روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تېر حکومت په پرتله د کانونو او پټرولیم وزارت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی؛تېر یوه کال کې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوی دی

د کانونو او پټرولیم وزارت تېر یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ عواید را ټول کړی دی

د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د یوې خبری غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور وویل چې په تېر یوه کال کې یې ټول ټال ۱۳ میلیارده ۲۰۹ میلیونه ۲۷۴ زره ۴۸۶ افغانۍ عواید راټولې کړې دی.

نوموړی زیاته کړه، چې د تېر کال په لومړۍ ربع کې یې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی، په داسې حال کې چې د تېرې ادارې د کانونو او پټرولیم وزارت په همدومره موده کې یواځې ۶۸ میلیونه افغانۍ عواید درلودل.

ښاغلی دلاور همدارنګه وویل چې د قراردادونو او عوایدو په برخه کې د روڼتیا او شفافیت په موخه یې داسې طرحه جوړه کړې ده چې له مخې یې د یاد وزارت هېڅ چارواکی یا کارکوونکی فزیکی پیسې نشې اخیستلای او ټولی مالی  معاملې به د بانکی سیستم په واسطه سرته رسېږی.

سرپرست وزیر وویل هڅه کوی چې د کوچنیو او لویو کانونو د سپړنې او قراردادونو په وسیله خلکو ته د کار زمینه برابره او متوازن او پراخ پرمختګ څخه ملاتړ وکړی.

د نوموړی په خبره د هېواد په بیلا بېلو ولایتونو کې د ۱۵۸ کوچنی مقیاس کانونو د سپړنې لړۍ پیل کړې ده، چې تر دې دمه پورې یې د داوطلبۍ او جواز ورکولو کارونه بشپړ شوی دی.

شهاب الدین دلاور په ورته وخت کې د یو شمېر لویو کانونو د سپړنې په موخه د کارونو د پیل خبر هم ورکړ چې له هغې ډلې څخه د کونړ او ننګرهار د مرمرو پروژه، د پروان ولایت د لولنج ساحې د تراورتین پورژه، د غور ولایت د سرپو، جستواو تولک پروژې، د هرات ولایت کې د غوریانو د اوسپنې پروژه، د جبل السراج او سمنګان د سمینتو پروژې، د کټواز حوزې د تېلو د پروژو لومړنۍ چارې پیل شوې دی.

سرچینې همدارنګه وویل چې اوسمهال  د قشقرې د تېلو د را ایستلو عملی کار دی چې هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۲۰۰ ټنه خام تیل ترې را ایستل کېږی.

هېره دې نه وی چې د کانونو او پټرولیم وزارت په راتلونکی کې د یو شمېر نورو پلانونو د درلودلو خبر هم ورکړ، چې له مخې به یې د کانونو د قراردادو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته او سپړنې به د ټولو نړیوالو معیارونو او اصولو په نظر کې نیولو سره تر سره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید