روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حوت لسمه؛ د افغان تاریخ ویاړمنه ورځ

د ۱۳۹۸ هـ ش کال د کب د میاشتې د ۱۰ نېټې یا په نورو ټکو په اور باندې د وینو او اوښکو، پر مادیت باندې د معنویت، پر الحاد باندې د توحید، پر کفر او نفاق باندې د اسلام، پر اشغال باندې د استقلال، پر وسله باندې د عقیدې او پر باطل باندې د حق د بریا ورځې د دوهمې کلیزې په مناسبت ټولو مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو او ټول مجاهد ملت ته د زړه له کومې مبارکی وایم.

کله چې د کبر، غرور او حرص په نیلی سپور او د مادی ځواک په نشه مست بش او ملګروئې د ټولو بشری او نړیوالو قوانینو پرخلاف د ۲۰۰۱ زېږدی کال د اکتوبر میاشتې په ۷ نېټه د یوې ناکړې ګناه او پخپل لاس جوړې شوې جعلی دسیسې په پلمه پر جنګ او فقر ځپلی افغانستان باندې د ځمکې او هوا له لارې د خپلو پخوانیو بړیڅو تش په نامه افغانانو په ملتیا یرغل وکړ. فکریې کاوه چې د نړیوال یکه تاز ابرقدرت په حیث به ئې هیڅوک هم مخې ته ونه درېږی، په آسانی سره به دغه خاوره اشغال او مومن، پتمن او غیرتی ولس غلام کړی.

لاس پوڅی یې ورته نڅېدل، لاسونه یې ورته پړکول او په خورا اخلاص یې د خپل کور دلالی ورته کوله او خپل بې دفاع او بېګناه هېوادوال ئې لاس تړلی د دوی چړې ته څملول.

د اسلامی او غیر اسلامی نړۍ واکمنانویې یواځې له لرې تماشه کوله. که څه هم د نړۍ عام مسلمانان د افغانانو په حال ډېر زیات ځورېدل؛ خو داچې واکمنوئې د نړیوال استکبار له ډاره یې له خولې سپوڼ هم نشوای اېستلای، نو د افغانانو د مرستې لپاره یې یواځې د لوی خدای جل جلاله دربار ته د دعا لاسونه لپه کولای شوای او نوریې هیڅ هم په وس کې نه وو. امریکایانو او ملګرویې د یرغل له پیل سره په ډېر وحشت، قساوت او بربریت سره د مجاهدینو، علماو، طلباو او عامو مسلمانانو په وژلو، تړلو او شړلو لاس پورې کړ، داسې ظلمونه یې وکړل چې بېلګې یې د ټول بشریت په تاریخ کې نه وې، او په یادولویې انسانان څه چې شیطان هم شرمېږی د  نړیوال استکبار او امپریالیزم سرلارې امریکا او ملګرویې زمونږ په هېواد کې د هر ډول وحشت او ظلم تمرین ترسره، او هر ډول وژونکې مدرنې جنګی وسلې ئې وکارولې.

امریکا له څو میاشتو ټول وژنو وروسته د افغانستان نیول، د ا.ا.ا ړنګېدل او له منځه تلل او د جنګ پای ته رسېدل اعلان کړل؛ ویې ویل چې نور په افغانستان کې د دوی مخې ته د درېدلو هیڅوک هم پاتې نه دی او څوک امریکا ته په برګو سترکو کتلای نه شی.

خو د لږ وخت په تېرېدو سره دښمن ته عینی او ځمکنی واقعیتونه د دوی د هیلو او اټکل خلاف وبرېښېدل او د پخوانی انګریز په څېر دوی ته هم ددې خاورې نیول او د مومنو افغانانو اېل کول د اوسپنې نینو د چیچلو مترادف او ناشونی وبرېښېدل.

هو! هغه  اور چې امریکا او غلامانوئې مړ او له منځه تللی بللی وو، سپرغۍ یې تازه او ډېرژرئې په شاهی کوټ، توره بوړه، هلمند او د هېواد بېلابېلو برخو کې لمبی ژبغړانده او د اشغالګرو او ملګرو هډونه ئې پکې سکاره شول.

