خوا مو ډېره اوږده دوه نیم زره کیلو متره پوله ورسره شریکه او سمندرته له هر چا زیاته لنډه لار او د سوداګرۍ لویه برخه پر همدې پاکستان ولاړه ده. بناء پردې وایی غوره به داوی چې تر هر څه ړومبی د پاکستان مذهبی ډلو ، دینی علماؤ  او نورو سیاستوالو سره اړیکی جوړې او د هغوی له لارې پر پاکستانی پوځ د باو واچول شی څو خپل ایمانی مسؤلیت درک او د خپل مسلمان ګاونډی هېواد پر خلاف له نورو کفری او صلیبی ځواکونو سره ملګرتیا نه تېر شی او که فرضاً د هغوی په وینا او فشار هم نه سمیږی نو د هغه ځای بلوچ اوپښتا نه هم تریو حده څه ناڅه اغېز ښیندلی شی.

پاتې شوه په تخنیکی برخه کې د وړتیااو پر مختګ موضوع، نودا خوتل او په هر حالت کې د هر مسلمان فرد، ټولنې او دولت ایمانی مکلفیت دی چې باید د خپل ځان، خپلې عقیدې، پت، ناموس او ګردو معنوی، مادی ارزښتونو د خوندیتوب لپاره پوره پوره وړتیا او چمتووالی ولری او لکه چې د څښتن تعالی صریح امر دی تر خپلې وسې له بې دینه دښمن سره د مقابلې لپاره باید ځواک او وسایل مجهز کړی شی. دایوه ستره دینې فریضه او ملی ذمه واری ده چې باید په ټوله کې اسلامی امت ورته متوجه او په هر ممکن صورت او قیمت د زمانې له غوښتنې سره سم داسې وسایل ترلاسه کړې چې د دښمن د دغه شان بریدونو اغېزمنه مقابله وکړی شی. خو لکه څنګه چې لیدل کیږی له بده مرغه مسلمانان له دغې الهی فریضې انتهایی ډېر غافل دی او همدا وجه ده چې نن، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان خپلو کورو او کلیو کې وژل کیږی او بیا د ترهګرو نوم هم ورباندې اېښودل کیږی. تاسې وګورئ تېرو شلو کلو کې د افغانستان، عراق، یمن، سوریې، فلسطین، صومال، لیبیا، کشمیر، میانمار او داسې نورو هېوادو مسلمانان په کومو پلمو څه ډول و ځپل شول. په دې ترڅ کې یوه ضروری خبره داهم ده چې له تخنیکی پرمختګ او اسباب سره سره ایمانداری او د اسلامی اخوت ټینګښت ته هم شدیده اړتیا ده. ځکه جنګی اسباب خو دادی، سعودی، ایران، پاکستان، ترکیې، مصر او نورو سره هم څه کم نه دی، بلکې ځینې یې لا وایی چې اتومی او بیولوژیکی سامان هم لری، خو داچې ایمانداری او وحدت نشته، بیا هم په خورا ذلیله غلامی کې وخت تېر وی. بناء پردې اوس نوکه موږ دې پایلې ته ورسیږو چې د اسلام نور مدعی ملتونه د ایماندارۍ، اخوت او خپلواکۍ په کیسه کې نه دی او یوازې همدا موږ کلک مسلمانان یو، نو راځئ چې ملاوتړو، شپه- ورځ یوه کړو او په هر ممکن صورت داسې وسایل ترلاسه کړو چې که زموږ له پولو دبل هېواد مرغی هم راواوړی، ویې پېژنو او راګیریې کړو او خپلواکی هم فقط په همدې توګه خوندی کېدای شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید