روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوند 

ژباړه:محمدعلی عظمت

نهه دیرشمه برخه

او حمزه رضشی الله عنه ښه وجنګېده، چې څو پهلوانان یې ووژل.

وحشی رضی الله عنه وایی: په الله جل جلاله قسم، لکه چې زه یې ګورم، حضرت حمزه رضی الله عنه په خپله توره باندې خلک راغورځول… او ما خپله نېزه وخوځوله، چې ښه ترې ډاډه شوم، هغه مې پرې وواهه، له (نوم) ناپ سره پرې ولګېده او د پښو ترمنځ یې ووتله، نو هغه زما لور ته مخ را واړاو، خو مات او په زمکه پرېووت او ما دومره انتظار ورته وکړ، چې روح یې وخوت، ورغلم خپله نېزه مې را پورته کړه او د لښکر لور ته را وګرځېدم او له ده پرته زما کومه بله اړتیا نه وه.

نو کله چې حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه شهید شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ حضرت علی رضی الله عنه ته ورکړ.

بیا الله جل جلاله په مسلمانانو باندې خپل نصرت او بری را نازل کړ، خپله وعده یې له هغوی سره رښتیا کړه، نو هغوی (کفار) یې په توره ووهل، آن له میدانه یې په شا کړل او له شکه پرته ماتې یې په برخه شوه.

نو کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غشو ویشتونکو ولیده، چې دښمن ماتې وخوړه او مسلمانانو د غنیمت مالونو په راغونډولو شروع وکړه، دوی خپل ځایونه (سنګرونه) پرېښودل، د مسلمانانو د شا لوری یې د دښمن آس سپورو ته پرېښود، هغوی (دښمن) د شا له خوا راغی او یوه آواز کوونکی داسې چیغه پورته کړه: «خبر اوسئ! محمد صلی الله علیه وسلم ووژل شو».

نو مسلمانان وګرځېدل او مشرکان پرې ور تاو شول.

مسلمانان په شا شول او دښمن مرګ ژوبله په کې وکړه او دا د امتحان اوازموینې ورځ وه.

دښمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور ورسېده، نو هغه په کاڼو وویشتل، چې آن رباعی غاښونه یې ولګېدل او مخ یې ټپی شو او شونډه یې زخمی شوه او له مخ څخه یې وینې وبهېدې او له مخه یې وینې پاکولې او ویل یې: «د هغه قوم څنګه بریالی کېدای شی، چې د خپل نبی مخ یې په وینو رنګ کړ او هغه دوی خپل لور ته بلل؟»

بیا الله جل جلاله په دې اړه دا را نازل کړل: [لَیْسَ لَکَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْھِمْ اَوْ یُعَذِّبَھُمْ فَاِنَّھُمْ ظٰلِمُوْنَ﯏]

او کله چې دښمن حمله وکړه او ښه را نژدې شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «من یشری لنا نفسه؟» یعنې: څوک زمونږ لپاره ځان پلوری؟

بیا له انصارو څخه پنځه کسان پورته شول، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې دفاع کوله، دښمنانو سره یې جګړه وکړه، څو یو یو په دې لاره کې شهیدان شول.

بیا له مسلمانانو څخه یوه ډله پورته شوه، نو هغوی یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په شا کړل.

ښځه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دفاع کوی

حضرت ام عماره رضی الله عنها وایی: د ورځې په لومړیو شېبو کې ووتلم او ما کتل، چې خلک څه کوی اوله ما سره ژی (مشک) و او په هغه کې اوبه وې.

زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او هغه له خپلو ملګرو سره و او زور (فتح) او بری د مسلمانانو و.

بیا کله چې مسلمانان له ماتې سره مخ شول، زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته ورغلم، نو ما هم پخپله جګړه پېل کړه او په توره مې دښمنان ترې شړل او له لیندۍ څخه مې غشی ویشتل، څو مې په غوښه کې هډوکی مات او ټپی شوم.

(ام عماره) وایی: کله چې خلکو (دښمن) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخ واړاو، یو تن را وړاندې شو، ویل یې: ما ته محمد صلی الله علیه وسلم را وښیی، که هغه خلاص شو، زه به خلاص نه شم / که هغه روغ پاتې شو، زه به روغ پاتې نشم.

نو د هغه پر وړاندې زه ودرېدم، مصعب بن عمیر او څو هغه کسان هم وو، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتې او کلک درېدلی وو، نو (هغه کس) په ما باندې دا وار وکړ، (هغې پر غاړه باندې ژور ټپ و) نو ما هم په هغه ډېر ګوزارونه وکړل، خو له بده مرغه هغه دوې زغرې اغوستې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید