روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوندهغه واده کوی

ژباړه: محمدعلی عظمت

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې (۲۵) کلن شو، نو له خدیجې (رضی الله عنها) سره یې واده وکړ.

خدیجه رضی الله عنها سوداګره ښځه وه، د شرف (عزت) او مال څښتنه وه، سړیو ته به یې په سوداګرۍ او مضاربت باندې مال ورکاو. قریش هم یو سوداګر قوم و. خدیجې رضی الله عنها ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رښتینولی، امانتداری او ښو اخلاقو خبر ورسېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې خبر ولېږه، چې شام ته د هغې مال د سوداګری او تجارت لپاره یوسی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به له نورو خلکو نه زیاته ګټه ورکړی او خپل غلام (میسره) به ورسره واستوی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ومنله، د هغې مال یې یووړ او د نوموړې غلام (میسره) هم ورسره و، څو شام ته ورسېدل.

کوم مال یې چې هلته وړی و، هغه یې وپلوره او نور یې را ونیو، بېرته مکې مکرمې ته را وګرځېده، چې میسره هم ورسره و.

او هغې ته میسره د ده د ښو اخلاقو او غوره خویونو په اړه وینا وکړه. او خدیجه رضی الله عنها هوډیالۍ، هوښیاره او نېکه مېرمن وه.

نو کله چې میسره له هغه څه خبره کړه، کوم شیان یې چې لیدلی وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې پېغام ولېږه، ورته ویې ویل: اې د تره زویه! زه تاسو خوښوم، ستاسو د خپلوی له امله، په قوم کې د شرف له امله، ستاسو د امانت، ښه خوی او رښتیا خبرو په سبب.

بیا هغې ده ته د واده کولو وړاندیز وکړ.

او حضرت خدیجه رضی الله عنها په دې وخت کې د قریشو د غوره نسب له ښځو څخه وه او له ټولو څخه د ستر شرف مېرمن او له ټولو څخه د ډېر مال درلودونکې وه.

د هغې د قوم هر یو له دې سره واده ته لېواله و، که چېرې وتوانیږی.

نو کله چې هغې دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، هغه خپلو ترونو ته یاده کړه، نو له ده سره یې تره (حمزه رضی الله عنه) لاړ، څو خویلد بن اسد ته ورغلل، له هغه یې نوموړې وغوښتله، نو هغه یې ورکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم شل څرخیه مَهر ورکړ.

او هغه لومړنۍ ښځه وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نکاح کړه او پر هغې یې بله ښځه په نکاح نه کړه، څو هغه وفات شوه. رضی الله تعالی عنها

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولاد هغې نړۍ ته راوړی، پرته له ابراهیم څخه.

د هغه اولاد: قاسم، طاهر، طیب، زینب، رقیه، ام کلثوم او فاطمه رضی الله عنهم نوموړې پیدا کړی دی.

او مشر زوی یې قاسم، بیا طیب او بیا طاهر رضی الله عنهم دی او مشرۍ لور یې زینب، بیا رقیه، ورپسې ام کلثوم او بیا فاطمه رضی الله عنهن دی.

نو قاسم، طیب او طاهر په کوچنیوالی کې وفات شول او لوڼو یې ټولو اسلام وموند، اسلام یې راوړ او له هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) سره یې هجرت وکړ.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بل زوی (ابراهیم) ماریې رضی الله عنها زېږولی دی. هغه (ماریه) ده ته د اسکندریې واکمن (مقوقس) ډالۍ کړې وه.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم چې خدیجه رضی الله عنها په نکاح کړه، د هغې عمر (۳۵) کاله او ځینې وایی، چې (۴۰) کاله و.

ژباړه: محمدعلی عظمت

ممکن است شما دوست داشته باشید