روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د جلیل القدر تابعی أحمد بن مسکین او أبونصر الصیاد له پنده ډکه واقعه!

عبدالرحمن محمود

أبو نصر الصیاد د خپلې فامیلۍ سره په ډیر فقر او غربت کی ژوند تیراوه ، یوه ورځ همدا صیاد پر لاره غمجن أو پریشانه روان وو ، میرمن او یوه دانه بچی یی په کور کی له ولږې کړیدله ، ابو نصر الصیاد د خپل وخت د مشهور عالم احمدبن مسکین سره یو ځای سو ، و هغه ته یی د خپل زبون سوی ژوند او حال شکایت وکړ ، هغه ورته وویل په ما پسی راځه و دریاب ته زو ، دواړه دریاب ته ولاړه ، هغه عالم ورته وویل دوه رکعته نفل وکه بیا بسم الله ووایه او دا جال و دریاب ته و غورځوه ، هغه همداسی وکړه ، په جال کی یو لوی ماهی را ووت.

عالم ورته وویل دا ماهی یوسه په بازار کی یی خرڅ کړه و خپل عیال ته ډوډۍ په رانیسه ، هغه هم ماهی په بازار کی خرڅ کړ ، په هغه قیمت یی دوه لویې پتیری واخیستلې ، او د ځان سره یی فیصله وکړه چی عالم ته به یوه پتیره ورکوی ، عالم ته ورغی او یوه پتیره یی ورکړه، عالم ورته وویل که چیری دا کار ما د خپل نفس د غوښتنی لپاره کړی وای او ستا څخه می نیت د أجر کړی وای دا ماهی به له اوبو څخه نه وو را وتلی ، مقصد دا چی دا عالم ښه په دې نیت نه وو کړی چی بدله یی له بنده څخه واخلی ، بیا یی و فقیر ته هغه پتیره واپس ورکړه ، او ورته ویی ویل چی دواړی پتیرې یوسه په خپل عیال یی وخوره.

دا فقیر پر لاره کی و خپل کور ته روان وو ، چی یوه بله میرمن یی ولیدل چی ماشوم ورسره دی او د ولږی آثار پر ښکاره دی ، او هیڅوک هم نلری ، فقیر یوار و دې میرمنی او ماشوم ته وکتل بیا یی و پتیرو ته وکتل ، د خپل ځانه سره یی وویل چی دا ښځه او ماشوم هم داسی وږی دی لکه ستا میرمن او بچی ، فکرونو واخیست چی څه وکړی ؟

خلاصه داچی ددې ښځی په سترګو کی یی أوښکې ولیدلې نور یی تحمل و نسو کړای هغه پتیرې یی و همدی ښځی ته ورکړی ، هغه خوشحاله سوه ، د بچی پر څهره یی مسکا ښکاره سوه.

مګر دا فقیر بیا د خپل عیال د یوی ګولې نفقې سوچونو واخیست.

دی په همدی فکرو کی غرق وو چی یو نابلده سپینږیری سړی یی ولید دده د نامه پوښتنه یی کول ، خلګو و ده ته را واستوه ، هغه سپینږیری ورته وویل: ځویه ستا د پلار پر ما قرض باندی وو ، ډیر کوښښ می وکړ چی پیدا یی کړم ، نن می الحمدلله ته پیدا کړې ، دا دی د پلار قرض دی ، دیرش زره دراهم دی.

ابونصر الصیاد قیصه کوی چی ددی روفو په وجه زه د خپل کلی تر ټولو مالدار او شتمن شخص وګرځیدم ، تجارتونه می شروع کړه ، په صدقو او خیراتو می شروع وکړه ، داسی وخت هم راغی چی پر یوه ځای می و یوه فقیر ته زر درهم ورکړه ، همداسی ورځې تیریدلې ، ما صدقات او خیراتونه کول تر څو چی خپل ځان می غټ سخی راته معلوم سو ، په صدقه او خیرات ورکولو کی لیږ دا احساس راسره ملګری سو چی په سخاوت ښه مشهوره سم.

ابو نصر وایی زه په همدی حالت کی وم یوه شپه می خوب لیدی ، د میزان ترازو نصب سوی وی ، د هر چا نیک او بد عملونه تلل کیږی ، یو چا ږغ وکی چی ابونصر دی راسی عملونه یی تلل کیږی ، زه هم راغلم ، زما بد عملونه یی د ترازو و یوې پلې ته واچول او نیک عملونه وبلې ته ، د بدو عملو پله می درنه سوه ، بیا می وویل چی هغه زما خیراتو او صدقې چیری دی ؟ بیا یی هغه زما ټول خیراتونه راوړه ، خو تر هر خیرات لاندی یوه روفی (د نفس غوښتنې او پټې ریاء) لاندی وه چی خیراتو نه یی د پختی په ډول سپک کړې وه ، هیڅ وزن یی نه لاره ، بیا د بدو اعمالو پله درنه سوه.

زه په ژړا سوم ، او نعرې می کړی چی نجات غواړم ، بیا می ږغ واورید چی د ابونصر الصیاد کوم نیک عمل پاتی دی ؟ یو چا جواب ورکړ چی هو ، دوې پتیرې پاته دی ، بیا یی هغه راوړی د نیکۍ په پله کی یی واچولې تر څو چی د بدۍ له پلی سره برابره سوه.

مګر زه ویریدلم چی معامله به می څنګه سی ؟ په دې حال کی ما بیا ږغ واوریدی چی أیا دده بل نیک عمل پاتی دی ؟ یو چا چواب ورکړ چی هو ، د هغې ښځې د خوشحالۍ أوښکې دی چی کله و هغې ته دوه پتیری ورکول شوی ، بیا هغه أوښکی د نیکۍ په پله کی واچول سوی ، د نیکۍ پله می درنه سوه ، او دې وخت کی می واوریده چی یو څوک أواز کوی (لقد نجا أبونصر) أبو نصر نجات پیدا کړ ، له خوبه څخه ویریدلی را کښینستلم او دا جمله پر خوله جارې وه که پتیرو کی د هغې مسکینی میرمنی نصیب نوای ماهی به په جال کی نه وو را وتلی.

نو معلومه سوه چی کله یو لیږ عمل د اخلاص د رب تعالی پر دربار قبول شوی وی هغه ډیر ځای ونیسی تر هغه لوی لوی عملونو چی اخلاص پکښی کم او یا نوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید