روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د بشر حقونو د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړی دیخپلواک کمېسیون او سازمان وایی، په دغه هېواد کې د جګړو اکثره قربانیان عام وګړی دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې روان جګړهییز وضعیت د اندېښنې وړ بولی.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مشر ذبیحالله فرهنګ وویل چې کمېسیون په دې اړه په خپل شپږ میاشتنی راپور کار کوی چې ډېر ژر به بشپړ او له خلکو او رسنیو سره شریک شی.
د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په دې اړه اندېښنه ښیی.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وایی: “په خواشینۍ سره چې ورځ بلې ته په هېواد کې جګړې زیاتېږی، دا د دې لامل ګرځی چې ملکی خلک ووژل شی، دوی ته د سر او مال زیانونه اوړی او له خپلو مېنو بېځایه کېږی، دا هغه څه دی چې د بشری حقونو پر بنسټ جنګی جنایات بلل کېږی.”
د وروستیو جګړو د قربانیانو کورنۍ هم همدا خبره کوی او له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کوی.
مخکې تر دې افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته دېر پام کوی.
طالبانو هم ورته ژمنې کړې وې، خو د وروستیو جګړو د ملکی قربانیانو حال دا څرګندوی چې په دې ژمنو عمل نهدی شوی.
ښاغلی لعل او د قربانیانو کورنۍ له افغان حکومت او طالبانو د جګړو د نړیوالو اصولو په پام کې ساتلو او د جنګونو د پای غوښتنه کوی.
د مې میاشتې له لومړۍ نېټې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی په دغه هېواد کې جګړو هم زور اخیستی دی.