روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوندامین

پنځمه برخه / ژباړه: محمدعلی عظمت

   رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوان شو، الله جل جلاله هغه د جهالت له ګنده ګیو او چټلیو څخه وساته، ځکه الله جل جلاله هغه ته عزت او رسالت ور په برخه کاو، نو د مروت او ځوانۍ له خوا هغه د خپل قوم غوره سړی و. د ښو خویونو خاوند، د عزتمند نسب، د ښه ګاونډیتوب، د لوی زغم، د رښتیا وینا (خبرو) او د امانت ښه ساتونکی و، له بدو خبرو ډېر لرې او له هغو اخلاقو څخه ډېر پاک او سپېڅلی و، چې د خلکو سپېڅلتیا اوغوروالی زیانمنوی، نو خپل قوم امین باله، ځکه چې الله جل جلاله ټول ښه خویونه پکې راټول کړی وو.

د فجار جګړې ته ځې

   رسول الله صلی الله علیه وسلم چې څوارلس کلن شو، د قریشو کنانه او قیس عیلان ترمنځ د فجار جګړه ونښته.

   دا جګړه عروه ونښلوله، ځکه چې د نعمان بن منذر کاروان ته یې پناه (امن) ورکړ.

   نو ده (عروه) ته براض بن قیس وویل: آیا ته د کنانه خلاف چاته پناه ورکوې؟

   عروه وویل: هو، زه د ټولو خلکو خلاف پناه ورکوم.

   عروه ووت ولاړ، براض غوښتل چې عروه ناڅاپه چېرته بې پروا پیداکړی. براض ناببره (ناڅاپه) په عالیه نومی ځای کې عروه پیداکړ، پرې ور ټوپ یې کړ او د محرم په میاشت کې یې وواژه، نو دا جنګ یې په فجار (ناوړه) سره ونوماو، ځکه چې دا جنګ په حرامو (عزتمندو) میاشتو کې و او دوی ټولو ناوړه او بد کار ترسره کړ.

    نو قریشو ته یو کس راغی او ویې ویل: براض، عروه وواژه.

   دا کیسه د عکاظ بازار کې په محرمه (عزتمنده) میاشت کې ترسره شوه. دوی وکوچېدل او هوازن نه و خبر، بیا هغوی (هوازن) ته هم خبر ورسېده، هغوی ورپسې شول، مخکې له دې چې حرم ته ننوزی هغوی یې پیدا کړل، جګړه یې سره پېل کړه، تر څو شپه شوه، حرم ته ننوتل نو هوازن له جګړې لاس واخیست.

   له دې وروسته څو ورځې سره وجنګېدل، خو یوې ډلې هم ځانته مشر نه درلود، د قریشو او کنانه هرې قبیلې ځانته ځانته مشر درلود او د قیس هرې قبیلې هم جلا جلا مشر لاره.

   په ځینو ورځو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د جګړې ډګر ته ورغلی، ځکه چې ترونو یې له ځان سره بېولی و. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی: چې کله به دښمن زما د ترونو لور ته غشی را وویشت نو ما به هغه بېرته ور ایساراو.

ممکن است شما دوست داشته باشید