روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترخې او خوږې خاطرو ترمنځ امید !!

جبریل سعد

په جهاد کې د شمېر تر قربانیو او ستونزو مو بې شمېره هغه ډېرې زغملې او لا یې زغمو، شهادت، اسارت، ځخمی کېدو او نادرکۍ په شمېر کې راتلل، خو هغه ستونزې چې د همدې جهاد، اسارت، شهادت، ځخم او نادرکۍ له امله به ورسره مخ و، بې شمېره وې، خو چې د الله تعالی په لاره کې و او هغه ته مو هرڅه په شمار دی، موږ به یې هیڅ گڼو او نه به یې یادوو.

خو دومره خبره چې هماغه ارمان دې پوره شی چې په تمه دې همدا قربانۍ او ستونزې زغملې، نو څومره د خوښۍ ځای او صحنه وی، آه ! خو چې ظالم دې څاری او یو ناڅاپه دې دا خوښۍ پر یوه بله غیر مترقبه ستونزه واړوی او پرې له دې صحنې دې وباسی، څومره زور او درد لری؟ دا نو له ما وپوښتئ !.

د اسلامی امارت نظام له راتلو سره سم څومره چې به د لوستونکو او ځینې نورو مجاهدینو او مظلومو ولسی وگړو تلوسه وه، زه هم د دوی برخه وم، بلکې لا په زیاته تلوسه مې هغه شېبه لټوله چې پکې د اسلامی نظام ترسیوری لاندې د گران هېواد خوږه فضا، آب او هوا کې دمه شم او د ارام یو ستړی سوړ اسوېلی وباسم، خو…

د روان سپوږمیز کال دوهمې خور میاشتې په لومړیو کې د هجرت له دیاره بولدک باندې راغلم، له اوږد بندښت ورورسته دا دوهمه ورځ وه چې د بولدک دروازه خلاصه شوې وه، نو گڼه گوڼه نسبی زیاته وه، ځینې هغه مسافر چې څو تنه به سره ملگری و، نیم تر دروازه راوتلی او نیم هغه خوا پاتې و، ځینې نور چې توکی یې ورسره و، هم له دروازې یوه او بله خوا سره بند و، خو زما سره یواځی د خپل لیپ ټاپ بکسه وه، مازدیگر د دروازې بندېدو وخت و، یوه مېرمن چې دوه اولادونه او توکی یې راتېر شوی و په بد حال سر وه، هغې سره مې د وړوکې لور په را تېرولو کې مرسته وکړه.

دا چې پوله ساتو مجاهدینو پر ټول توان له وگړو سره نرمی کوله، مسافر پرې ور زړور شوی و او پر دروازه د وتو او ننوتو پر مهال یې مجاهدین کله په کنترول کې پاتې راتلل، له اوږې مې د څادر لوېدو سره هغه ته ور ټیټ شوم، خو یو پنډ د سرو وېښتو مشر مجاهد د اوبو پر بوتل دوه ډبه ووهلم.

کندهار کې د شپې له۸تر۱۱بجو وگرځېدم، امنیتی مجاهدین خورا حساس پر واټونو ولاړ او پر دندو بوخت و، زما وېښته او جامه له سیمه ییزو هغو سره په ډېر توپیر کې و، نو یو ځای امنیتی مجاهدینو د احتیاط او ښار کې د نه گرځېدو راته وویل، زه هم د اطلاعات او فرهنگ ریاست ته ورغلم او د شپې ارام مې په ازادۍ مطبعه کې وکړ، هلته ټول کار کونکی او مؤظفین نابلد و، له بشپړ احتیاط سره یې صمیمانه هم وپاللم، تر پالنې یې له احتیاط او پاملرنې څخه زیات خوښ شوم، سهار مو لیپ ټاپ کې ویډیوگانې او زما لیکنې وکتلې او بیا له گډ چای څښلو او لیږ بانډار وروسته د کابل موټرو تم ځای ته روان شوم.

د کابل کندهار لویې لارې اوږده د شل کلن وسلوال صلیبی اشغال یو انځوریز داستان او مستند تاریخ جوړوی، دا لاره چې له زابل، غزنی، میدان وردگو او په ځانگړې د میدان وردگو له پل صراط (سید اباد/تنگۍ درې) څخه تېرېږی او د پغمان ولسوالۍ ارغندۍ چوک باندې کابل ته ننوځی، د هرې لوېشتې لیدل یې که له یوې خوا په یادو ولایتونو کې په خپله شاهدۍ د مجاهدینو ۲۰کلنې ټولې شهکارۍ انځوروی، خو له بلې خوا په یاده موده کې د یو قطبه اشغالگرې نړۍ او زموږ له کور او چم څخه ورپوری نښتو وحشیانو د جنایاتو، تېریو، وحشتونو او بلواوو کیسې هم په یوه شېبه کې تر ذهن را رسوی، را یادوی او سترگو ته یې راته دروی.

په دې لاره اوس هر گام یو کلی وران، یو مسجد او مدرسه شهیده، یو مکتب ویجاړ، یو روغتون ړنگ، یوه سرسبزه سیمه شاړه دښته، یو باغ او پټی وچ، د چینې مخه رېگونو ډب کړې، د لارې یو او بل څنگ ته یو یو قبر، هر دوه گامه هاخوا هدیره وه، د وحشت گڼو او پراخو ځالو چې اوس پر کنډوالو بدلې وې د هکټارونو ځمکې په اندازه غرونه-رغونه-اوارې او لوړې ژورې نېولې او په خپل شاوخوا کې یې تر کیلومیترونو پوری ځمکې او کلی له منځه وړی او گواښلی و.

د رېگونو له ډېرانونو یواځی دومره مالومېده چې هلته مخکی یو کور، مسجد، مدرسه او بل هستوگنځی و، په اوسنۍ دښته کې ولاړو نیمه شنو او وچو ونو او له ځمکې او رېگو د هغو سر پورته وچو بېخونو ښوده چې دلته یو وخت کارېز، چینه او سرسبزه باغ و چې د ولسی وگړو نیم ښوره اړتیاوی یې پوره کولې، د ړندې لارې په بڼه کلکې ځمکې او پر هغې ژورو جمپونو ښوده چې د دا پوری غره او غونډۍ لمنه کې مخکی یو کلی او بازار و او دایې لاره وه چې اوس نه هغه شته، نه ورته لاره او نه هم پرې د ورتلو لاروی.

د تېر رژیم د ځان ژغورنې او واک د دوام په وروستیو وحشیانه او بلواگرو غورځو پرځو کې ویجاړ شویو ولسی کورونو، درستو کلیو، عام المنفعه ودانیو، بازارونو او له منځه تللیو کروندو او باغونو چې لا هم یې ځپلی حالت تازه و او یادو غورځو پرځو له امله ولسی وگړو پرېښودلیو کورونو لازیات وېرونکی یادښتونه له ځان سره لرل، هدېرې دومره پراخې او وسورورې وې چې دغې ته د اخلاص مبارکې سورې یوځل وینا کې هغې بلې ته رسېدلو، که به دوهمه هدیره له لومړۍ لیږ ازاده وه، ترمنځ یې د لارې غاړې یو قبر خامخا و.

له دې ور هاخوا د ولسی وگړو د بېلابېلو قشرونو بېوزلۍ، غمځپلی حالت، د خپل راتلونکې په اړه اندېښنې او… له ورایه مالومېدل، د دې لنډ داستان لیدل او زغمل زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره ده. نور بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید