روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حکومت ځینې منفی کړنې چې باید اصلاح کړل شی!

لیکنه: ابوعثمان الهام

هر انتقاد کوونکی هېڅکله مخالف نه وی بلکې انتقادات توپیر لری چې ځینې د حسد او عناد په بنیاد کیږی او ځینې د اصلاحاتو لپاره، لمړی ډول یې بېکاره، د نظام په زیان او دوهم یې مفید او د نظام په ګټه وی.

زه پوهیږم د افغانستان په خاوره تر څلوېښتو میلیونو انسانان ژوند کوی او دا ممکنه نه ده چې د ټولو نظریاتو ته دې حکومت توجه وکړی یا دې د هر فرد غووښتنه تر چارواکو ورسیږی او دا مهمه هم نه ده چې هر فرد دې مشاور مقرر کړل شی خو ددې لپاره چې د ځینو لوستوونکو او که احیانًا د فسبوک په وسیله تر ځینو چارواکو زموږ مشورې رسیږی نو څو منفی نقاط د خیرخواهی په بنیاد شریکوم ترڅو خپل ایمانی مسؤلیت مو اداء کړی وی:

لمړی: د حاکم نظام له لوری ځینې ناآهله کسان د انډیوالی، یا خپلولی، یا د نورو روابطو پر اساس په غټو دندو ګمارل کیږی او حقیقت دادی چې هغه اشخاص مطلقًا د هغه بست اهلیت نلری.

ددې پایلې د نظام لپاره بدې او د مخالفینو په ګټه تمامیږی، ناآهله شخص له هر څه تر مخه د نظام لپاره زیانمن تمامیږی له څو اړخونو څخه:

الف: ورسپارل شوی مسؤلیت نشی ترسره کولای او ددې زیان له بل هر چا حاکم نظام ته زیات دی.

ب: دا ډول اشخاص اکثراً د ملی ګټو پرځای شخصی ګټو ته اولیت ورکوی ځکه هغه د انډیوالی له آمله هغه مسؤلیت ترلاسه کوی چې اهل یې نه دی که چېرته یې صداقت او ژمنتیا درلودلی نو هېڅکله یې هغه منصب نه قبلوه چې هغه یې اهل نه دی. ددې ډولو اشخاصو اکثراً هڅه د شتمنی ترلاسه کول وی چې ددې زیان له بل هر چا نظام ته زیات دی.

ج: دا ډول اشخاص چې د اهلیت پرځای په روابطو مقرریری له اکثرو څخه یې ولس شکنجه کیږی ځکه د دوی شخصی اهداف مالوم دی او د هغه ترلاسه کول د ولس څخه په غیرقانونی ډول ممکن دی نو ددې له آمله د حاکم نظام او ولس ترمنځ فاصله ایجادیږی او کله چې د ولس او حکومت ترمنځ فاصله او اختلافات ایجاد شی نو د دښمن هر پلان په ډېر ښه ډول د ولس په زور د حاکم نظام خلاف عملی کیږی او ددې ټول زیان به حاکم نظام ته وی.

نو حکومتی مشرانو ته پکار دی بلکې مسؤلیت یې دی چې له دغه ډول کړنو او مقرراتو څخه جدی منع وکړی او همدا د اسلام غووښتنه هم ده.

دوهم: ځینې آشخاص چې تېر نظام کې یې هم د امـــ ـــارت سره د مخالفت له آمله ډالر ترلاسه کول نن موږ ګورو چې هماغه اشخاصو د امــ ـــارت تر چارواکو ځانونه رسولی، چون دوی په تېر حکومت کې پریمانه پیسې ترلاسه کړی نو په میلمستیاوو یې شروع کړی، هره مېلمستیا یې په بېشماره خوراکونو سمبال وی او د همدې په زور غواړی خپل ناکاره اهداف ترلاسه کړی.

د حکومت رهبرانو ته پکار دی چې ددې کړنو مخه ونیسی او ددې زیان تر بل هر چا د نظام لپاره زیات دی چې نقصانات یې هر چاته مالوم دی.

دریم: ځینې آشخاص د دولتی صلاحیت څخه په استفادې د ځینو شخصی معاملو غچ اخلی، ځینې ډلې د خپلو مخالفینو تهدید، شکنجې او حتی خبره تر وژلو رسوی.

دوی د خپل حسد او عقدې سړولو لپاره د خپل مخالف په مقابل کې له دولتی صلاحیت او امکاناتو کار اخلی، د دوی حسد او دښمنی شخصی یا د خپلې کوچنی ډلې لپاره ده، هېڅ اسلامی او ملی مصلحت ته پاملرنه نه کوی بلکې د خپل مخالف ځپل بهترین فرست ګڼی او غواړی د نظام په وسیله خپله مخالف وټکوی چې ددې پایلې تر بل هر چا د نظام لپاره زیانمنې دی لکه:

الف: څوګ چې د نظامی صلاحیت څخه په استفادې د نظام په لباس کې د شخصی دښمنی او مخالفت پر اساس وځپل شی نو دغه اشخاص مجبوریږی چې د نظام مخالفینو سره لاس یو کړی او د نظام خلاف ګام واخلی او ددې زیان تر بل هر چا د نظام لپاره زیات دی.

ب: دا ډول کړنې د نظام دښمنان د خپلو اهدافو لپاره په مختلفو اشکالو د نظام خلاف تبلیغوی، د څو اشخاصو کړنې د تکمیل نظام تګلاره بلل کیږی او د ولس غوږونو ته په مختلفو تعبیراتو رسیږی چې ددې زیان به تر بل هرچا د نظام لپاره زیات وی.

حکومت ته پکار دی چې خپله هره کړنه له اوله ارزیابی او بررسی کړی، د اهل علمو مشورو ته ځانګړی ځای ورکړی او داسې اشخاصو ته اولیت ورکړی چې د علمیت ترڅنګ سیاسی بصیرت هم ولری، دښمن د نظام خلاف هېڅ چانس نه ضایع کوی هغوی د داخلی جګړو د پیلولو لپاره پراخه تبلیغاتی جګړه پیل کړی او د حاکم نظام خلاف هېڅ چانس له لاسه نه ورکوی نو حاکم نظام ته پکار دی چې د نظامی قوت ترڅنګ علمی قوت ته هم جدی پاملرنه وکړی، وړ او بااستعداده، ژمن اشخاصو ته ځای ورکړی. ګمارنې د انډیوالی، خپلولی او نورو روابطو پرځای په اهلیت او استعداد سره ترسره کړی ترڅو په ډېر کم او لږ وخت کې د ډېر او د توجه وړ پرمختګ شاهدان واوسو.

ممکن است شما دوست داشته باشید