روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حکیم الامه سیاسی اند؛ د مولانا اشرف علی تهانوی د سیاسی نظریاتو سلسله

 لومړۍ برخه / لیکوال: مفتی تقی عثمانی / ژباړن: عرفان الله شرفزوی

د لیکوال سریزه:

له حکیم الاُمت مولانا اشرف علی تهانوی څخه چې الله سبحانه و تعالی د دین په هره څانګه کې کوم خدمتونه اخیستی؛ د تېرو پېړیو په تاریخ کې کم لېدل کېږی. د مسلمانانو د دینی اړتیاو داسې سکالو (موضوع) به نه وی، چې د هغې په اړه به حکیم الاُمت بشپړ یا لنډ وضاحت نه وی کړی. د نوموړی لیکنې او ویناوې د خپل وخت په دینی اړتیاو راڅرخی او د ژوند داسې کوم اړخ شتون نه لری، چې نوموړی دې د ژوند د هغې اړخ اړوند د دینی ښوونو کار نه وی ترسره کړی.

دلته زما موخه د حکیم الاُمت د سیاسی اند او د سیاسی موقف څرګندول او څېړل دی. که څه هم نوموړی هیڅکله هم نه یوه سیاسی څېره وه او نه (سیاست) د نوموړی د کارونو کومه برخه وه. له همدې امله په دې اړه کومه ځانګړې لیکنه نه لری؛ خو دا چې اسلامی کړنلارې د دین د ټولو څانګو رانغاړونکې دی او له همدې ډلې سیاست هم دی؛ نو ځکه د بېلابېلو اسلامی احکامو د څېړلو په ترڅ کې یې په خپلو لیکنو او ویناګانو کې د سیاسی احکامو په اړه لنډ؛ خو په اصل کې بشپړ بحثونه وړاندې کړی، چې د اسلامی احکامو د څېړلو په ترڅ کې یې د خپل وخت سیاسی نظامونه او د هغوی فکری او عملی بې لارۍ تر نقد او کتنې لاندې نیولی.

له دې لیکنې موخه د هغو مواردو څېړل دی، چې د حکیم الاُمت له څرګندونو سره سم د سیاست په اړه د اسلامی لارښوونو سم پوهاوی لاس ته راشی.

په نننۍ نړۍ کې شته نظامونه او د دوی انځور شویو څېرو پر عامه ذهنونو داسې سیوری غوړولی، چې د یو سالم اند خپلول او ترې د خلاصون د لارې موندل ډېره سخته ښکاری. د سیاسی نظامونو په وسیله د پراخو تبلیغاتو له لارې د ځینو شیانو بد او ښه ګڼل داسې ښودل کېږی، چې په اړه یې له عامو وګړو د مخالفت فکر اخیستی او له هغوی سره د مبارزې لارې تړلې ښکاری. دا کار ځانګړی دلایل لری، چې له هغې ډلې کولی شو لاندې مواردو ته نغوته (اشاره) وکړو:

۱-  د هېښوونکو تبلیغاتو پراخ یرغل عامه ذهنونه داسې تر اغېز لاندې راوستی، چې دا ډول نظریات یې د یو مُسلم حقیقت او نه منونکی انکار په توګه (پر خلکو) منلی.

۲-  له دا ډول حالت سره مخالفت د ټولې نړۍ د تورونو، لعنتونو او پېغورونو له منلو سره برابر دی. له همدې امله یو څوک خپله سلامتی او خوندیتوب په چپ کېدو کې وینی.

پر همدې بنسټ کله چې په نننۍ نړۍ کې اسلامی تعلیمات او سیاسی احکام څېړل کېږی، نو ډېر پوه او ښه وګړی هم (آن ډېری علما هم) نشی کولی خپل ذهن له رسمی او د وخت له مروجو تصوراتو ازاد کړی او په پایله کې چې کله د سم اسلامی سیاست چوکاټ وړاندې کوی؛ نو کوښښ کوی، چې همدغه تصورات په اوښتې بڼه ومنی او اسلامی سیاستونه د هغوی په قالب کې ځای کړی.

دا ډېره حساسه سکالو (موضوع) ده، چې د ګډ کړای شوی مبحث او التباس په پردو کې ګونګه پاتې. ددې حقیقت ته د رسېدو شونتیا پټه او ستونزمنه ده.

الله سبحانه و تعالی په څوارلسمه سپوږمیزه (قمری) پېړۍ کې له حکیم الاُمت څخه دینی احکامو ته په بیا کتنه کې لوی خدمت اخیستی او دا کار هغه څوک ترسره کولی شی، چې په قران، سنت او د شریعت په قوانینو او ضوابطو کې داسې لاسرسی ولری، چې د نورو له افکارو اغېزمن نشی. داسې کس وخت په ښه توګه پېژنی او هغه موارد یې منی، چې د شریعت له اصولو سره برابر وی. داسې کس هر وخت هر څه په غړېدلو سترګو ګوری او هیڅکله د خپل چاپېریال د ناوړه تبلیغاتو او غوغا تر اغېز لاندې نه راځی. که چېرې ټوله نړۍ په یوه رایه هوکړه (اتفاق) هم وکړی، بیا هم د الله سبحانه و تعالی په ځانګړی توفیق پر هغې موضوع ثابت ولاړ وی، چې د شریعت له نظره حق وی او د هغې د څرګندولو لپاره له مخلوقه هیڅ وېره او شرم د هغه په مخ کې خنډ کیدای نشی.

د سیاست په تړاو حکیم الاُمت د دین په سمه لاره په هماغې ثابت قدمۍ کلک پاتې او په دې وخت کې، چې ډېر حق او باطل نظریات سره ګډ شوی؛ بیا یې هم د الله سبحانه و تعالی په ځانګړی توفیق تعلیمات په سم ډول بیان کړی او د غوغا او بې لارې تبلیغاتو تر اغېز لاندې ندی راغلی.

نننی سیاست (د اسلامی قوانینو د غوښتونکی سیاست په ګډون) په یو ځانگړی لور خوځښت کوی او په هغې کې ځینې ویناګانې د اصلی بنسټ تر نامه لاندې داسې مُسلمې او پرېکنده ګڼل شوی، چې په هغوی ګوتنېونه د چا په مغز کې هم نه راګرځی؛ نو ځکه د حکیم الاُمت نظریات د هغه چا لپاره، چې په بنسټیزه توګه له لویدیځ او د لویدیځ له سیاسته پیروی کوی، یقیناً پردی او ناپېژاند تر سترګو کېږی، خو دا نظریات د هغه د خپل اند زېږنده نه وو، بلکې د هغې بنسټ او اصول د قران، سنت او د خلفاءالراشدینو د خلافت د وخت په کړنو ولاړ دی او د هغې تر شا پیاوړی عقلی او نقلی دلایل شتون لری. له همدې امله یې د وخت سیاست په پراخه سېنه او هر اړخیز ذهنیت تر مطالعې او کره کتنې لاندې ونیو؛ ترڅو حقیقت را څرګند شی.

دلته په دې اړه د پوره پوهاوی لپاره د حکیم الاُمت سیاسی اند په درې کټه ګوریو وېشم او په بېلا بېل ډول ددې هر یو په لنډه څېړنه پیل کوم:

۱-  په اسلام کې د سیاست ځای.

۲-  اسلامی حکومت، نظام او دندې یې.

۳-  د دین په پښو درولو لپاره د سیاسی فعالیتونو شرعی ځای او حدود.

یادونه:

د حکیم الامه سیاسی اند د هغه اردو کتاب پښتو ژباړه ده، چې مفتی تقی عثمانی لیکلی، ښاغلی عرفان الله شرفزوی ژباړلی او د هند د نیمې وچې د ستر عالم، اشرف علی تهانوی، سیاسی اندونو ته پکې کتنه شوې ده. د دې کتاب لیکنې به په سلسله وار ډول شریعت ورځپاڼه کې خپریږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید