روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د دولتی جوړښتونو د پیاوړی کولو اړتیا

د ټولو راولاړو ستونزو د حل لپاره د دولت پیاوړی کول ټاکونکی ارزښت لری. د افغانانو ګڼې ستونزې یواځې د پیاوړی دولت په شتون کې حل کېدای شی.د باختر آژانس سیاسی مفسر دې موضوع ته کتنه کړې ده او لیکی:تپل شوې جګړې زموږ دولتی جوړښتونه ډېر کمزوری کړل. د دغو جوړښتونو د رامنځ ته کېدو او د هغوی د پیاوړتیا لپاره ډېر کلونه کار شوی ؤ، ډېر لګښټ پرې راغلی ؤ. منو چې هغو جوړښتونو بدلون ته اړتیا لرله، نوی کېدو ته یې اړتیا لرله او لا پیاوړتیا ته یې اړتیا لرله. خو له بده مرغه د هېواد د تاریخ په یو کړکېچن پړاو کې زموږ د دولتی جوړښتونو نړېدل پیل شول، توپ او ټوپک د قانون ځای ونیو، د ملی اردو د افسرانو پوځی یونیفورم یې له وښو او بوسو ډکاوه او ملنډې یې پرې وهلې، د هېواد پیاوړی کدرونه یې له دندو وشړل او پر هېواد له وحشته ډک تور تم واکمن شو. دا هر څه د افغان ولس تر سترګو وړاندې تېرېدل. ځینو ورته بابیزه ګڼل، خو ډېرو دا د افغانستان د ورانولو لپاره د تاریخی دښمنانو یوه خطرناکه توطیه او دسیسه بلله. دا رښتیا هم یوه خطرناکه دسیسه وه اوموخه یې د افغان دولت د ټولو بنسټونو نړول وو. دوی تر ډېره په دغه کار کې بریالی هم شول.

افغانانو ١٨ کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ بېرته د خپلو دولتی بنسټونو جوړول پیل کړل. خو بیا هم تاریخی دښمنان د خیر پر غونډۍ کینناستل اود خپلو کورنیو لاسپوڅو په مرسته یې د نظام جوړونې بهیر مخې ته د خنډونو پر جوړولو لاس پورې کړ.

که موږ د  تېرو اتلسو کلونو ټولو پرمختیاوو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو ګورو هر وخت چې د دولت د پیاوړی کولو لپاره د کوم ګام د پورته کېدو تابیا نیول شوې ده او یا هم کوم ښه نوښت وړاندې شوی دی، له ځنډ پرته یې مخالفت شوی دی او د دغه رازګام او نوښت د ناکامولو کوښښ شوی دی.

خو له دغو ټولو خنډونو او مخالفتونو سره  سره، موږ په تېرو اتلسو کلونو کې د دولتی جوړښتونو د پیاوړی کولو په برخه کې د پام وړپرمختګ کړی دی، خو دا هم باید ووایو چې دا جوړښتونه او بنسټونه مو لا ډېر پیاوړی او غښتلی نه دی. یوه ښه بېلګه یې د جمهوری ریاست انتخابات دی چې د تلې پر شپږمه ترسره شول، خو لا تراوسه یې پایلې نه دی په ډاګه شوې.

که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په څېر نور خپلواک او ناخپلواک ملی جوړښتونه پیاوړی وای او یواځې د قانون په رڼا کې یې اجراات ترسره کولای او د بېلابېلو ملحوظاتو تر اغېزې لاندې نه راتلای، نو پوره باور دی چې اوس به وخته د انتخاباتو پایلې اعلام شوې وای او دغه بحران او ناندرۍ به نه رامنځ ته کېدای.

منو چې دا د افغانستان په څېر د وروسته پاتی هېوادونو یوه ستره ستونزه ده، خو پوښتنه دا ده چې دا هېواد به ترکومه همداسې وروسته پاتې وی. آیا موږ غواړو چې افغانستان یو بریالی دولت وی او که نه د پخوا په څېر یو ناکام دولت؟ آیا موږ غواړو دغو ستونزو او بحرانونو ته پای ورکړو او که نه؟ آیا موږ غواړو خلک مو سوکاله او نېکمرغه ژوند ولری او که نه؟  که د ا هرڅه غواړو نو باید تر ټولو لومړی خپل دولتی جوړښتونه غښتلی او پیاوړی کړو.

غښتلی دولت د ټولو ستونزو حل ته اوږه ورکولای شی. کمزوری دولت خپله نور بحرانونه زېږوی. له اوسنی بحرانه د وتلو راز د دولت په  پیاوړتیا کې نغښتی دی.

د دولت د پیاوړتیا بهیر باید قانون محوره او د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ وی. د دولت د پیاوړتیا لپاره هراړخیز سیاسی پروګرام ته اړتیا ده. ټول سیاسی ګوندونه، دولتی او نادولتی جوړښتونه باید دا واقعیت ومنی چې د دولت پیاوړتیا د ټولو په ګټه ده.

د دولت پیاوړتیا د قانون د واکمنۍ پیاوړتیا ده او د قانون واکمنی ټولنیز عدالت او د قانون پر وړاندې د ټولو برابری بسیا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید