روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوند

هجرت څنګه وشو؟

دېرشمه برخه

ژباړه: محمدعلی عظمت

کله چې قریشو له الله جل جلاله څخه سرغړونه وکړه او د هغه نبی صلی الله علیه وسلم یې دروغژن وباله او چا چې د هغه (الله جل جلاله) عبادت کړی و، هغه یې واحد (یو) ګڼلی و او د هغه د نبی صلی الله علیه وسلم تصدیق یې کړی و، هغوی یې وربړول او ویې شړل. الله جل جلاله خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته د قتال (جهاد) اجازه وکړه.

نو لومړی آیت دا د هغه لپاره د جنګ د اجازې په اړه نازل شو: [اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّھُمْ ظُلِمُوْاﺚ وَاِنَّ اللہَ عَلٰی نَصْرِھِمْ لَقَدِیْرُﭶﺫ] ژباړه: هغه کسان، چې جنګ ورسره کولی شی، هغو ته اجازت ورکول شوی، ( چې هغوی په خپله له ځانه دفاع وکړی) ځکه پر هغو ظلم شوی دی او باور وکړئ، چې الله جل جلاله هغو ته په بری ورکولو پوره زورور دی. د حج سورت (۳۹) آیت.

نو کله چې الله تعالی خپل نبی صلی الله علیه وسلم ته د جهاد اجازه ورکړه او انصارو هم د هغه پېروی او متابعت غوره کړ، چې د اسلام د بری لپاره به یې مرسته کوی، هغه ته او د هغه پېروانو ته به پناه ورکوی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل قوم مهاجرینو اصحابو او هغه څوک، چې له ده سره په مکه مکرمه کې وو، امر وکړ، چې د مدینې لور ته ووځی او هجرت وکړی او له خپلو انصارو وروڼو سره یوځای شی.

او هغه وویل: «الله جل جلاله ستاسو لپاره وروڼه پیداکړی او کور یې درته چمتو کړی، چې هلته به تاسو خوندی یاستئ.»

بیا هغوی جوپې جوپې ووتل (روان شول).

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې پاتې شو، انتظار یې کولو، څو هغه خپل رب جل جلاله له مکې مکرمې څخه مدینې منورېته د هجرت کولو اجازه ورکړی.

او د قریشو مشران او له هغو پرته نور، چې قریش نه بلل کېدل، سره راغونډ (جرګه) شول.

نو د هغوی ځینو بعضو نورو ته وویل: د دې سړی کیسه (کړه وړه) تاسو ولیدل او ګورئ. له مونږ پرته نورو خلکو د هغه پېروی او متابعت کړی، په الله جل جلاله قسم، مونږ په خپلو ځانو وېرېږو چې حمله به راباندې وکړی. نو د ده په اړه خپله رایه غوټه او څرګنده کړئ.

نو له دوی نه یو تن وویل: هغه په اوسپنو (زولنو) کې بند کړئ، دروازه ور پسې پورې او د مرګ انتظار یې کوئ.

بیا له هغوی څخه یوه ویونکی وویل: له خپلو ځانو څخه یې باسو، زمونږ له ښارونو څخه یې شړو، نو کله چې له مونږه څخه لاړ، په الله قسم، مونږ دا پروا نه لرو، چې هغه کوم لور ته لاړ او څه ور پېښ شول.

نو ابوجهل وویل: په الله جلاله سوګند، د هغه په اړه له ما سره یوه رایه او نظر دی، چې له هغه وروسته به تاسو ستونزه و نه ګورئ.

هغوی وویل: ابوالحکمه هغه څنګه رایه ده؟

ده وویل: زما رأیه دا ده، چې له هرې قبیلې یو تکړه، غوره اوغښتلی ځوان غوره کړو، بیا هغه ته غوڅونکې توره ورکړو، څو هغوی د هغه لور ته ورشی، هغوی به په ده باندې د یو تن غوندې ګوزار وکړی او هغه به ووژنی، نو مونږ به ترې ارامه شو، که چېرې هغوی (ځوانان) داسې وکړی، د ده وینه به په ټولو قبیلو کې خوره شی.

