روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تلې شپږمه؛ د اور له سمندر څخه د نجات ساحل ته د رسېدلو ورځ!

لیکنه: الحاج غلام جیلانی حق پرست

کله چې له ۱۴ کاله وسله وال جهاد وروسته د ۱۳۷۱هـ ش کال د ثور د میاشتې په ۵ نېټه په افغانستان کې د کمونیزم د پوچې مفکورې لارویان له واک او ځواکه ولوېدل، او په ۸/۲/۱۳۷۱ هـ ش نېټه د افغانستان د مجاهدینو عبوری حکومت د چارو واګې په لاس کې واخیستلې، نو د ټولې نړۍ مسلمانان په تېره بیا افغان مجاهد ملت له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده.

دوی فکر کاوو چې په نړۍ کې د کمونیزم وروستۍ ځاله و نړېده، د الحاد او اشتراکیت ناولې مفکوره زمونږ د جهاد په برکت پخپله زانګو کې ترچړې تېره شوه، اوس به زمونږ د شهیدانو، اسیرانو، کونډو، یتیمانو،ټپیانو او مهاجرینو هېوادوالو آرمانونه تر سره شی، اوس به مونږ په خپل هېواد کې  د اسلام تر سپیڅلی توغ لاندې خپلواک ژوند ولرو. اوس به مونږ پخپل هېواد کې یو پاک، سپیڅلی او خپلواک دولت او حکومت و لرو، چې د ملت ټپونه به ټکور کړی، قرآنکریم به حاکم وی، د وران ویجاړ هېواد بیارغونه به پیل شی، مونږ به د هوسا او بسیا ژوند خاوندان او د نړۍ سیالان شو.

زمونږ در په در مسافر او مهاجر هېوادوال به په جګو سترګو خپل کور ته راستانه شی، زمونږ ځوانان به اوس ټوپک له اوږې ښکته او یوم به واخلی، زمونږ ماشومان به دعلم زانګو( ښوونځی او مدرسې) ته روان شی. زمونږ ځمکې او باغونه به له سره آباد او دښتې به مو د کوچیانو په کېږدیو او رمو ښکلی شی، اوس به لوی او کوچنی، نر او ښځه، عالم او مامور، بزګر او کارګر، صنعتکار او سوداګر ټول له یوې مخې د خپل ویجاړ هېواد په بیارغولو بوخت شو، خو د دوی دا ټولې هیلې ا و آرمانونه په ناهیلې بدل شول. د دوی خوبونه یو هم رښتیا نه شو. دا هرڅه یوازې او یوازې یو سراب، خوب او خیال ثابت شول، دا ځکه چې د واک او ځواک تږو خپلې رښتینې څېرې را برسېره کړی.

اسلامی نظام، امنیت، آبادی، آرامی او سوکالی د تش په نوم مجاهدینو یواځې یو شعار وو، چې د ملت د غولولو لپاره یې بدرګه کاوو، دوی له خپلو څېرو د اسلامیت، افغانیت، جهاد او … لېبل ډېر لرې وغورځاوو، خپله اصلی څېره او اجندایې ولس ته ښکاره کړه او د اسلام او اسلامی  نظام پر ځای « ارګ یا مرګ « د دوی شعار شو.

هو! د ناګټلی سلطنت مدعیان او د قدرت د خوړجنې ناوې مینان د (میم زرما ټول زما) د حرص او هوس په داسې بې مهاره اوښ سپاره وو، چې خپلې ټولې پرونۍ ژمنې او نارې یې په خوب او خیال کې هم نه وې، د دوی د هر یوه چرګ په یوه پښه ولاړ وو چې یا
« زه یا هېڅوک هم نه».

هو! د مجاهدنما او خود ساخته مشرانو په برکت(! )مو هېواد د آبادۍ پر ځای د ویجاړۍ خواته روان شو. د دې پرځای چې له هېواد څخه بهر مهاجر هېوادوال مو بېرته راستانه شی؛ له هېواد څخه د نوی مهاجرت لړۍ پیل شوه، د هېواد امنیت، زراعت، تجارت، صنعت ، تعلیم او تربیه، بیارغونه، اقتصاد او … هر څه په صفر کې ضرب شول.

ښارونه او کلی په تشېدو او هدیرې په ډکېدو شوې.

د یوې سالمې حاکمې او مرکزی ادارې پرځای د مطلقې انارشی، «چارخانه و پنج ملک» او ټوپک او پاټک سالاری و ضعه حاکمه شوه. د هیچا سر، مال او آبرو خوندی نه وو، د هېواد په لر او بر کې په وژنو، چور او چپاول سربېره شپیته زره بیګناه او بې دفاع کابل ښاریان د واک او ځواک د لېونیانو د هوس قربانی شول.

هغوی چې پر مسکو باندې به یې د خپل اسلامی نظام توغ د رپولو لاپې، شاپې زمزمه کولې، د هېواد د مور پړونی یې خپلو بهرنیو بادارنو او مربیانو ته ډالۍ کړ.

دلته باید یوه یادونه وکړو چې د مجاهدینو ټولې ډلې د هېواد په ړنګولواو د هېوادوالو پ‍هٔ وژلو او ربړولو کې ښکېلې نه وې؛ د مجاهدینو هغه ډلې چې پهٔ رأس کې یې دینی علمأ(مرحوم محمدی صاحب، شهید منصور صاحب، مرحوم خالص بابا او مرحوم حقانی صاحب) پهٔ څېر مشران واقع وو، هغوی په تنظیمی جنګونو او د هېوادوالو په وژلو کې ښکېل نه وو، بلکه یادو مشرانو د جنګی ډلو ترمنځ د روغی، جوړی، اوربند او یوې اسلامی مرکزی ادارې د رامنځ ته کولو او د اصلاح پهٔ پار ډېرې هلې، ځلې وکړې خو نتیجه یې ورنکړه، دا ځکه چې د واک او ځواک ځان غوښتنونکو د خپلو او هم د بهرنیو دینی علماوو او مصلحینو یوه خبره هم نه اورېده، بلکه ټول کړه، وړهٔ یې له بهر څخه د بهرنیو بادارانو لهٔ خوا کنترولېدل.

لنډه دا چې ملت د ویر په ټغر ناست او له ټولو بشری هلو، ځلو څخه ناهیلی او یواځې یې د لوی خدای عظیم دربار ته د امید سترګې نیولې وې.

همغه وو چې د نهیلی په دغهٔ تورتم کې د لوی خدای د رحمت نصرت او رڼا دروازه د دغه کړېدلی ملت پر مخ باندې پرانیستل شوه او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد(رح)  په مشری د طالبانو اسلامی خوځښت تأسیس او په تش لاس یې د زورواکانو، ټوپکیانو، او پاټکیانو د حرص او هوس نیلی مهار اود خپلو زرګونو ملګرو د قربانی په برکت یې د غلو، چورواکو، زورواکو اولاروهونکو تر واک لاندې سیمې یو په بل پسې آزادې، اسلامی شریعت یې پکې نافذ او امنیت یې تأمین کړ؛ تردې چې د ۱۳۷۵ ه‍.ل کال د تلې د میاشتې پهٔ ۶ نېټه د اسلامی امارت مجاهدینو د هېواد پلازمینه کابل فتح، سپین بیرغ ئې پکې رپاند او شرعی قوانین یې نافذ کړل. د هېواد د ځمکنۍ پشپړتیا، ملی حاکمیت، جهاد د سپېڅلو موخو ترپښولاندې کوونکی د شر او فساد لارویان یې تر کولاب او تهران پسې وځغلول اوهېواد او ملت یې د دوی له شر څخه په امن او زمونږ د ژوند بېړۍ ئې د اور له یاغۍ سمندر څخه د نجات ساحل ته ورسوله.

ممکن است شما دوست داشته باشید