روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تېرې شل کلنې دورې د اقتصادی حالت ارزونه او د هېواد راتلونکې…!

سلیمان سعید غلجی

د ثور له کودتا مخکې ګران هېواد تدریجی پرمختګ درلود، کورنی او بهرنی سیاست کې حکومت خپلواک ؤ، غله مو له خپله هېواده پوره وه او د خوراکی موادو په لړ کې چاته محتاج نه وو او له ټولو ګاونډیو او سیمه یزو هېوادونو سره مو د متقابل احترام او خپلو ملی ګټو پر اساس اړیکې درلودې.

خو د ثور له بدمرغې کودتا وروسته د ګران هېواد او ملت هر اړخیزه تباهی پیل شوه، نظام مو ړنګ، خپلواکی مو سلب او هېواد اشغال شو، ښارونه مو کنډواله او کلی مو په تورو ایرو بدل شول، په میلیونونو هېوادولو مو هجرت ته مخه کړه او داسې یوه نا پایه جګړه پیل شوه، چې پوره درې څلویښت کاله یې دوام وکړ. په میلیونونو هېوادوال مو پکې شهیدان، زخمیان، معلولین او ځینې نور تری تم ورک شول. ځکه خو ویلی شو چې د افغانستان د دغې اوږدې بدبختۍ ټول مسؤلیت کمونستانو ته راجع کیږی.

بیا کله چې ګران هېواد کې د تېر امارت پر مهال امن راغی، کار او پرمختګ ته زمینه برابره شوه او یو ځل بیا خپلواک حکومت جوړ شو، نو نړۍ والو بشر دوستانو(!) داسې بندیزونه راباندې ولګول، چې د نړۍ په هیڅ دین او قانون کې یې جواز نه درلود. تر دې چې بالآخره امریکا د ګردې صلیبی نړۍ په مرسته او ګډون یو لوی لښکر را جوړ او مستقیم یرغل یې وکړ.

نو یو ځل بیا مو نظام ړنګ، خپلواکی مو سلب او هر څه مو د اشغالګرو په واک او کنټرول کې شول. د نورو ناخوالو تر څنګ؛ اقتصاد مو هم وشړید، خلک ټول په سرکاری تنخواګانو روږدی او د بنسټیز اقتصاد جوړونې لپاره هیڅ ونه شول.

البته؛ که څه هم ظاهراً خو په تېره شل کلنه دوره کې بې حسابه ډالر افغانستان ته راغلل، خو په داسې چارو مصرف نه شول چې هغه د هېواد پرمختګ وګڼل شی او اقتصادی ودې ته لاره پرانیزی.

مثلاً که د بریښنا په برخه کې به مرسته کېده، نو د دې پر ځای چې بندونه جوړ شی، دوی به پر خلکو جرناتورونه او شمسۍ تقسیمولې!

همداراز که د زراعت برخه کې به مرسته وشوه، نو د غنمو کرلو پر ځای به، د زعفرانو، ینجې، الوویرا، سویابین او یا هم د باغدارۍ لپاره خلک هڅول کېدل! حال دا چې که یو څوک غله ونه لری، نو د هغه لپاره د سبزیو او مېوو درلودل څه ارزښت لری؟

خو اصلاً د اشغالګرو پالیسی دا وه چې دلته یې د اقتصاد او بیا رغونې په برخه کې هیڅ داسې بنسټیزې چارې نه ترسره کولې، چې افغانان په خپلو پښو ودریږی او د آینده لپاره د دې ولس درد دوا او مشکلات یې حل شی. ځکه خو دا دی نن وینو، چې د دوی له وتلو سره سم د ټول ولس اقتصادی مشکلات راپورته او زیات شول.

تېره شل کلنه دوره کې موږ داسې مثال درلود، لکه یو بې وزله چې غرمنۍ کې د چا میلمه شی، ښې غوښې او پلاونه وخوری، خو بېګا چې کور ته راشی، د خوړو هیڅ نه لری او وږی ویده شی…!

افغانستان ته هم په تېرو شلو کلونو کې ښه پرېمانه ډالر راغلل، خو واک یې بیرته د بل چا په لاس کې ؤ، په داسې چارو نه مصرفیدل چې د ولس راتلونکې تضمین کړی، هر څه موقتی او عارضی وو. مثلاً په زیاته اندازه پارکونه، د لوبو میدانونه، امن کورونه، لوکس او مجهز دفترونه او یو څه سړکونه جوړ شول. همداراز په بهرنیو مرستو کې غټه برخه یې یو محدود شمېر غلو او مفسدینو ته ورکړل شوه، چې د هغوی له خوا پرې لوړې لوړې بنګلې، ښایسته ښارګوټی او مارکیټونه جوړ شول.

دا سمه ده چې پارکونه، دفترونه، د ښوونځیو او پوهنتونونو ودانۍ او سړکونه موږ ته راپاتې دی او ګټه ترې اخیستلای شو، خو باید چې اولویات او ثانویات وپېژنو!

دغه لوکس ودانۍ او مجهز دفترونه داسې مثال لری، لکه یو کس چې له لوږې او تندې بې حاله پروت وی او خلک د مرستې په توګه د سرو زرو ساعت، یو قیمتی موبایل، ښایسته بوټان او ښکلی رخت ورکړی! حال دا چې هغه یو ګیلاس اوبو او یو کنډک ډوډۍ ته اړتیا لری.

نو دلته هم د خلکو اولویت ته توجه نه کېده، باید چې تېرو شلو کلونو کې د زراعت په برخه کې دومره کار شوی وای چې نن مو غله ټوله خپله او د اوړو او غوړیو په برخه کې هیچا ته محتاج نه وای!

که یو څوک په خټین کور کې اوسی او خپله غله ولری، پټی او مالداری یې وی، خس او ځنګل یې خپل وی او یو ښکلی کوهی ولری، خو یو بل کس په ښکلې دنګه ماڼۍ کې پروت وی، ښې ښایسته قالینې پکې فرش او ښه لوکس چاپیریال یې برابر وی، خو خوراک، څښاک نه لری، نو د کوم یوه ژوند غوره بولئ؟!

پایله دا چې تېره شل کلنه دوره کې خو زموږ اقتصاد هسې جعلی او تصنعی بڼه درلوده، اوس چې هېواد مو ازاد او خپلواکی مو تر لاسه کړه، ځکه خو اوس زموږ راتلونکې؛ موږ پورې اړه لری.

د اقتصادی خپلواکی تر لاسه کولو او ښې راتلونکې لپاره لازمه ده چې حکومت داسې بنیادی چارو ته پاملرنه زیاته کړی چې هغه د هېواد پرمختګ او خود کفایی تضمین کړی.

زموږ په اقتصادی پلان کې باید دوو برخو ته زیاته پاملرنه وشی:

لومړی باید سمدستی او بېړنی اقدامات ترسره شی، لکه له ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتی تسهیلاتو برابرول، خپلو صادراتو ته بازار موندل او د نړۍ والو مرستو راجلبول، چې په دې لړ کې د سیمه یزو او نړۍ والو هېوادونو له رقابت څخه سالمه ګټه اخیستل او ځان پرې رسول د زیاتې توجه وړ دی. همداراز موږ کولای شو چې د خپل ستراتیژیک موقعیت او مثالی امنیت په درلودرلو سره ګاونډیو او سیمه یزو هېوادونو ته ترانزیټی لارې برابرې کړو، چې په دې توګه به له یوې خوا نغد مالیات تر لاسه کړو او له بلې خوا به په خپل امنیت او پرمختګ کې سیمه ایز هېوادونه ښکېل کړو، بیا به نو تر ډېره بریده له بندیزونو، لاس وهنو، دسیسو او د منزوی کېدو له ګواښ څخه مصؤن یو او زموږ سیمه ییز شریکان به مجبور وی؛ چې د خپلو ګټو پر اساس موږ سره وپالی. د دې تر څنګ بله هڅه باید دا وی، چې د سیمې او نړۍ په کچه هېوادونه او خصوصی شرکتونه وهڅول شی تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړی او خلکو ته مو د کار روزګار زمینه برابره شی.

د پلان بله برخه باید دا وی چې هېواد کې دننه داسې بنیادی چارې تر سره شی چې د راتلونکې لپاره زموږ خود کفایی تضمین کړی شی. مثلاً لوی لوی بندونه جوړول، تر څو له یوې خوا بریښنا تر لاسه کړو او له پردی مجبوریته خلاص شو او له بلې خوا د نهرونو او کانالونو په واسطه مو ځمکې خړوب او د زراعت په برخه کې تل پاتې پرمختګ وکړو. د نویو کرنیزو ځمکو په چمتو کولو سره به هم یو شمېر هېوادوالو ته روزګار برابر شی او هم به د زراعت په پرمختګ سره خپله غله تر لاسه او پر ځان بسیا شو.

همداراز د هېواد دننه باید له خپلې اړتیا او اهمیت سره سم په لویه کچه کارخانې جوړې کړو، تر څو له دې لارې هم یو شمېر هېوادوالو ته د کار روزګار درک وکړو او هم به مو د خود کفایی پر لور یو بل ګام اخیستی وی.

همدغه راز نورې هم ډېرې لارې چارې او پروګرامونه شته، چې اقتصاد پواهان یې په اړه ښه، پوره او ګټور معلومات لری.

نو د هېواد د راتلونکې جوړول او تضمینول زموږ له هڅو او زیار پورې اړه لری. په دې لړ کې تر اوسه نوی حکومت بیخی ښه روان دی او هڅې یې د ستایلو وړ دی.

نوی حکومت په ډېره کمه موده کې یو څه اندازه نړۍ والې مرستې هم راجلب کړې او د ترانزیټ په برخه کې یې هم د منځنۍ او جنوبی اسیا په نښلولو سره لوی امتیاز تر لاسه کړ.

د پرمختللی او ودان افغانستان په هیله…!

ممکن است شما دوست داشته باشید