روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۳مه کلیزه او لا شته ستونزې!!

راشدالله غزال

انګلیسانو د خپل استعماری او استثماری سیاست او عادت مطابق درې ځله زمونږ پر هېواد باندې یرغلونه وکړل، چې غیورو افغانانو له ماتو سره مخامخ کړل. لومړی وار چې هغوی یرغل وکړ، شاه شجاع یې د کابل د تخت او بخت څښتن کړ. نو هېوادوال پرې راپورته شول، د هغوی مکار استازی (مکناټن) یې په کابل کې وواژه، نور (۱۶۵۰۰) انګلیسان په افغانستان کې له لوږې سر مخ شول، نو له مجاهدینو سره یې تړون وکړ او مخ په جلال اباد روان شول، له کابله تر جلال اباده ولسونه پرې راپرېوتل، له ډاکټر برایډن پرته نور ټول ووژل شول، یوازې هغه په نیم ژواندی حالت کې جلال اباد ته ورسېده.

افغان مجاهیدنو شاه شجاع هم وواژه اوانګلیسانو ته یې هم ماتې ورکړه، ولې متأسفانه واک ته امېردوست محمد خان ورسول شو، چې نوموړی د مجاهدینو مشران له واکه لرې وساتل او ځینې یې په شهادت ورسول، امیر له انګلیسانو سره تړونونه وکړل.

د دوست محمد خان له مړینې وروسته د هغه د زامنو تر منځ د واک په سر اختلافات راغلل، کله یو واکمن او کله بل؛ خو امېر شرعلی خان چې دویم ځل د چارو واګی ونیول، له نړیوالو سره یې اړیکی ټیڼګ کړل، د روسانو یو پلاوی کابل ته راغی او د انګلیسانو هیئت هم کابل ته راغی، چې انګلیسانو له روسانو سره د امیر شېرعلی خان اړیکی پلمه کړل او په افغانستان یې یرغل وکړ. امیر مزارشریف ته لاړ، څو له روسانو څخه مرسته ترلاسه کړی، خو د هغوی د ځواب نه ورکولو له امله له غم او خپګانه هلته مړ شو.

د امیر یو زوی (یعقوب خان)، چې پلار بندی کړی و، هغه له زندان خوشی شو، روحی او عصبی ناروغ و، خو ولس د انګلیسی ښکیلاک پر خلاف د مجاهدې او مبارزې لپاره پاچا وټاکه، ولې متأسفانه هغه له انګلیسانو سره په ۱۸۷۹م کال د ګندمک کرغېړنه معاهده وکړه، چې ډېرې سیمې له احمدشاهی امپراتورۍ څخه غوڅې کړل شوې، د انګلیس استازی د هېواد په مهمو ښارونو کې ځای پر ځای کړل شول.

هو! کیو ناری چې افغانانو کمیناری باله کابل ته داخل شو، هېوادوالو د هغوی مداخلت ولیده، پر ځان یې جهاد فرض وګاڼه او په کابل کې یې د کیوناری پر کور یرغل وکړ او همالته یې خمیره کړ،مجاهدین او مبارزین د خپلو مشرانو تر قیادت لاندې د دښمن خلاف راپورته شول، دښمن ته یې ماتې ورکړه او په ځانګړی ډول د میوند په میدان کې یې په زرګونو انلګیسی یرغلګر ووژل، چې دا د انګلیستان لپاره د شرم لامل او د تېښتې سبب شو.

هو! انګلیسان د یو پلان جوړولو په تکل کې و، چې په دې وخت کې د محمد افضل خان زوی، د دوست محمد خان لمسی (عبدالرحمن خان) له بخارا څه چاریکارو ته راغی، د سلطنت اعلان یې وکړ، انګلیسانو هم په رسمیت وپېژانده او هغوی ځان له کلابندۍ خلاص او مخ په هند یې پښې سپکې کړې؛ خو عبدالرحمن خان د مجاهدینو مشران له صحنې لرې کړل.