نو جبرائیل علیه السلام، رسول کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی، ورته ویې ویل: نن شپه دې په هغه بستر او فرش باندې مه ویده کېږه، په کوم چې پخوا ویده کېدلې.

نو کله چې د شپې تیاره را خپره شوه، هغوی د ده په دروازه راغونډ شول، انتظار یې کولو، چې هغه کله ویده کیږی، څو یرغل پرې وکړی.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ولیدل، حضرت علی بن ابوطالب رضی الله عنه ته یې وویل: زما په بستره باندې ویده شه او زما دا شین حضرمی څادر درباندې وغوړوه، نو په دې کې ویده شه او چې ته له دوی نه څه بد ګڼې، هغه به تا ته در و نه رسیږی.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله ویده کېده، نو په همدې څادر کې به ویده کېده.

نو کله چې هغوی د ده لپاره سره راغونډ شول او په دوی کې ابوجهل بن هشام هم و، نو هغه (ابوجهل) وویل او هغوی د ده د دروازې مخې ته وو: محمد (صلی الله علیه وسلم) داسې ګومان کوی، که چېرې تاسو د هغه متابعت وکړئ، نو د عربو او عجمو واکمنان به شی، بیا به ستاسو له مړینې وروسته بېرته راپاڅول کېږئ، بیا ستاسو لپاره اور پیداکیږی او په هغه کې به سوځول کېږئ.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې ور ووت او ویې ویل: «هو، زه دا وایم او ته هم یو له هغو څخه یې.» او الله جل جلاله د دوی د سترګو د لیدلو ځواک ترې واخیست، نو هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) یې نه لیده.

بیا کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تللو پرېکړه وکړه، ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته راغی او دواړه ابوبکر صدیق له دریڅې څخه د شا لور ته ووتل.

بیا دواړه د مکې په ښکتنۍ برخه کې د ثور غره یوې سمڅې ته ورغلل او هلته ننوتل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم او صدیق اکبر رضی الله عنه د شپې غار ته ورسېدل.

نو ابوبکر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخکې غار ته ننوت، غار یې صفا او پاک کړ، څو وګوری چې په هغه کې خو به مار، لړم او بل کوم ژوی نه وی.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار کې درې ورځې تېرې کړې او ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم ورسره و.

او قریشو د ده په اړه سل اوښان انعام وټاکه، چې څوک هغه دوی ته راستون کړی.

چې درې ورځې تېرې شوې او خلک (قریش) ترې غلی شول (کېناستل) ، دوی دواړو ته هغه کس له دوو اوښانو سره راغی، چې دوی په مزدروی نیولی و.

نو دواړه سپارل شول… او روان شول… .

حضرت ابوبکر رضی الله عنه خپل غلام، عامر بن فهیره شا ته له ځان سره سپور کړ، څو په لاره کې د دوی خدمت وکړی.

او دوی څلور کسه وو: رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر صدیق رضی الله عنه، عامر او عبدالله بن ارقط د دوی لارښودونکی (راه بلد).

نو کله چې د دوی لارښودونکی دوی روان کړل، د مکې په ښکتنۍ خوا یې روان کړل، بیا یې هغه دواړه د ساحل په لور روان کړل، تر دې چې هغوی مدینې ته د دوشنبې په ورځ د ربیع الاول په (۱۲ مه) ورسېدل، هغه هم داسې مهال، چې لمر د آسمان منځ ته راغلی او سخته ګرمی وه.

له مکې مکرمې نه د وتلو او مدینې ته تر ننوتلو پورې پنځلس ورځې پرې تېرې شوې، ځکه دوی درې ورځې د ثور په غار کې تېرې کړلې.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې ورځ درې پنځوس کلن و او دا چې له دې دیارلس کاله وړاندې الله عزوجل په رسالت سره نازولی و.

او دوی چې په کومه لاره روان شوی و، دا هغه اشنا لاره نه وه او له هغه څخه ډېره لرې وه.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید