روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د توبې قبلېدو شرطونه

نصیر تکل

دا چې په انسانانو کې له انبیاؤ علیهم السلام اجمعین څخه پرته هېڅوک معصوم ندی، هر یوه تر خپله وسه ګناهونه تر سره کړی، چا کم او چا زیات ګناهونه ترسره کړی، ځینې د صغیره او ځینې نور بیا د کبیره ګناهونو مرتکب شوی، خو ددې لپاره چې انسانان له ګناهونو څخه پاک شی، الله تعالى ددوى لپاره د توبې دروازه پرانېستې پرېښې ده، نو هر مسلمان ته ښایی چې له خپلو ګناهونو څخه په اخلاص سره توبه وکړی، ترڅو ګناهونه یې وبښل شی او سوکاله ژوند ور په برخه او په نېکانو کې وشمېرل شې، او الله تعالى ته نېږدې شی، ځکه توبه الله تعالى ته د رسیدو لومړى منزل دى.

علماؤ د توبې قبلېدو لپاره څه شرطونه ښودلی، چې باید هر مسلمان پرې پوه شې، چې زه به یې دلته په لنډ ډول ذکر کړم.

۱- توبه باید یوازې او یوازې د الله تعالى د رضاء لپاره وی، د ځان ښوونې لپاره نه وی او نیت یې باید دا وی چې الله تعالى مې ګناهونه راوبښی.

۲- انسان باید پر خپلو تېرو ګناهونو پښېمانه شی، ځکه له پښېمانتیا نه معلومیږی، چې د نوموړی توبه رښتینې ده.

۳- په کومه ګناه چې اخته وی هغه باید سمدستی پرېږدی او بیا ور ونه ګرځی، ځکه کوم انسان چې توبه وباسی او بیا تر هغې وروسته بیا ور ګرځی؛ نو دا په حقیقت کې ټوکې کوی، نو انسان باید ګناهونه دالله تعالې د وېرې له وجې پرېږدی دی او بیا ور ونه ګرځی.

بل داچې که حقوق الله یې ضائع کړی وی؛ نو له الله تعالى څخه بښنه وغواړی او که یې حقوق العباد (د بنده ګانو حقونه) یې تر پښو لاندې کړی وی؛ نو باید حق د هغه خاوند ته وسپاری، او که د چا غیبت یې کړى وی او سړى ورته معلوم وی؛ نو باید د هغه خواته ورشی او بښنه ترې وغواړی او که د سړی ځاى ورته معلوم نه وی؛ نو د خلکو په مخ کې دې د هغه ستاینه وکړی او بښنه دې ورته وغواړی.

۴- د توبې کولو پر مهال باید ددې اراده وکړی چې په راتلونکې کې به بیا ګناه نه کوی.

۵- توبه باید له مرګ راتلو او دلویدیځ له لوری د لمر تر راختلو د مخه وباسی.

(شرح ریاض الصالحین)

ممکن است شما دوست داشته باشید