روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خپل شخصی فکر بندګان  او پیروان مه جوړېږئ!

مولوی نورالحق مظهری

په انسانی ټولنه کی ځینی داسی خلک شته چی هر شی ته د خپل فکر له زاویې ګوری او ټول مثبت او منفی د خپل فکر په ترازو باندی تلی، سره ددې چی مسلمان باید په ښه او بد کی شرعی دلائل ولټوی او د همدغه دلائلو پر اساس د سالم عقل په رڼا کی د ښه او بد فیصله وکړی.

تنها خپل فکر شاهد او حاکم ګرځول په
نفسی غوښتنو پسې تلل دی چی الله تعالی یېغندنه
کړې او فرمایی: ژباړه: آیا هغه څوک چی خپل بد عمل ورته ښایسته شی نو دی یې ښه
بولی. [فاطر۸]

په تفسیر منیر کی یې لیکلی دی: یعنی څوک چی وهم یې پر عقل غالب شی نو خپل بل کار په نظر ښه ورځی، باطل په نظر حق ورځی او ناوړه عمل په نظر ښه عمل ورځی دغه کس داسی دی لکه هغه څوک چی بد عمل یې ورته ښایسته شی نو د ښه ګمان ورباندی کوی.

په بل ځای کی الله جل جلاله فرمایی: ژباړه: د هغه چا اطاعت مه کوه چی موږ یې زړه زموږ د ذکر څخه غافل کړی دی او ده د خپلو نفسی غوښتنو متابعت کړی دی او دده کار په هر شی کی اسراف دی. [کهف ۲۸]

یعنی څوک چی د خپلو نفسی غوښتنو پسې ځی هیڅوخت د هغه انسان متابعت او پلوی مکوه.

او په بل ځای کی الله تعالی فرمایی:ژباړه: څوک دی ډېر ګمراه تر هغه چا چی د خپلو نفسی غوښتنو متابعت وکړی؟ یعنی تر دغه انسان نو ګمراه نشته بلکی دی تر ټولو ګمراه دی. [قصص۵۰]

زموږ د عقائدو علماء فرمایی چی حسن او قبح داسی عقلی دی چی شریعت یې په پېژندلو او توپیر ورکولو کی دخل لری یواځی په تنها عقل باندی انسان هیڅ ځای ته نشی رسېدلای په خاصه توګه بیا هغه خلک چی په هر شی کی یواځی خپل فکر عملی کوی او تنها د ځانه سره فیصله کوی بېله دی چی د نورو متفکرو انسانانو فکرونه و آزمایی او شرعی منل شوی اصول په پام کی ونیسی.

د انسان لپاره لازمه دا ده چی د ژوند په ټولو چارو کی د نورو پوهو انسانانو سره مشوره د ځان عادت جوړه کړی او د هر کار لپاره شرعی دلائل او اصول ولټوی یواځی دی د ځان په فکر او سوچ باندی هیڅ وخت بسنه نه کوی  او نه دی هم ځان ته د جامع الکمالات په سترګه ګوری ځکه بېله پیغمبرانو بل هیڅوک معصوم ندی هم ګناه ورڅخه کیږی او خطاوځی بلکی نفس او شیطان تل ورپسې دی چی تل یې په هر کار کی دوکه کړی او د سمی لاری پر ځای یې د ګمراهۍ پر کږه لاره باندی روان
کړی.

نو هیڅ وخت د ځانه څخه د خپل فکر بندګان او پیروان مه جوړوئ او مه هم پداسی انسانانو پسې ځئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید