روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوند 

 

د مکې د فتحې په ورځ د هغه وینا (خطبه)

لیکنه: محمود شلبی / ژباړه: محمد علی عظمت /۷۰مه برخه

هر کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې مکرمې ته ورسېده او مسلمانان ډاډه شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ووت، څو بیت الله ته ورسېده، پخپله سپرلۍ سپور وو او اوه ځله یې طواف وکړ.

کله یې چې طواف خلاص کړ، د کعبې په دروازه کې ودرېده او په مسجد حرام کې خلک ورته راغونډ شول، نو ویې ویل-  ژباړه: له یوه الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې یو دی، هغه شریک نه لری، خپله وعده یې رښتیا کړه، له خپل بنده سره یې مرسته وکړه او لښکروته یې ماتې ورکړه.

خبردار! هر ویاړ (ویاړنه او فخر) یا وینې او یا مال چې … هغه زما تر دې دواړو پښو لاندې دی، خو د بیت الله خدمت او حاجیانو ته اوبه ورکول (په دې کې شامل نه دی).

خبردار! په خطاء (تېروتنه) شبه العمد

اې د قریشو ټولیه! بېشکه الله جل جلاله له تاسو څخه د جاهلیت کبر واخیست او په پلرونو باندې ویاړ یې هم در نه لرې کړ، انسان له ادم علیه السلام څخه پیدا شوی او ادم علیه السلام له خاورو نه پیدا شوی دی.

بیا یې دا آیت ولوست: ژباړه: «اې خلکو! حقیقت دا دی، چې مونږ تاسو ټول له یوه سړی او ښځې پیداکړی یاست. او تاسو مو په مختلفو قومونو او کورنیو وېشلی یئ، څو ښه یو بل وپېژنئ. په حقیقت کې د الله جل جلاله په نزد په تاسو کې تر ټولو عزتمن هغه دی، چې په تاسو کې له ټولو څخه زیات متقی وی. باور وکړئ، الله جل جلاله په هر څه پوه، له هر څه باخبر دی.» د حجرات سورت (۱۳) آیت.

بیا یې وویل: «اې د قریشو ټولیه! تاسو څه وینئ (اټکل کوئ) چې زه به له تاسو سره څه کوم!؟»

هغوی وویل: ته عزتمن سخی ورور یې او د عزتمن سخی ورور زوی یې.

ده ورته وویل: «ځئ، تاسو ازاد یاستئ».

اې عثمانه، دا دی کیلی دې واخله!

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې کېناست، نو علی رضی الله عنه ور پاڅېده او د کعبې کیلی یې په لاس کې وه، ویې ویل: یا رسول الله! له اوبو ورکولو سره حجابت (د بیت الله ساتلو) چارې هم مونږ ته راوسپاره!

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «عثمان بن طلحه چېرته دی؟»

بیا یې هغه راوغوښت، نو هغه ته یې وویل: «عثمانه، دا دی کیلې دې واخله، نن ورځ د نیکی کولو او وفا ورځ ده!»

بیت الله څنګه وو؟

(راویان) روایت کوی، چې د مکې د فتحې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله ته ننوت، نو په هغه کې یې د پریښتو او نورو انځورونه ولیدل.

د ابراهیم علیه السلام انځور یې ولیده، چې په لاس کې یې ازلام (د فال نیولو غشی) وو او فال نیونه یې پرې کوله!

نو ویې ویل: الله جل جلاله دې دوی مړه کړی، زمونږ مشر ته یې د فال نیولو غشی په لاس کې ورکړی!؟ د ابراهیم علیه السلام لوړ شان او دا ازلام!؟

بیا یې د دې عکسونو د ورانولو حکم وکړ، نو هغه له منځه یووړل شول.

حق راغی او باطل له منځه لاړ

او له ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی، وایی: د مکې د فتحې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله ته ننوت او چاپېره یې درې سوه او شپیته (۳۶۰) بُتان ولاړ وو، نو د ده په لاس کې چې کومه لښته وه، په هغه به یې وهل او ویل به یې: ژباړه: «حق راغی او باطل لاړ، حق راغی او باطل به بیا نه را ښکاره شی او نه بېرته را وګرځی.» د سورت آیت. د بخاری روایت.

او د مسلم په روایت کې دی، چې د مکې د سوبې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې ته ننوت او په کعبه باندې درې سوه (۳۰۰) بُتان ولاړ وو، نو خپله لښته یې را واخیستله، بُت ته به یې وښوروله او هغه به را نسکور شو، تر څو پر ټولو بُتانو ور تېر شو.

او همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله شریف له نجاساتو (پلیتو) اوخرافاتو څخه پاک پاکیزه کړه، له کومو چې قریشو او نورو بیت الحرام والاوو ډک کړی وو.

الله جل جلاله مکه مکرمه عزتمنه (محترمه) کړې ده!

د مکې د فتحې په را سبا خزاعه قبیلې د هذیل قبیلې پر یو سړی تېری وکړ او هغه یې وواژه او هغه مشرک وو.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا کوونکی پاڅېده، ویې ویل: اې خلکو! الله جل جلاله چې آسمانونه او زمکه پیداکړی، له هغې څخه یې مکه مکرمه عزتمنه، محترمه، حرامه ګرځولې او آن د قیامت تر ورځې پورې حرامه، عزتمنه او محترمه ده. کوم انسان چې په الله جل جلاله او د اخرت په ورځ اېمان لری، هغه ته روا نه ده، چې په دې کې وینې تویې کړی او ونه یې غوڅه کړی، نه له ما نه مخکې چا ته روا وو او نه له ما وروسته چا ته روا دی. او ما ته هم له دې ساعته پرته حلاله نه ده، دا هم د دې د ظالمو وګړیو د ظلم له امله. خبردار! بیا د دې حرمت بېرته هاغسې شو، څنګه چې پرون و. نو له تاسو څخه کوم کس چې حاضر دی، هغه دې غایب ته هم دا ورسوی. که تاسو ته چا وویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې کې جنګ کړی دی، نو تاسو ورته ووایاست: بېشکه الله جل جلاله د خپل رسول صلی الله علیه وسلم لپاره حلال کړی وو او ستاسو لپاره یې نه دی حلال کړی. اې د خزاعه ټولیه! له وژلو مو خپل لاس پورته کړی، بېشکه چې وژل زیات شو…».

تاسو څه وویل؟

بېشکه بیا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم (کله مکه فتح او هلته ننوت) په صفا غونډۍ ودرېده او له الله جل جلاله یې دعا غوښتله، هغه ته یې زارۍ کولې او انصار پرې راغونډ شول.

نو هغوی په خپلو منځو کې وویل: آیا وینئ، چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې لورینه وکړه، د ده زمکه او ښار یې ورته فتح کړ، اوس به دلته پاتې کیږی؟

نو کله چې هغه له خپلې دعا نه وزګار شو، ویې ویل: «تاسو څه وویل؟»

هغو وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! هیڅ هم نه.

نو هغه دوی ته شله وو، څو هغوی ته خپله خبره وکړی.

بیا نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل: «زما ژوند له تاسو سره دی او زما مرګ هم له تاسو سره دی».

دالله جل جلاله لور ته د بلنې لپاره سریې استول

بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې خواوشا سیمو ته سریې ولېږلې، هغوی د الله جل جلاله لوری ته بلنه کوله او د جنګ امر نه وو ورته شوی.

او له هغو څخه یې یو خالد بن ولید رضی الله عنه ولېږه او امر یې ورته وکړ، چې د تهامې لاندې خوا د بلونکی په توګه لاړ شی، د جنګیالی په حیث یې نه وو استولی.

نو له بنو جذیمه قبیلې سره مخامخ شو، هغوی چې کله دی ولیده، وسلې ته یې لاس کړ، بیا خالد رضی الله عنه ورته وویل: وسله کېږدئ، خلکو اسلام راوړئ!

او خلکو د خالد بن ولید په وینا وسله کېښودله.

نو کله چې هغوی وسله کېښودله، په دې وخت کې خالد رضی الله عنه امر وکړ، هغوی وتړل شول، بیا تورې ته وړاندې کړل شول، نو چې له دوی څوک ووژل شول، هغوی ووژل شول.

کله چې دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، آسمان ته یې لاسونه پورته کړل، بیا یې وویل: «اې الله جل جلاله! بېشکه زه له هغه څه بېزاره یم، چې خالد بن ولید رضی الله عنه کړی دی».

اې الله جل جلاله! زه تا ته پناه در وړم

وروسته له هغه قوم څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له هغه خبر نه یې خبر کړ.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابوطالب رضی الله عنه راوغوښت، ورته یې وویل: «اې علی! دې قوم ته ورشه، د دوی په کار نظر واچوه او د جاهلیت کړه وړه له خپلو قدمونو لاندې کړه».

نو علی رضی الله عنه ووت، روان شو، څو هغو ته ور ورسېده او هغه مال هم ورسره وو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم استولی وو. بیا یې هغوی ته د هغوی له غوښتنې څخه زیات ورکړ. بیا بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راستون شو او هغه ته یې هغه خبر ورساوه، نو ورته یې وویل: «سم کار دې وکړ او ښه دې وکړ».

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ودرېده، قبلې ته یې مخ کړ، لاسونه یې پورته کړل او درې ځله یې وویل: «اې الله جل جلاله! زه له هغه څه بېزار یم، چې خالد رضی الله عنه کړی دی».

خالد رضی الله عنه عزی نړوی

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد رضی الله عنه عزی ته واستاوه.

او هغه یو ستر کور ، چې قریشو یې درناوی کاوه او د کنانه او مضر ټولو قبیلو یې هم تعظیم کولو.

کله چې هلته خالد رضی الله عنه ور ورسېده، هغه یې ونړاوه، بیا بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را وګرځېده.

د جګړې پای

او د مکې مکرمې له سوبې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته پنځلس ورځې میشت و او قصر لمونځ یې کولو.

د مکې فتح د هجرت په اتم د رمضان په میاشت کې وشوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید