روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حارث له لور جویریې سره د هغه واده

لیکنه: محمود شلبی / ژباړه: محمد علی عظمت / دوه پنځوسمه برخه

او په دې ورځ چې څوک بندیان شوی وو، په هغو کې د حارث بن ابی ضرار لور (جویریه رضی الله عنها) د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن هم وه.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته ستونشو،نو د هغې پلار (حارث بن ابو ضرار) د خپلې لور فدیه راوړه.

کله چې دی عقیق ته را ورسېده، اوښانو ته یې وکتل، کوم یې چې د فدیې لپاره روان کړی وو، نو له هغو څخه یې دوه خوښ شول، بیا یې هغه دواړه د عقیق له کندو په یوه کنده کې غیب (پټ) کړل.

بیا دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې محمده (صلی الله علیه وسلم)! زما لور مو بندی (بندیوانه) کړې او دا د هغې فدیه.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «نو هغه دوه اوښان چېرته دی، چې تا د عقیق په پلانۍ او پلانۍ کنده کې پټ کړل».

بیا نو حارث وویل: اشهد أن لا اله الا الله و انک محمد رسول الله. زه ګواهی ورکوم، چې له یوه الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او ته محمد د الله جل جلاله رسول یې. په الله قسم، چې له الله جل جلاله پرته په هغه بل څوک نه دی خبر شوی! نو بیا حارث او ورسره د ده دوو زامنو او د قوم ډېرو خلکو یې اسلام راوړ.

او هغو دوو اوښانو پسې یې څوک واستولو او هغه دواړه یې راوستل، هغه اوښان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړل او ده ته یې لور (جویریه) ور وسپارل شوه، نو هغې اسلام ومانه.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د ځان لپاره د هغې له پلاره وغوښتله، نو ده هم هغه ور په نکاح کړه او هغې ته یې څلور سوه درهمه مُهر ورکړ.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې سفره را روان و، تر دې چې مدینې منورې ته نژدې شو او په دې سفر کې عایشه هم ورسره وه، چې د هغې په اړه دروغ تړونکو (اهل الافک) څه وویل، هغه یې وویل.

د دروغو تور تړلو کیسه

عایشه رضی الله عنها وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د سفر کولو اراده وکړه، نو د خپلو مېرمنو ترمنځ به یې پچه اچوله، چې د هر چا به پچه وختله، هغه به یې له ځان سره بېوله.

کله چې د بنومصطلق غزا وه، نو د خپلو بیبیانو ترمنځ یې د تېر په څېر پچه واچوله، چې زما پچه وختله.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له ځان سره روانه کړم، هغه مهال د ښځو لږ خوراک خوړل عادت و، بدنونه یې غټ نه وو، چې درندې وای. کله به چې کوچ کېده زه په خپله کجاوه کې کېناستم، کومو کسانو به چې زما اوښ روانولو، هغوی به راغلل، زما کجاوه به یې پورته او په اوښ کېښودله او بیا به یې په رسیو وتړله، وروسته به یې اوښ له مهاره ونیو او هغه به یې روان کړم.

نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې سفره وزګار شو، بېرته یې مخ را وګرځاو، تر دې چې مدینې منورې ته نژدې شو، هلته یې پړاو واچولو، د شپې څه برخه یې تېره کړه.

بیا یې د کوچ کولو اعلان وکړ.

نو خلک روان شول، وکوچېدل.

او زه هم د خپلې اړتیا لپاره ووتلم او زما په غاړه کې یوه غاړه کۍ وه، چې په هغه کې د ضفار ښار کونجکې، غمی او مرۍ وې. کله چې زه وزګاره شوم، هغه زما له غاړې وښوېده (شکېدلې وه) او زه پرې پوه نه شوم.

نو خپلې کجاوې ته چې راغلم، د هغې لټون مې پېل کړ، خو ومې نه موندله.

او خلکو د کوچ کولو (تللو) بندوبست کولو.

زه بېرته هغه ځای ته ورغلم، چېرته چې تللې وم، هلته مې هغه ولټوله او پیدا مې کړه.

او کومو کسانو چې زه په اوښ باندې وړلم، هغوی راغلی وو، کجاوه یې اخیستې او په اوښ باندې یې ایښې وه، هغو داسې ګومان کړی، چې زه د پخوا په شان په هغه کې یم. او په دې کې یې هیڅ شک نه و کړی، چې زه په هغه کې نه یم.

بیا یې اوښ له مهاره نیولی او روان کړیو.

نو زه  د لښکر ځای ته راغلم او په هغه کې کوم بلونکی او اورېدونکی نه و او خلک تللی وو.

بیا مې په خپل پړونی کې ځان ونغښت او په ځایکې څملاستم او پوهېدم، که چېرې زما پلټنه وشی نو بېرته به ما ته را واستول شی.

نو په الله جل جلاله قسم، زه لا ویښه پرته وم، څو صفوان بن معصل سلمی، چې د څه اړتیاوو لپاره له لښکره وروسته پاتې شوی و او له لښکر سره یې شپه نه وه تېره کړې، زما تر څنګ تېرېده.

هغه زه ولیدلم، نو بېرته را تاو شو او ودرېده، د حجاب له فرض کېدو وړاندې هغه زه لېدلې وم.

بیا کله یې چې زه ولیدلم، ویې ویل: انا لله و انا الیه راجعون، د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ودانه ده!؟

او زه په خپلو جامو کې ښه نغښتې وم.

ویې ویل: الله جل جلاله دې رحم در باندې وکړی، ولې پاتې یې؟

نو ما هیڅ خبره هم ورسره و نه کړه… بیا یې اوښ را نژدې کړ، ویې ویل: په اوښ سپره شه او پخپله دی له ما ښه وروسته شو.

بیا زه سپره شوم، هغه د اوښ مهار ونیو، د خلکو په لټون پسې خورا چټک روان شو.

نو په الله جل جلاله قسم، مونږ خلک (لښکر) پیدا نه کړ او نه زما په نه شتون څوک پوه شول، تر دې چې سهار شو او لښکر پړاو واچولو.

بیا کله چې ښه ډاډه شول، هغه سړی، چې زما اوښ یې بېولو، ښکاره شو، نو د دروغو تور تړونکو هغه څه وویل، چې ویې ویل. بیا لښکر پرېشانه وخوځېده او په الله جل جلاله قسم، چې زه له دې (دروغو) په هیڅ شی هم پوه نه شوم.

 (عایشه رضی الله عنها) وایی: مدینې منورې ته ورسېدو، ډېر وخت مې لا نه و تېر کړی، چې ډېره سخته ناروغه شوم او له دې پېښې څخه ما ته هیڅ خبر نه و رسېدلی.

او خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم او زما مور او پلار ته ورسېده، خو هغوی له هغې (خبرې ــ پېښې) ما ته نه لږ کیسه کوله او نه ډېره، خو دا چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړو وړو کې بدلون ولیده.

زه به چې مخکې ناروغه شوم، پر ما به مهربانه و، ولې په دې ناروغۍ کې یې هسې و نه کړل، نو ما هغه نه دا بدلون احساس کړ. کله به چې هغه ما ته راغلو او زما مور به د  درملنې لپاره له ما سره وه، و به یې ویل: ستاسو دا څنګه ده؟ او له دې زیات به یې څه نه ویل.

تر دې، چې په زړه کې مې څه خبرې وګرځېدې، نو ومې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! دا مې هغه مهال وویل، چې له هغه مې جفا حس کړه، که ما ته اجازه وکړې، څو خپلې مور ته ورشم، نو هغه به زما خدمت کوی.

ویې ویل: «څه، څه پروا نه لرې».

بیا زه مورته ورغلم، خو چې کومه خبره ګرمه وه، په هغه زه بیخی خبره نه وم، تر دې چې له څه د پاسه شلو شپو وروسته له رنځورتیا روغه شوم.

او مونږ عربان وو، د عجمو په څېر مو بیت الخلاوې نه درلودې، مونږ هغه نه خوښولې، په رښتیا چې مونږ به دښتې (پراخ) ځای ته تللو او هره شپه به ښځې د خپلو اړتیاوو لپاره وتلې.

بیا یوه شپه زه هم د ځینې اړتیاوو لپاره ووتلم او له ما سره ام مسطح هم و… او د هغې مور د ابوبکر صدیق رضی الله عنه توړۍ وه.

په الله جل جلاله قسم، چې هغه له ما سره تلله (روانه وه) ، چې ناڅاپه په خپل پړونکی وغورځېده، نو ویې ویل: مسطح دې تیندک وخوری.

ما ورته وویل: ډېر بد دې وویل، په الله جل جلاله قسم، داسې سړی ته دې وویل، چې له مهاجرینو څخه دی او د بدر په غزا کې هم موجود و!

هغې وویل: اې د ابوبکر لورې! او آیا تا ته خبر نه دی رسېدلې!؟

ما وویل: کوم خبر، د څه خبر؟

بیا هغې زه په هغه څه خبره کړم، چې د اهل الافک وینا وه.

ما وویل: آیا همداسې وه!؟

هغې وویل: هو، په الله جل جلاله قسم، چې همداسې ده!

نو په الله جل جلاله قسم، چې د خپل حاجت په پوره کولو و نه توانېدم او بېرته ستنه شوم. په الله جل جلاله قسم، ما پرله پسې ژړل ژړل… تر دې، ما ګومان وکړ چې ژړا به زما ینه (ځیګر) وچوی (څیرې کړی.)

او مورته مې وویل: الله جل جلاله دې تا ته بښنه وکړی، خلکو چې کومې خبرې وکړې، هغه یې وکړې او تا له هغو څخه ما ته هیڅ یادونه هم و نه کړه.

هغې را ته وویل: لورکۍ! دا کار په ځان اسان کړه، په الله جل جلاله قسم، ډېر کله به یوه ښایسته ښکلې ښځه وی او د داسې سړی مېرمن به وی، چې هغه به یې خوښوی او مینه به ورسره کوی او نوموړې به بنې هم لری، نو بیا به یې بنې او نور خلک خبرې پسې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید