روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خندق (احزاب) غزا

ژباړه:محمدعلی عظمت

دوه څلویښتمه برخه

د رجیع ورځ

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له اُحده وروسته یوه ډله راغله، نو ویې ویل: زمونږ په منځ کې اسلام خپور شوی، ستا له اصحابو څخه یوه ډله له مونږ سره واستوه، څو هغوی مونږ ته دین راوښیی، قرآن کریم را ته ولولی او د اسلام لاره را زده کړی.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغوی سره شپږ تنه صحابه کرام رضی الله عنهم ولېږل.

نو دا صحابه له هغوی سره ووتل، روان شول، تر دې چې د حجاز په څنډه کې د هذیل قبیلې اوبو ته، چې رجیع نومیده، ورسېدل، بیا یې له هغوی (صحابه وو) سره ټګی او خیانت وکړ.

دوی هغو (صحابه وو) ته وویل: په الله جل جلاله قسم، مونږ ستاسو وژل نه غواړو، ولې اراداه لرو چې ستاسو پر سر له مکه والو څخه څه تر ګوتو کړو او له تاسو سره وعده او کلکه ژمنه کوو، چې مونږ تاسو نه وژنو.

بیا یې ځینې په لاره ووژل او پاتې نور یې مکې ته بندیان یوړل.

دوی دوه تنه بندیوان په قریشو خرڅ کړل.

نو حجیر بن ابو اهاب، خبیب وپېروده.

او د اُمیه بن خلف زوی صفوان بن اُمیه، زید بن الدثنه ترې واخیست، چې د پلار (اُمیه) په غچ کې یې ووژنی، نو له خپل غلام (نسطاس) سره یې تنعیم ته ولېږه او له حرمه یې ووېست، څو هلته یې ووژنی.

او له قریشو څخه هلته یوه ډله کسان راغونډ شوی وو، چې ابوسفیان هم په کې وو، چې کله یې هغه (زید بن الدثنه) راووست، څو هغه ووژنی، ابوسفیان ورته کړل: اې زیده! په الله جل جلاله قسم درکوم، آیا دا دې خوښیږی، چې محمد صلی الله علیه وسلم اوس ستا پر ځای دلته زمونږ پر مخکې وای او د هغه سر مو ترې وهلی؟

هغه (زید) وویل: په الله جل جلاله لوړه کوم، دا مې نه خوښیږی، چې محمد صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې اوس ناست وی، اغزی پرې چوخ شی او ازار یې کړی او زه په کور کې ناست یم.

ابوسفیان (رضی الله عنه) ورته وویل: ما له خلکو نه هیڅوک داسې نه دی لیدلی، چې یو بل دې دومره خوښوی، لکه څومره چې د محمد صلی الله علیه وسلم اصحابان له (محمد صلی الله علیه وسلم) سره مینه لری.

او چې کله (قریشو) حضرت خبیب رضی الله عنه تنعیم ته ووېست، څو یې هلته په دار وځړوی، نو هغوی ته یې وویل: که تاسو ته سمه بریښی، چې ما پرېږدئ او دوه رکعته لمونځ وکړم، نو ما پرېږدئ!

هغوی وویل: ځه وکړه.

نو هغه دوه رکعته په ډېره ښه، بشپړه او ښه طریقه اداء کړل، بیا یې خلکو ته مخ کړ او ویې ویل: په الله جل جلاله قسم، زه له دې وېرېدم، چې تاسو به دا ګومان وکړئ، چې د وژلو له ډاره یې لمونځ اوږد کړ، که نه ما به لمونځ نور هم اوږد کړی و.

نو حضرت خبیب رضی الله عنه لومړنی شخص دی، چې د وژل کېدا پر مهال یې د مسلمانانو لپاره د دوورکعتو لمونځ کولو بنسټ ایښی دی.

بیا دوی هغه د دار لرګی ته پورته کړ، نو کله یې چې هغه وتاړه، ده وویل: اې الله جل جلاله! مونږ ستا د رسول صلی الله علیه وسلم رسالت او پېغام ورساو، نو هغه ته دا ورسوه، چې له مونږ سره څه کیږی؟

بیا یې وویل: «اللهم أحصهم عددا، واقتلهم بددا، ولاتغادر منهم احدا». ژباړه: اې الله جل جلاله! دوی یو یو وشماره (هلاک کړه) ، دوی بېل بېل ووژنه او له دوی څخه یو هم مه پرېږده.

بیا دوی (مشرکانو) هغه شهید کړ… .

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابان داسې کسان وو… له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې داسې مینه وه… او له خپل دینه یې سرښندنه هم دا رنګ وه… او د الله جل جلاله په لاره کې په شهادت پسې شهادت وو.

او د دعوت په لاره کې سرښندنه په دې ځای و نه درېده، بلکې د دې شپږو له قربانی ستره قربانی هم وه!؟

ممکن است شما دوست داشته باشید