مکار دښمن د زور، زر  او تزویر هر ډول وسایل وکارول خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د بریا پر ځای د ماتې پړاوته نژدې کېدل، ستړی شول، ناهیلی شول، په روانی ناروغیو اخته شول، د عسکرو په منځ کې یې د ځان وژنې پېښې په یې ساری ډول زیاتې شوې. او بالآخره یې ځواکمن پوځی او اقتصادی ماشینن فلج او له کاره ولوېده. خپلې اشتباه او ناسمې محاسبې ته متوجه،

پر خپلو ګوداګیانو بې باور ده او پوه شول چې لاس پوڅی یې د حساب خلک نه دی، دوی پواځې د ډالرو مجنونان دی، اووینې یواځې د اشغالګرو توپیږی.

اړشول چې تګلارې او ستراتیژی ته تغیر ورکړی. همغه وه چې و نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له هېوادونو، دپیلوماتیکی او استخباراتی چینلونو سره په اړیکه کې شول، د خپلو متحدینو په اصطلاح شېرینییې ورزیاته کړه، عذر، زارۍ او ننوانې یې وکړې هیله او هڅه یې داوه چې په نظامی دګرکې ترماتې وروسته مجاهدین په سیاسی او سفارتی ډګرکې مات کړی.

خو دا هیله یې هم ترسره نه شوه، ځکه چې ددوی مقابل لوری افغان، مسلمان او په ایمانی فراست سمبال مجاهدین او علما وو. چې له دوی څخه یې څوبرابره زیات قوی لیداوپوهه درلوده.

الحمدالله مجاهدین ترپایه پخپل دریځ او مسیر ثابت پاتې شول، د هیچا د خبرو، فریب، غولونو،دپیلوماتیکو هڅو زور اوتزویر په لومو کې ښکېل نه شول.

کله چې د نړیوال کفر او استکبار سرلار له دې لارې څخه هم څه ترګوتونه کړل نو نوریې بېله دې چې ددې هېواد له اصیلو او آتلو مجاهدو بچیانو سره مخامخ خبروته کېنی بله چاره نه درلوده.

 د بشر تاریخ او ټوله نړۍ شاهده ده چې خدعه ،فریب، درواغ، عذر او خیانت د استعمار ډېرزاړه او دایمی عادتونه ډی دوی هم د خپل عادت سره سم د مذاکراتو په جریان کې خورا زیاتې چنې ووهلې، ډول، ډول غوښتنې یې مطرح کولې په وار، وار به یې خپل دریځ ته تغیر ورکاوه کله به یو قدم وړاندې  او دوه قدمه شاته ولاړل، او له هر ډول حیلو او چلو ټو څخه یې  کار واخیست خو نتیجه یې تر صفر لوړه نه شوه، ستړی، لالهانده ، وارخطا اوپرکاله شول.

د افغانستان اسلامی امارت مذاکراتی ټیم چې په ترکیب کې یې لمړۍ درجه زېرکو او با تجربه علماوو او پوهانو شتون درلود، له لمړۍ ورځې څخه د تړون تر لاسلیک پورې یو دریځ درلود، او یو سانتی متر هم ترې په شا نه شول.

نه یې اوربند ومانه، نه یې د امریکا له لاسپو څو سره ګډ حکومت ومانه، نه یې په هیڅ بڼه د اشغال دوام ته د هو سرو خوځاوه او نه یې هغو ته د کومې نظامی اډې ورکولو ته غاړه کېښوده. او آخر هم هغه ورځ راورسېده چې د زرهاو عسکرو، بې شمېره نظامی وسایلو او وسایطو له لاسه ورکولو او یو تریلیون امریکایی ډالرو تر اقتصادی زیان زغملو وروسته امریکا او متحدین یې اړ شول چې دا زهرجن غوړپ تر ستونی تېر او د افغانستان اسلامی امارت دریځ ته د تسلیم سر ټیټ کړی.

تر ۱۷ میاشتو اوږدو مذاکراتو وروسته یې له اسلامی امارت سره د خپل اشغال د پای ته رسېدو او له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د اېستلو د دقیقې نېټې د ټاکلو تړون لاس لیک او د ۲۰۲۲م کال د اګست د میاشتې په ۳۱مه نېټه وروستی امریکایی عسکر د شپې په تیاره کې د جنرال ګروموف په څېر په ټیټو سترګو، تورمخ او ځوړند غوږونو په داسې حال کې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې چې په تندی باندې یې د ماتې تور داغ له ورایه برېښېده.

د اشغال او ماتې څو درسونه:

۱-     د امریکا په شمول هر غاصب، چارح او مستکبر باید پوه شی، چې د هرې سیمې او هېواد اشغال ددوی له اټګل سره سم او آسان نه دی. د نړی دولسونو صبر، زغم، حوصله ، له ستونزه سره د مقابلې توان، له خپلواکۍ سره مینه او له بلواکی څخه کرکه یو ډول نه وی.

په دوی کې یاد شوی صفات د دوی د تاریخ، ژوند، احساس، جغرافیای موقعیت، کلتور او عقیدې، ته په کتلو یرله بل سره ډېر توپیر لری، امریکا او هربل اشغالګر که چېرې بیا زمونږ هېواد ته په خیرنو سترګو ګوری او یاد بلوسې نیت لری، نو له اقدام څخه وړاندې به سل ځله فکر او مطالعه کوی او د کیوناری، مکناټن، ډاکتر برایډن اوملګرو، ګورګین، ګروموف او میګنزی برخه لیک به یې سترګوته دریږی، او د پرونۍ تجربې په رڼا کې به د سبا لپاره تګلاره او ستراتېژی ترتیبوی.

۲-     دټولې نړۍ ولسونه باید د افغانانو له بریا او دامریکا، ناټو او ددوی د ځیره خورو غلامانو له رسوایې څخه به داسې درس واخلی چې د نړۍ پرمخ هیځ مادی، اشغالګر او مستبد ځواک نه ماتېدونکی نه دی، بلکې باید په دې باور او یقین ولری چې په هر زمان او مکان کې دفرعون، نمرود، قارون، ابرهه، روس، انګریز، چنګېز، صفویانو، او ناټو خېلو د ماتې تاریخ تکرار ېدای شی.

خو ټینګ ایمان، جزبې او غیرت ته اړتیا ده

۳-     هغوی چې د لوی خدای جل جلاله پرځای د ظالم، جاپر او استعماری ځواک بندګی او غلامی کوی.

–       د مظلوم پر خلاف د ظالم تبر ته لاستی اچوی.

–       کوردده او واک یې د باداروی

–       دمظلوم د شتو لوټولوته له ظالم سره د جوال خوله نیسی نو روی دې پوه شی چې ( زمستان میګذرد و روسیاهی به ذغال می ماند)

–       او دادې هم په یاد ولری چې افغانان که دوستان نه هېروی، دښمنان خو باالکل نه هېروی. په یاد دې ولری چې د هر زبر ځواک یوه طبیعی ځانګرتیا داده چې دخپلو موخو د لاسته راوړلو او هم د ناکامی په دواړو صورتو نوکې پښې وباسی او خپل لاسپوڅی حتمی مرګ او ابدی رسوایی ته سپاری او داخبره په نړۍ په تېره بیا افغانستان کې په تکرار سره تجربه شوې ده

۴-     د ا.ا.ا روانه مشران او مسوولین باید متوجه وی او تل په یاد ولری چې د امریکا او ملګرو تاریخ یې ټول له مکراو فریپ څخه ډک دی نو په ډېر ژور فکر، تدبر، او احتیاط سره دی تعامل ورسره وشی.

د ا.ا.ا مشران او مسوولین باید ټولو لرې او نژدې هېوادونو چارواکوته په په ډاګه کړی چې افغانان خپل هېواد او حکومت لری او په سیمه ایزو اوبین المللی مجالسو کې خپل موقف پخپله خوله او خوښه څرګند ولای شی، هیڅوک دې زمونږ لپاره مضر اخلاص نه کوی، زمونږ مشران او مسوولین دی د شهید منصور دغه قول دځان لپاره د یوه لارښود به ډول وټاکی چې فرمایل یې: مونږ خپل برخلیک پخپله ټاکو او په دې هکله د هیچا وصایت او وکالت نه منو.

لیکونکی: غلام جیلانی حق پرست

ممکن است شما دوست داشته باشید