عبدالرحمن خان هېواد سره متحد کړ، ولې پنجده روسانو ونیوله او له انګلیسانو سره یې د ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ ز کال لاسلیک کړه، دایې هم ورسره ومنله چې د بهرنی سیاست واک به د انګلیس په لاس کې وی، چې د یادې تپل شوې کرغېړنې کرښې ناسور تر اوسه افغانانو ته پاتې دی. امیر که هر څومره اوسپنیز و، خو دا شرم او بار به تر قیامته د ده په اوږو پروت وی.

له امیر عبدالرحمن خانه وروسته یې زوی حبیب الله خان په ۱۹۰۱ز پاچا شو. امیر هم د ډیورنډ کرښې په هکله له انګلیستان سره څه نوې معاهده و نه کړه، هغه ناسور هماغسې پاتې شو. حبیب الله خان په ۱۹۱۹ز د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو، چې له وژل کېدا وروسته یې د هغه زوی امان الله خان د هېواد پاچا شو، په خپله لومړنۍ وینا کې یې له ولس سره د خپلواکۍ او استقلال اخیستلو ژمنه وکړه. ځوان پاچا امان الله خان د خپل هېواد ازاد او خپلواک لیدل یو ارمان و، کله یې چې له انګلیستان څخه د استقلال اعلان وکړ، هغوی د رد ځواب ورکړ؛ ځکه چې هغوی (انګلیستان) په لومړۍ نړیواله جګړه کې له جنګ څخه فاتح راوتلی و.

هو! انګلیستان استعماری سیاست درلود، د یاد هېواد ملکه د هند امپراتوره وه، د نړۍ په یوه ستره برخه یې راج چلېده، خو امان الله خان د خپل غیور ملت په ملاتړ د برتانوی هند د سرحدونو لوری ته خپل مجاهد عسکر سوق کړل. د خیبر، پکتیا او کندهار محاذونه یې تقویه او پیاوړی کړل، دښمن هم د افغانستان په لور راوخوځېده. د کندهار محاذ مجاهدین د سردار عبدالقدوس خان تر قیادت لاندې د انګلیس پر خلاف د جهاد او غزا مورچلونو ته ولاړل، چې دښمن ته یې ښه منده ورکړه، د خیبر مجاهدین د سپه سالار صالح محمد خان تر مشرتابه لاندې د دښمن په وړاندې سپر شول، ولې سپه سالار وتښتېده خو د کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولسونو انګلیسان بېرته دښمن په شا وتمبول او هېوادیې وژغوره. او د پکتیا جبهې مجاهدینو د سردار محمد نادر خان تر قوماندې لاندې په دښمن داسې درانه ګوزارونه وکړل، چې آن تر ټل پورې یې وځغلول، چې چیغارې او کوکارې یې تر انګلیستانه ورسېدلې، غرور او تکبر یې مات شو او د سولې نارې یې پېل کړې. مکار دښمن چې د سولې نارې وکړې، نو ځوان پاچا هم د هغوی چیغارو ته مثبت ځواب ورکړ، مجاهدین یې له وړاندې تګه ایسار او متارکه یې وکړه.

۱۹۱۹ز په راولپېنډۍ کې د سولې مذاکرات پېل شول، خو هغه د افغانستان په زیان پای ته ورسېدل. او دویم ځل بیا خبرې اترې شروع او تر یوولسو میاشتو اوږدې شوې، د ۱۹۲۱ د نومبر په ۲۲مه معاهده لاسلیک او افغانستان بیا د خپلواک او مستقل هېواد په حیث تبارز وکړ، چې په منځنی ختیځ او نژدې ختیځ کې یې د انګلیس په ښکیلاکی اهدافو اغېزمن ګوزارونه وکړل، چې په ۱۹۴۷ز کال د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه له هندوستانه هم انګلیسانو کډې بار کړې.

هو! د افغانانو د جهاد او او غزا پر مټ افغانستان ازاد او خپلواک شو او ۲۸ کاله وروسته متحد هندوستان هم خپلواکی واخیستله. اوسنی هندوستان هم ازاد شو او پاکستان هم مستقل شو او بنګله دیش هم ازادی وګټله، چې اوس کومه سرحدی ستونزه نه لری او درې واړه هېوادونه په بشپړ استقلال سره د ژوند چارې پر مخ بیایی، ولې له بده مرغه چې مونږ د اوسپنیز امیر (عبدالرحمن خان) د شرموونکې (ډیورنډ کرښې) له امله په باروتو کې سوځو!!

سمه ده، پاچا امان الله خان د خپل ملت د مټو په زور او حقه مبارزه له انګلیسی ښکیلاکه استقلال واخیست، خو تېروتنه یې دا وکړه، چې د پکتیا په جبهه کې یې د انګلیس د کوکارو په اساس مجاهدین له وړاندې تګ څخه را ایسار کړل، باید داسې یې نه وای کړی، د دریو واړو سنګرونو مجاهدین یې پریښی وای، چې د ډیورنډ کرښه یې ماته کړې او د ګران هېواد پولې یې پخوانیو اصلی سرحدونو ته رسولې وای. اوس به د افغانانو پر وجود باندې اوسپنیز اغزن تارونه نه تېرېدل!! همداشان یو قوم به په دوو برخو نه وېشل کېده!!

د پاچا امان الله خان غور نیکه (امیر دوست محمد خان) هم مجاهدین د انګلیسی ځواکونو له تعاقب څخه منع کړل، له هنده یې خپل مجاهد زوی وزیر ممحمد اکبر خان ته د نښې په ډول خپلې عینکې او د نسوارو ډبی واستول، چې انګلیسی اشغالګر نور مه ځغلوئ. همداراز د امان الله خان نیکه (امیرعبدالرحمن خان) له له انګلیسانو سره دښمنی او حساسیت و نه ښود، بلکې د هغوی په ملاماتونکی سردار محمد ایوب خان پسې یې خپل عسکر کندهار او له هغه ځایه هرات ته واستول او د میوند فاتح یې اېران ته په تللو اړ کړ!! اصولاً، اېماناً او د افغانیت په اساس داسې په کار و، چې د میوند فاتح او د غزا نور قایدین او مجاهدین یې نازولی وای!!

هو! د امان الله خان د پاچاهی پر مهال افغانانو استقلال تر لاسه کړ، خو زمونږ ستونزې حل نه شوې، ځکه هماغه پاچا د لویدیځ په اوږده سفر ووت او د لویدیځوالو خوسا کلتور یې راووړ، کوم چې زمونږ له دین سره سمون نه خوړ. همدرانګه د ده د کلتور پلویانو آن د ظاهرشاه بابا په دوره کې سر راپورته کړ، چې د کمونیستانو په کرغېړنه کودتا منتج شو او وروسته د امانی کلتور پلویان د صلیبی ښکیلاک پر مهال راڅرګند شول. دوی له امان الله خان نه څو ګامه وړندې وو؛ ځکه د اشغال تر چتر لاندې یې د اشغالګرو په مرسته غربی کلتور پر افغانانو په زور تحمیلاو!!

هو! د افغانانو ستونزې په (۱۰۳) کلو کې حل نه شوې؛ ځکه افغانانو د ژوند په ټولو ډګرونو کې خپلواکی نه وه تر ګوتو کړې. تېر کال د اسد په ۲۴مه چې هېواد د هېواد د اصلی بچیانو په لاس فتح او اسلامی قانون پکې نافذ شو، هیله ده چې زمونږ ستونزې به حل شی. ان شاء الله بېشکه له تنګسې وروسته اسانتیا هم وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید